د جمعې په ورځ او شپه سورة کهف

دکتور کفایت الله وردګ

د جمعې په ورځ د سورة کهف تلاوت سنت دی او د زیات ثواب سبب ګرځي او په روایاتو کې ددې سنت ډېر زیات اجرونه او ډېرې زیاتې فایدې راغلې دي د حضرت ابی سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

إِنَّ مَنْ قَرَأَ سُورَةَ الْكَهْفِ يَوْمَ الْجُمُعَةِ أَضَاءَ لَهُ مِنَ النُّورِ مَا بَيْنَ الْجُمُعَتَيْنِ . رواه الحاکم

ترجمه : چا چې سورة کهف تلاوت کړو د جُمعې په ورځ نو ده ته به د دوو جُمعو مینځ په نور سره رڼا کړل شي .

په بل روایت حدیث شریف دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

مَنْ قَرَأَ سُورَةَ الْكَهْفِ لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ، أَضَاءَ لَهُ مِنَ النُّورِ فِيمَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْبَيْتِ الْعَتِيقِ. رواه البیهقی باسناد صحیح

ترجمه : چا چې سورة کهف د جُمعې په شپه تلاوت کړو نو ده ته به دده او د بیت ا لعتیق تر مینځ ټوله ساحه په نور سره رڼا کړل شي .

تبصرې (1)

  • وردګ صاحب ، ستاسی لیکنی ډیری ښکلی او اموزنده لیکنی لری الله ج دی اجرونه درکړی .
    د جمعی په ورځ د کهف مبارکی سورته ویل ډیر ثواب لری مونږ ته مخکی هم معلوم وو او له تاسی هم مننه کوو چه را
    به یاد یا راپه زړه مو کړو . مګر زما هیله دا ده چه ولی ثواب لری هغه دلایل یی ولیکی یو دلیل چه مونږ اوریدلی وایی چه ددجال له شره به وژغورل شی مګر دا خبره هم رڼایی غواړی چه څرنګه او ولی ؟ که به دی اړه خپل معلومات زمونږ سهر شریک کړی بده به نه وی