نړۍ

سعودي شیعه ګانو ته د خپلو دیني مراسمو لمانځلو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): په لومړي ځل سعودي تابعیت لرونکو شیعه ګانو ته اجازه وشوه چې عراق ته سفر وکړي او هلته په نجف ښار کې په خپلو دیني مراسمو کې ګډون وکړي.

د عراق خبري اژانس وايي، دا لومړی ځل دی چې سعودي خپلو شیعه اتباعو ته ورته اجازه ورکوي، چې له مخي يې سعودیان کولای شي تر څو نجف ښار ته د «څلویښتې» په مراسمو کې د ګډون لپاره سفر وکړي.

شیعه ګان په نجف ښار کې د صفر میاشتې پر شلمه نیټه د حضرت حسین رضي الله تعالی عنه د شهادت څلویښتمه لمانځي.

د الفرات نیوز په نامه د شیعه ګانو خبري اژانس د نجف د والي په حواله وویل چې سعودي شیعه ګانو ته اجازه ورکړې تر څو په څلویښتي کې د ګډون لپاره ښار ته راشي.

فرودگاه بين المللي نجف اشرف

نوموړي وویل، سعودیان به کولای شي چې د سعودي له هوايي ډګرونو څخه په مستقیم ډول د عراق نجف ښار ته سفرونه وکړي چې له مخې یې کیدای شي په راتلونکو وختونو کې د خلیج په زرګونو شیعه ګان له دغې لارې استفاده وکړي.

باید وویل شي چې تېره ورځ ۲۷ کلونه وروسته د سعودي څخه لومړنۍ مسافر وړونکې تجارتي الوتکې بغداد ته پرواز وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x