د اندړو ولسوال ټپي شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ تله، ۱۳۹۶): د غزني ولایت د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسي وال د رسنیو سره په اړه کې ویلي چې جګړه د دریمې ورځې لپاره ادامه لري او دی ټپي شوی هم دی.

نوموړي تېره ورځ هم د رسنیو سره په اړیکه کې وویل چې طالبان پنځوس مترۍ ته را غلي او دوی یې محاصره کړي دي، که چیري کومک نه را ورسیږي، ټوله به ووژل شي.

نوموړي تېر ماښام د یوې دولت پلوه رسنۍ سره په اړیکه کې ویلي چې جګړې یو ځل بیا زور اخیستی دی.

او زیاته یې کړه: هیڅ مرسته نه ده راغلې، یوه الوتکه راغله، بم یې وغورځوی، بیا ورکه شوه، که عاجل کومک را نه شي، زمونږ ټپيان به د ټپونو له امله ومري، لاري بندي دي، طالبان نور هم را نیژدې کیږي.

نوموړي تېره ورځ هم ویلي وه چې د کومک نه رسیدو په صورت کې به ولسوالۍ سقوط وکړی او دوی به ټول ووژل شي.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندي طالبانو پر اندړ ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ چې له امله یې د کورنیو چارو وزارت په وینا لږ تر لږه ۲۵ عسکر ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول، خو د غزني ولایت ولایتي شورا دغه شمېره په څو چنده زیاته یادوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د