نړۍ

د جماعت الاحرار مشر هم په ډرون برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ تله، ۱۳۹۶): د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې مشر عمر خالد خراساني په ډرون برید کې وژل شوی دی.

د جماعت الاحرار ویاند اسد منصور فرانس پريس اژانس ته ویلي، چې عمر خالد خراساني، چې اصلي نوم يې عبدالولي وه، په پکتيا ولايت کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په برید کې ټپي شوی و او تېره ورځ يې ساه ورکړې ده.

اسد منصور ويلي، چې عمر خالد خراساني سره په دغه برید کې د هغه نهه مشران ملګري هم وژل شوي دي.

اسد منصور ويلي، چې د جماعت الاحرار ډلې د نوي مشر د ټاکلو لپاره مشورتي غونډه پيل کړې او ژر به د نوي مشر د ټاکلو اعلان وکړي، خو يوې سرچينې ویلي، چې دغې ډلې د اسد اپريدي په نوم يو تن خپل مشر ټاکلی دی.

وړمه ورځ هم امریکايي بې پيلوټه د پاکستاني طالبانو لوړپوړی مشر عمر منصور وژلی و او د هغه پر ځای يې عثمان منصور نوی مشر ټاکلی دی.

عمر منصور چې په نري مشهور و، د پېښور پر پوځي ښوونځي او د پاچاخان پوهنتون په خونړيو بريدونو کې پاکستان ته مطلوب و.

په دې وروستيو کې يو ځل بيا د قبايلي سيمو په اوږدو کې د طالبانو پر ضد هوايي بريدونه زيات شوي دي.

امریکا او پاکستاني پوځيان وايي، چې په دغو بريدونو کې يې ګڼ شمېر طالبان وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x