fbpx

د اوروپا یوه پلازمینه چې تر اوسه مسجد نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ تله، ۱۳۹۶): د یونان هیواد په پلازمینه «آتن» کې اوس هم مسلمانان په ډېر شوق سره انتظار کوي تر څو په دغه ښار کې د لومړي ځل لپاره د اذان تکبیر پورته کړي.

د یونان پلازمینه آتن په اوروپا کې یوازینۍ پلازمینه ده چې مسجد نه لري او د تکبیر اواز نه په کښي پورته کیږي.

په کال ۲۰۰۶ کې حکومت موافقه وکړه چې په دغه ښار کې دي مسجد جوړ شي خو نور ځیني اړخونه شته چې د مسجد جوړېدو مخه نیسي.

په دغه هیواد کې د ترکي اتباعو د یوې ټولنې مشر ابراهیم شریف د اناطولیه خبري اژانس ته وویل: یونان یوازینی هیواد دی چې په پلازمینه کې يې مسجد نشته.

نوموړي وویل چې مسلمانان مجبور دي چې په تنګو کوچنیو ځایونو کې د جماعت لمونځونه وکړي، داسي ځایونه چې د نظافت خیال یې هم نه ساتل کیږی او د صحت د شروطو سره برابر نه وی.

نوموړي د هغه مسجد په اړه چې حکومت یې د جوړیدو اجازه ورکړې، وویل: تر اوسه پوري د هغه تعمیراتي چارې نه دي بشپړي شوي، د پلان سره سم باید دغه مسجد د روان کال ۲۰۱۷ تر پایه پوري بشپړ شوی وای خو اوس فکر کوم چې کلونه وخت به نور واخلي.

نوموړي وویل د مسجد تعمیراتي کارونه د ډیر وخت لپاره بند شوي وه، ځکه چې د یونان د سمندري ځواکونو یو شمير ضابطان د هغه سره مخالفت لري او همداسي په کومه سیمه کې چې د مسجد لپاره ځای انتخاب شوی، هلته د محلې خلکو د مسجد پر ضد محکمې ته شکایتونه کړي دي.

د نوموړي په وینا کوم مسجد چي جوړیږی، د هغه مساحت به ۸۵۰ متره وي، ټول به ۳۵۰ کسان په کښي لمونځ کولای شي، منارونه به نه لري او د جوړیدو بودیجه یې ۸۸۷ زره یورو اټکل شوې ده.

د مسجد د جوړیدو په مخکې قانوني، بیروکریسي او د سیمي د خلکو مخالفت لوی خنډ بلل شوی دی .

د اتینا مسلمانان اوس مهال په کورونو کې لمونځونه کوي او همداسي شاوخوا ۷۰ ځایونه یې غیر رسمي د لمانځه لپاره مختص کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د