نظــر

اربکیانو فیسبوک په ښکنځل بوک بدل کړ

وایي د ګور چینجي چې کله د مړي له خوراک څخه فارغ شي نو بیا په خپل منځ کې سره یوه بله ته اړم شي او پاک سره وشپیلوي ، دانټرنیټ ، اخبار او ساړه جنګ داربکیانو اوسنیو ناندریو ته چې ګورم کټ مټ ورته سړی دګور چینجي ویلی شي ، هغه اربکیان چې یو وخت یې دافغان اولس دجهادي خوځښت په ضدسنګر نیولی وو ، اوس یې په یوبل پسې داسې شرموونکي لوبې اوښکنځلې پيل کړې چې انسان یې له لوستلو حیاء کوي .

انتخابات که څه هم  ناروا دي ، مګر دا کار یې روا وکړ ، چې اربکیان یې د ډالرو او امتیازاتو دتقسیم په لوبه کې سره شل شل کړل او داسې هډوکی یې منځ ته وروغورځاوو ، چې خیر وو ترعمره به ورباندې یوه بل ته غاپي .

دانتخاباتو په رانږدې کیدو سره که له یوې د راتلونکي دولتي څوکۍ دتضمین خبره رامخکې شوه له بلې خوا دانتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ترلاسه کیدونکي ډالر هم هغه څه وو ، چې اربکیان یې سره وویشل .

دمیوند فداء په نوم  دخوست یو اربکی چې یو وخت دامریکایانو ترجمان ، ورپسې په پکتیا کې په یوه PRT محلي راډیو کې نطاق وو ، او اوس کابل ته تښتیدلی دا څو کاله یې داشرف غني احمدزي دملګرتیا ډبرې په سینه ټکولې ، مګر کله چې ورته  دزلمي رسول انتخاباتي ټیم په لمن کې دانه وښوروله ، ایسته یې دمفکر صاحب یارۍ ته لغته ورکړه او ورغی له  زلمي رسول سره ودریده ، میوندفداء په دې وروستیو کې اشرف غني ته یوه داسې فیسبوکي ښکنځا کړې چې زه یې له لیکلو څخه معذرت غواړم ، خو دومره نقل درکولای شم چې دمفکر صاحب کولمې یې هم په کې یادې کړي دي .

بل اربکی دهمیم جلالزي په نوم ده ، نوموړی خو دپیسو دومره شوقي دی ، چې دپیسو له شوقه  مدرسه او طالبي ترې پاته شوې او اوس  اربکی شوی دی ، دغزني دواغز یوه اوسیدونکي راته وویل همیم جلالزي کلونه وړاندې د غزني په واغز کې  دمولوي عبدالقادر په  کلیواله مدرسه کې کتابونه ویل ، یوه ورځ یې د مدرسې د فنډ لس لکه زړې افغانۍ  پټې کړې او ایسته  په اندړو کې خپل کلي ته وتښتید، له پلټنو وروسته ثابته شوه چې دطالبانو پیسې حفیظ الله  همیم غلا کړې دي ، د واغز قاري شیرمحمد پسې کور ته ورغی او بیرته یې پیسې ترې وصول کړې ، خو همیم په ځوابي برید کې دطالب دښمنۍ ته ملا وتړله تردې چې اربکی شو .

حفیظ الله  همیم جلالزي په اشرف غني داسې زړه بایللی وو ، چې حتی په بي بي سي کې یې ورباندې مضمون ولیکه ، ویل یې اشرف غني شل ساعته کار کوي ، د استاد پسرلي له وفات وروسته یې په دروغو ولیکل  چې استاد پسرلي ورته ویلي وو  چې دده کاندید اشرف غني دی ، مګر کله  چې وار د کمپاین شو ، داشرف غني په کمپاین کې چندان پیسې نه  پیدا کیدلې نو ځکه دغه ښاغلي لکه څرنګه چې  دطالبانو انډیوالي پرې ایښي وه دپیسو لپاره یې  داشرپیانو  انډیوالي هم پرې ښوده ، او اوس دحبیبه سرابۍ او زلمي رسول لپاره  دروغ وایي .

