پوتین: که امریکا د اټومي تړون څخه پر شا شي، مونږ به هم پاتې نه شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د روسیې ولسمشر پوتین ویلي که چیري امریکا د «منځني کچي اتومي ځواکونو» د تړون څخه پر شا شي، دوی به هم په ورته عمل لاس پوري کړي.

پوتین د روسي علماو سره په غونډه کې وویل کچیري نور هیوادونه پر خپل کړي تړون وفا ونه کړي، مونږ هم اماده یو چې خپلو اټومي او غیر اټومي وسلو ته پرمختګ ورکړو.

د امریکا څخه خپرېدونکې مجلې «پولیټیکو» په کانګریس کې د یو شمېر غړو په حواله ویلي وه چې سپینه ماڼۍ د اټومي وسلو د تړون څخه پر وتلو غور کوي.

دغه تړون د روسیې د ولسمشر میخایل ګوربچوف او امریکايي ولسمشر رونالډ ریګن تر منځ په کال ۱۹۸۷ کې لاسلیک شوی د کوم له مخې چې دواړه هیوادونه نشي کولای، داسي ځمکني اټومي بالستیک میزایلونه جوړ کړي چې د پنځه سوه کیلومتره څخه تر پنځه نیم زره کیلومتره وار کولای شي.

که څه هم دواړو هیوادونو دغه تړون امضا کړی خو دواړه هیوادونه تل یو پر بل تورونه پوري کوي چې د تړون خلاف عمل کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د