fbpx

زه منافق نه یم

لیکوال: ابن مبارک احمدزی

دا څو ورځې کېږي چې د طالب او افغان حکومت ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي،پرون او وړمه ورځ د افغان حکومت د دفاع او داخلې وزارتونو ویاندویانو( نجیب دانش او دولت وزیري) په څو پرله پسې رسنیزو کنفرانسونو کې ادعا وکړه چې ګواکې په تېرو څو ورځو کې يې سلګونه وسله وال طالبان وژلي او زخمیان کړي دي.په مقابل کې یې طالبانو هم په تېرو څلورو ورځو کې تر ټولو خونړي بریدونه ترسره کړي چې د پکتیا او غزني بریدونه یې تر ټولو خونړي او پېچلي وو.

د طالبانو په بریدونو کې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغان عسکر ووژل شول یا ټپیان شول.

دا چې په افغانستان کې په اوسنۍ زمانه کې تر ټولو ډېر استعمالېدونکی څیز فسبوک او یا ټولنیزه رسنۍ ده نو د دواړو لورو (دولت او طالب) بریدونو ته د مختلفو لورو څخه خبرې پوښښونه یا هم توجیهات وشول.که څه هم افغان حکومت هره ورځ خبرپاڼې خپروي چې ګواکې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لسګونه او ان سلګونه وسله وال طالبان وژلي يا زحمیان کړي دي. خو د ټولنیزو رسینو هغه فعالانو چې د حکومت ننګه کړې یا يې کوي هېڅکله هم د حکومت دغو ادعاوو ته د پام وړ اهمیت او ارزښت نه دی ورکړی او نه یې داسې ویلي چې که ريښتیا سلګونه طالبان وژل شوي وي نو آیا هغه انسانان او افغانان نه وو؟ آیا هغوی کور او کلی،فامیل او عیال نه لاره؟.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو وروستي بریدونه تر فوق العاده خبري پوښښونو لاندې ونيول شول،یوه ډله داسې وه چې د دغو بریدونو ننګه یې کوله او خوښۍ سره یې تر پوښښ لاندې راوستل،شېبه په شېبه یې جزئيات خپرول او نشرول،خو بله ډله بیا داسې وه چې چورلټ یې د دغو بریدونو مخالفت کاوه او څه یې چې په خوله راتلل طالب ته یې کارول او څومره فعالیت یې چې کولای شو د طالب پر ضد يې ترسره کاوه.

یو بله ډله بیا داسې وه چې نه یې د طالبانو ننګه کوله نه یې د افغانو عسکرو،که یې ملامتول بیا یې دواړه لوري ملامتول، دوی ځانونه په يوه ډول بې طرفه ښودل؛ خو دا خلک هم په دوو ډولونو وېشل شوي وو،یوه هغه ډله وه چې طالبان او حکومت یې دواړه په مساویانه توګه غندل یا یې سولې ته رابلل او تراوسه هم په خپلو خبرو ولاړ دي، خو د دوی بله ډله بیا تلې ته ګوري، چې کوم لوری دروند شو هماغه لوری رانیسي.

دا دوه ورځي کېږي چې په خواله رسنیو کې یو تعداد معلوم الحالو افرادو چې ظاهرا ځانونه بې طرفه معرفي کوي د اسلام پالو ځوانانو پر ضد یې بې درېغه منفي کمپاین پیل کړی دی.که څه هم د بیان آزادي د هر چا حق دی، او په ټولنیزو رسنیو کې دا حق هر څوک لري چې د خپل فکر او اند محصول او ثمره له نورو همفکرو سره شریک کړي خو یاد کسان تر ډېره هڅه کوي چې د اسلامپالو د دغه فعالیت مخه په یوه ډول ونیسي.

دوی نه طالب ته څه وايي نه حکومت ته،دوی هغه کسان چې د روان جهاد خبرونه نشروي يا هغه ته خبري پوښښ ورکوي منافقان ګڼي. دوی وايي چې د همدغو په اصطلاح منافقانو د نشراتو او خپرونو نتیجه ده چې طالبان جګړې ته زور ورکوي،دوی وايي چې دغه اسلامپال منافقان په خپلو کورونو او کوټو کې ناست وي،خو طالبان جګړې ته تشویقوي او جنګوي یي.له بده مرغه چې دا ډله د بې طرفۍ ترنامه لاندې طرفداري کوي.یوازي اسلامپال غندي خو چې د موازنې ځای شي ځان وباسي، او که ملامتیا حکومت پورې اړونده وي نو بیا یې بین الافغاني او مجبوریت باندې تعبیر کړي.

