
کابل: د ټولټاکنو پر دفتر ډله ييز بريد درنه مرګ ژوله اړولې، جګړه لا هم روانه ده
نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوی څو تنو سرتيرو نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د کابل ښار په لوديځ دارالامان کې د ټول ټاکنو پر مهم دفتر ډله ييز وسلوال بريد کړی.
مجاهد زياتوي چې، لومړي بريدګر د ټاکنو د دفتر په درواځه کې ځان والوځاوه او ورپسې د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوې. مجاهد زياتوي چې، تر اوسه په دغه ډله ييز بريد کې د ټاکنو تر شلو زيات کورني او بهرني مامورين وژل شوي دي. د کابل ولايت د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزی د ډله ييزو بريدونو پخلی کوي او وايي چې، جګړه اوس هم روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
د پښې په اړه د نورو جزئياتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.