په انټرنیټ کې مې داربکیانو دخوسي یوه لوبه لیدلې وه ، چې یوې خواته یې پخوانی امریکایي ترجمان ډاکټر ځلاند وو او بلې خوا ته همیم جلالزی ، دغه اربکیان چې پخوا یوه بل ته غوا کیدل ، اوس یې دیوه بل په وړاندې سنګر نیولی  او په ترټولو کریهو ښکنځلو سره یو بل لمانځي .

د انټرنیټ یو بل اکسپایر اربکی شیرخان یحیی وو ، ده هم  لکه  د همیم  او فداء غوندې  له  اشرف غني لاره بیله کړې ، دولسوال اکا په نوم یې په فیسبوک کې اکاونټ جوړ کړی او درسته ورځ  دوهم مفکر ته ښکنځلې کوي .

شیرخان یحی د اشرف غني پلویانو  ته عیسویان او د رولا   زامن وایي ،  چې دده په خبره په افغانیت نه بلکې په ګلوبلایزیشن  باور لري .

د شیرخان یحیی ډلې د مجید قرار  او نورو غوندې  د اشرف غني داربکیانو په اړه ویلي چې څو ورځې وړاندې  د نورو کاندیدانو په کمپایني دفترو ګرځیدلي مګر داچې د ناوختي له امله  ورته ډالري کمپایني دندې نه دي رسیدلې نو ځکه اوس له مجبورې ورځې داشرف غني لپاره لګیا دي .
په انتخاباتي انډوخر کې ترټولو اساسي زیان  دغفورلیوال فکري اربکیانو ته رسیدلی ، غفور لیوال او دپرې یاران یې چې په تیوریک لحاظ دمرکې لیوان دي ، په عملي چیلنج کې له لویې رسوایي سره مخ شوي دي ، محمدیار یار دزلمي رسول لپاره کمپاین چلوي ، غفور لیوال په  پټه له زلمي رسول سره تار غځولی خو په ښکاره کنایې کاروې ، تراوسه یې دهیڅ کاندید نوم نه دی یاد کړی چې ملاتړ به یې کوي ، خو خپل شاګردان یې دزلمي رسول په کمپاین کې بسیج کړي دي .

د اربکیانو ترمنځ  اختلاف ددوی ترمنځ سختو ناندریو ، تهمتونو  او ښکنځلو ته هم لار ورکړې ، داشرف غني پلویان وایي چې زلمی رسول  عنین ، مجبوب او یا هم خصي دی ، له همدې امله یې تراوسه واده نه دی کړی .

دز لمي رسول اربکیان وایي ، چې  زلمی رسول که دصورت عیب لري نو اشرف غني بیا دسیرت له عیبه خالي نه دی ، دده ښځه عیسوۍ ده ، چې په مینتوب یې کړې ، او د عشق او مینتوب په اړه راځي  چې ( دیار لپاره درمسال جارو کومه ) کیدای شي اشرف غني  هم  دخپل ښځې په خاطر د توحید په ځای دتثلیث خواته ورکوږ شي ، او په افغانستان کې کلیساوې ابادې کړي .

داربکیانو ترمنځ  جنګ ، ښکنځلې ، طعنې  او پوچې ناندرۍ اوج ته رسیدلي دي ، دغفورلیوال غوندې هغه چې یوڅه په خپلو اعصابو کنترول لري په دې اربک لوبه کې  د لوبڅارانو  دنده اجراء کوي ، بیا بیاچیغې وهي ، چې پام کوئ ، کچې ته مه وزئ ، اربکیزم مه شرموئ ، خو اربکیان دبې دوربله حیواناتو غوندې هیڅ حد او پاټک په رسمیت نه پیژني ، نوځکه یي  له فیسبوکه  ښکنځل بوک جوړ کړی .

حسان شلګری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x