د زمکي د کرې جاذبیت (Gravity)

مفتي احسان الله …

زمکه پر خپل محور او لمر دواړو په سریع ډول سره ګردش کوي ، او زمکه له لمر سره یو ځای ، او لمر له خپل کهکشان (مجرت الدرب تبانة) سره ، هر څه په حرکت کې دي ، خو د دې با وجود الله رب العزت د انسان لپاره زمکه قراره ګرزولي ، انسان ورباندي په ارامه ژوند کوي ، دا ټول د زمکي د قوت جاذیبه یا کشش نتیجه ده ، د دغې قوې په برکت هر جسم د خپل غټ والي او کم والي په اندازه پر زمکه وزن لري .

خو سوال دا دی ، چې ﴿أَمَّنْ جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَاراً﴾ [سورة النمل الآية: 61] ؟

د جاذبیت بحث نن سبا یو جالبه موضوع ګرزېدلي ، ماهرین په مختلفو شکلو ترینه بحث کوي ، الله رب العزت د زمکي جاذبیت په یو معلومه اندازه پیدا کړی ده ، په دې حال کې انسان ښه په ارامه حرکت ، ناسته ولاړه کوي ، خو که د زمکي حرکت لږ زیات سي ، انسان به له زمکي جلا په هوا ګرزي ، وا به لوزي ، او که يې حرکت اووه چنده سي ، هر څه چې پر زمکه موجود دي ، هغه به په هوا سي .

بالعکس که يې کشش تر اوسني حالت لږ کم سي ، لکه د سپږمۍ ، نو خلک به د یو ځای نه بل ځای ته دومره ټوپ وهي لکه الوتی چې وي ، او که يې کشش تر عادي حالت د مشتري ستوري د کشش په اندازه زیات سي ، نو هر څه په زمکه پسې ونښلي ، انسان به د حرکت وس هم ونه لري ، ځکه چې که د یو شي وزن که پر زمکه 150 پونډه وي ، نو لا محاله به يې پر مشتري 354 پونډه دروندوالی وي .

د جاذبیت د عدم اعتدال په صورت کې انسان له رنګا رنګه بیماریو سره مخ کیږي ، د ویني جریان به يې غیر معتدل سي ، او د سرې ویني ځیني خوليې به هم له منځه ولاړي سي .

خط استوا ته قریب د زمکي جاذبیت ځکه کمیږي ، چې د زمکي د تیز ګردش په وجه قوة الترد (یعني : د شړلو قوه) منځته راځي ، د زمکي د جاذبیت نه د خلاسون لپاره په ثانیه کې 7 میله (تقریبا : 11/ کم ) سرعت ته اړتیا ده ، دېته نو زموږ له ستوري نه د تېښتي سرعت ویل کیږي .

3 تبصرې

  1. مفتی او قاری صاحب احسان الله.
    السلام علیکم ورحمت الله.
    ما پخوا هم ستاسو په یوه لیکنه. تبصره کړېوه. او د ځمکې او د کهکشانونو د عمر په اړه وه. خو هغه تبصره بیا ما ونه لیدله. شاید د نن اسیا د مدیر نه وی خوښه سوی او یا بل دلیل به وه. والله اعلم. نن اسیا! تاسو ولې د ما تبصره نه خپروۍ؟
    قاری صاحب محترم. د ساعت ګرځیدل هم په جاذبه پورې اړه لری. یا په بل عبارت وخت متناسب ده. Time is relative to the gravity. د ساعت د ثانی ګر سرعت په استوا او قطبونو کې تفاوت لری.
    ښاغلی قاری صاحب. د plate tectonics او د ځمکې او کهکشانونو د عمر په اړه هم که څیړنه وکوی. بی له فایدې به نه وی. البته د قران او سنتو په رنا کې هم..
    والسلام
    په درناوی
    عابد
    توکیو

  2. ډیر محترم عابد صاحب!

    وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

    مننه کوم چې لیکني تعقبه وئ ، ډیر علمي بحثونه دي ، او په ډیر محنت سره ترتیبیږي .

    خبره دي روښتیا ده ، د ستنو ساعتونه هم د زمکي د جاذبیت نه متاثره کیږي ، نو که لږ مو ارتفاع له زمکي پورته سي ، هلته د ساعت په وخت کې تغیر راځي .

    خو پوهان وايې : چې دا تفاوت ډیر کم دی ، دوی وايې : چې یوه نانو ثانیه (nanosecond) فرق را وړي ، او نانو ثانیه دې ته وايې : چې یوه ثانیه پر یو ملیار تقسیم کړو نو د هغه یوې برخي ته نانو ثانیه ویلکیږي .

    بل دا چې محترمه !

    ما دیو کتاب لړۍ پیل کړيده ، نو د کتاب د محتوا سره سم روان یم ، ځکه ډیر عمیق تفصیل مي له مسیر نه اړه وي .

    مفتي احسان الله

  3. محترم مفتی صاحب احسان الله
    له جواب نه مو مننه ، کور مو ودان . همدا ډول له نن اسیا څخه هم چې تبصره یې نشر کړه.
    ریښتیا هم موضوع علمی او په زړه پورې ده. او سخته هم ده.
    الله تعالې د کتاب په کامیابۍ سره پوره کړی له خیره چې بیا يې یو وار ټول مطالعه کړو. د ځمکې او کهکشانونو علم مفید ده .
    خو مونږ او تاسو ته ( افغانانو) خپل وطن او هیواد پیزندنه تر هر څه مهمه ده. افغانستان ولی . ډیر کانو نه لری ؟ تیل او ګاز هم لری . او په شلمه پیړۍ کې د امریکایانو په شمول د نړیوالو قدرتونو د توجه محراق هم وه. دلته جرمنانو بیا روسانو ډیرې پلټنې وکولې اوس یې امریکایان کوی.
    د plate tectonics تاثیرات په افغانستان ډیر ښکاره ده. د افغانستان په څیر ځمکه او غرونه په ټوله دنیا کې نه سته . خاصتا هندوکوش بابا غر او سپین غر. همداسی د هلمند او فراه هواره دا ټول یو عجیب د الله تعالی له طرفه یوه تحفه او خزانه ده . په حقیقت کې افغانان په یوه لویه خزانه اوسیږي . ځکه خو مو څوک په کرار نه پریږدی. ولی ټرمپ یې دوهم سعودی عرب بولي؟ په مونږ باندی لازمه ده چې وپوهیږو. دا علوم د کابل په پولی تخنیک کې لوستل کیږی . خو دا چې د هغوی بعضی استادان د کمونستی او تکامل ( چې تر یوه حده واقعیت ده لکه د یو ماشوم له القاع نه تر زیږدلو پوری د تکامل دوره ، خو نه دا چې د الله تعالی ج له وجود نه انکار وسی ) په څیر ځینو نظریاتو نه متاثره دي. نو فارغین او انجینران يې هم دې داسې مسایلو بیان جرات نه سی کولی . او یا هم د دین په رڼا کې نه پوهیږی. په هر صورت هدف مې دا ده چې په داسې مسایلو کې تاسو له انجینرانو سره کمک سۍ او د دین په رڼا کې یوه څه ورته وړاندې کړۍ . او همدا ډول تاسو د هغوی له زدکړې برخمن سۍ . تر څو د ځمکې او اسمانونو د خلقت او جوړښت په اړه د قران او سنتو په رڼا کې وپوهیږو.
    په درناوی
    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    محمد عابد انورزی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.