خبره اوس دا ده چې آيا یوازې د خواله رسنیو د اسلامپالو( چې دوی یې ترهګرۍ ته کمپاین کوونکي بولي) نشرات او خپرونې کولای شي په ريښتیا طالب جګړې ته تشویق کړي؟!

ځواب دا دی چې د طالب مبارزه اوسنۍ نه ده او نه هم یوازې د چا تشویق او ترغیب پورې اړوندېدای شي.د طالب مبارزه عقیدوي اړخ لري.دا عقیدوي جګړه ده،داسې کورنۍ هم شته چې درې څلور زامن یې د طالبانو په لیکو کې شهیدان شوي دي خو بیا یې هم که نارینه څوک لرلي نو هغه یې د شهیدانو پر ځای لېږلي تر څو په جهاد کې برخه واخلي.په حقیقت کې دا برداشت ناسم دی چې ګواکې همدا موږ فسبوکیان یو چې طالبان جګړې ته تشویقوو کنه بیا به ته وا خیر و خیرت و؟

دا باید یاد ولرو چې له فسبوک او ټولنیزو رسنیو څخه یوازې د خبري وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.د طالبانو کوم انټرنټي آدرسونه چې شته هغه هم محدود دي،یوازې مهمې اعلاميې او تازه خبرونه ترې نشرېږي. کنه ډېرې مهمې خبرې دي چې لا هم انټرنټي نړۍ ته نه را راوړل کېږي او پټ ساتل کېږي. دغه مبارز کسان چې د فسبوک بې طرفان یې منافقان ګڼي په ډېرو لږو اومحدود وسایلو رسنیزه مبارزه کوي.

داسې کسان هم پکې شته چې یوه میاشت کې د روشن مخابراتي شرکت څخه په ۵۰ افغانیو ۳۰۰ ام بي انټرنټ اخلي هغه بیا د یوې میاشتې لپاره کاروي،په ډېرو ساده موبایلونو کې فسبوک کاروي. هغه کسان چې نشرات یې لږ ښه هم دي د هغوی لګښتونه د خپل جېب څخه وي.په جهاد کې د دوی برخه اخیستنه د مکلفیت له وجې ده،په دې کې نه د دوی کومه ګټه ده او نه هم د چا لپاره کار کوي. خبره نه اوږدوم؛ یوازې دومره ویل غواړم چې اسلامپال په خپل لګښت او خپل مصرف سره د خپل هېواد نه په ټولنیزو رسنیو کې نشرات کوي،د جهاد ګټې او مسایل بیانوي،دا چې دا مسایل په طالبان تطبیقېدونکي دي دا نو د وخت غوښتنه او تصادف دی.طالبانو د الله په امر جهاد پیل کړی دی او د فتنې تر پای ته رسېدو پورې به دوام کوي. دوی د څو مستعارو فیسبوکیانو په خبرو نه خپل جهاد دروي او نه هم په مثبت اړخ کې فسبوکي نشرات دومره بارز رول لرلی شي.دا ډله ځوانان چې جهادي نشرات کوي دا د خپل د مکلفیت د ادا کولو په پار کوي نه د چا د تشویق یا ترغیب لپاره. د قران پاک سورت انفال او سورت توبه له داسې توشویقونو ډک دي چې طالبان ان د سره نذرانه کولو ته پرې تيارېدای شي. که په روان جهاد کې برخه نه شئ اخیستی نو لطفا دین هم مه تحریفوئ،داسې ووایاست چې دین غیرتي دی خو موږ بې غیرتي شوي یو،دا چې خپله جهاد نه کوئ او په اشغال سترګې پټوئ دا ستاسو جرم دی خو د دې جرم د پټولو او یا توجیه کولو لپاره تاسو حق نه لرئ چې پر اسلامپالو راوغورځئ یا هغوی ته د منافقو نوم ورکړئ،اسلامپال ځوانان لکه څنګه چې جهادي نشرات او خپرونې لري،الحمد لله همداسې په روان جهاد کې هم په مختلفو بڼو شرکت کوي،نړۍ والو او سیمه ایزو خلکو ته د فتحو او بریاو خبرونه رسول او د کفر د ماتې او شکست زیري ورکول په حقیقت کې د مسلمانانو تاریخي عادت او کردار دی. خبره مې دا کوله چې موږ منافقان نه یو،مصرف خپله کوو،په خپل هېواد کې ژوند کوو،په هره برخه کې چې په وس پوره شوه له طالبانو سره مرسته کوو،په هره اندازه چې زموږ په توان کې وه د حکومت او ټرمپ اجیرانو ته زیان ور رسوو، د دوی د مالي سرچینو،اقتصادي او روحیاتي سرچینو بندول یا یې مخه نیول او یا هم افغان مېړنی ولس د دغو شومو اهدافو څخه خبرول زموږ دیني او اسلامي وجیبه ده،وروره چې جهاد نه شې کولی نه څوک دې کور ته در پسې راغلي چې ځار ځار راشه جهاد وکړه،د روان جهاد په اړه ستاسو سکوت او چوپیتا هم بهتره وه خو داسې چې لږکي مبارزین ځوانان منافقان ګڼئ ومنه چې دا مو ډېره لویه بې انصافي وکړه.موږ مبارزه کړې وه،اوس یې هم کوو اوبیا یې هم د ترسره کولو توفیق له الله تعالی نه غواړو، تر لمره هم روښانه ده چې د کفر او اسلام جنګ دی،زهر وخورئ چې تاسو د امت په دې ټپي ټپي وجود باندې د اسلام د زمریانو د ملحم پټيو د لګولو مخه نیسئ. خو چې خپله کار نه شئ کولی دوی خو خپل کار ته پرېږدئ کنه.یوه ضمني یادونه باید وکړم چې د اشغالګرو حضور به دلته تر ابده او دایمي نه وي،ځکه دا د کفر او اسلام جنګ دی او زموږ د جنګونو او جهادونو تسلسل ان په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې رسېږي.

