د غزني والي: د طالبانو په سیمو کې د خپلو کسانو سره اړیکه نه شو نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د غزني والي عبدالکریم متین نن د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل چې د طالبانو په سیمو کې د خپلو کسانو سره ځکه اړیکه نشي نیولای چې هغوی د مخابراتي شبکو فعالیت بندی کړی دی.

نوموړي وویل چې د غزني ولایت د امنیت د ټینګښت په موخه یې حکومت ته طرحه وړاندې کړې خو له ډېرې مودې وروسته یې بیا هم له مرکز څخه هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

متین وویل چې پر هغه سربېره دوی توانیدلی چې د ولایت او ولسوالیو د مرکزونو څخه دفاع وکړي او طالبان پر شا وتمبوي.

باید وویل شي چې نن هم په اندړ ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه وه. دغه ولسوالي دوه ورځې وړاندي طالبانو ونیوله او بیرته یې خوشي کړه.

ویل کیږي چې د ولسوالۍ په جګړه کې تر څلویښت زیات عسکر وژل شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت یوازي د ۲۵ عسکرو وژنه او د ۲۴ نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی دی.

که څه هم طالبانو د اندړ ولسوالي بیرته دولتي ځواکونو ته خوشي کړې خو په دغه ولسوالي کې ژوندي پاتې عسکر وايي چې د طالبانو له لوري محاصره او ژوند ته یې خطر دی، دوی پر مرکزي دولت غږ کړی چې د کومک لپاره دي الوتکې ور ولیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.