نظــر

د ملکی وګړو وژنه د پولیس له خپلې خولې

په اطاق کې ټول پینځه تنه وو، د مجبوریت شپې وې، چې د محبوب په نوم پولیس سره مې تېرولې. محبوب څه موده په خصوصی امنیتی شرکت كې دنده ترسره كړې وه بیا یې په پولیسو كې دنده کوله. د محی الدین په نوم د کابل د کومې امنیتی حوزې د پولیسو له امر سره ساتونکی و. کله كله به یې په دندو کې د ورپېښو شویو پېښو کیسې کولې. ډېرې یې د لیکلو دی، خو د ملکی وګړو د وژنې كیسې یې ډېرې دردونکې وې.

کیسه یې کوله چې “د کندهار په لور مو د بهرنیانو اکمالاتی موټر بدرګه كول، چې د وردګ ولایت اړوند د سیداباد په ولسوالۍ کې طالبانو پر مونږ برید وکړ. د برید په پایله کې زمونږ او د اكمالاتو پر موټرو سربېره څو تنه ساتونکی هم راڅخه ټپیان او ووژل شول، خو طالبان ټول راڅخه بېرته روغ لاړل.

زه جګړې سخت ستړی کړی وم، نو ځکه سخته غوسه هم راغلې وه. کلیوالو زمونږ ننداره کوله. دې کار نور هم غوسه کړم. له غوسې تور او شین کېدم. بس د خپلې غوسې د سړولو لپاره مې د ټوپک شپېلۍ هلته نېږدې دیوې ښځې په لور واړوله،چې د څاه له بمبې څخه یې کور ته د څښاک لپاره اوبه وړې. ما غوښتل ښځه په سر یا سینه وولم، خو د ټوپک مرمۍ یې پښو ته برابرې شوې. ښځه په خپل ځای وڅرخیده او د وینو رنګ یې د څاه له اوبو سره ګډ شو.”

ما ترې وپوښتل:

ښځې څه ګناه کړې وه؟

محبوب خپل ښی لاس هوا ته وغورځاوه وې:

“ماته یې ګناهګار او بې ګناه مهم نه و، ما خپله غوسه سړوله”

اوس تاسو قضاوت وکړئ، چې څوک ملكیان په لوی لاس وژنی؟

که څوک دروغ وایی، نو دا ایت دې خپلو سترګو ته ودروی:

{لعنت الله علی الکاذبین}

پر درواغجنو دي د الله لعنت وي.

ليکوال: لمر شرفزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x