تاسو خبر یاست؟

د خندق په غزوه کې چې کله رسول لله صلی لله علیه وسلم کلکه او سخته ډبره په کلنګ دوه ځلې ووهله نو دوه ځله یې بړګونه پورته شول،په لومړۍ او دویمه پړکا کې رسول صلی الله علیه وسلم خپلو یارانو ته وویل چې دا پړکونه او شعاوې د قیصر او کسرا د ماتېدلو زیري دي.د وخت منافقینو به ګومان کاوه چې دومره پیاوړي یاست نو خندق د څه لپاره تیاروئ!؟

هماغه و چې د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کې قیصر او کسرا دړې وړې شول.

اوس که د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارثان وايي چې اشغالګر قوتونه به ماتوو او او اسلام به حاکموو نو د وخت منافقان بیا ور پورې مسخرې کا چې طالب جانه؟

ته او دومره لویه خبره؟

ته څه شی لرې چې په مرسته یې امریکا ماتوې؟

ته دې د خوراک ډوډۍ نه لرې راغلی یې د امریکا د ماتولو خیال پلوونه وهې؟

خو:

مرئ که چوئ! امریکا ماته ده،ماتېږې به او بری به د مؤمنانو په برخه وي، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د قیصر او کسرا د ماتېدلو پروسې لسګونه کاله وخت ونیو نو خیر اوس به موږ هم هومره انتظار وکړو نو څه خبره ده؟!

امریکا سلګۍ وهي ژاړي پښې به سپکوي ان شاء الله تعالی

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ابن مبارک صاحب ښکلی لیکنه وه ، الله ج دی اجرونه درکړی . زما په اند له منافقته هم خبره اوښتی ، منافقت خو هغه وی چه له مسلمانانو ډار ولری د کفارو سره یو څه او مسلمانانو سره بل څه وایی دوی خو له مسلمانانو او الله ح هیح ویره او ډایر نه لری صرف له دی شرمه چه له ډالرو اخستلو یی څوک خبر نه شی د کومو په بیه چه یی لمړی ځان ، بیا خبل ناموس او له هغه وروسته دین ، خاوره ، خلک او خپلواکی پلورلی . د کومو ډالرو له امله چه یی… نور لوستل »