نظــر

سردار احمد څه ډول خبریال؟!

د ( إيلاف ) په نامه انټرنیټي ویبپاڼې چې له لندن څخه خپرېږي، او په ۲۰۰۱ کې جوړه شوې ده، د سردار احمد ژوند ته داسې کتنه کړې ده:
( په فرانس پریس کې د دندې تر څنګ، نوموړی د امنیتي چارو متخصص هم و، په دقت، استقامت او ژوندیو څېړنو یې شهرت درلود، نوموړي د ( پرسیستان ) په نامه یو محلي خبري آژانس هم درلود، چې بهرنیو خبرنګارانو او نورو بهرنیانو ته یې د ترجمې سهولتونه برابرول! کوم به چې افغانستان ته د کار او یا چکر لپاره راتلل ) 

( نوموړی د خپلو ملګرو په منځ کې په ذکاوت، حماست او تاند قلم لرونکي پېژندل شوی و،  په انګریزۍ ژبه بشپړ برلاسی و، په ځانګړي ډول په امریکايۍ لهجه خبرې کولو یې د ټولو پام ځان ته اړولو، له همدې کبله یې د بګرام په هوايي ډګر کې د دندې فرصت تر لاسه کړی و )
 

( فرانس پریس په ۲۰۰۳ کال کې له سردار احمد سره په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ د ناټو د ورځنیو مطبوعاتي کنفرانسونو په اړه د راپورونو د برابرولو لپاره تړون وکړ، مګر نوموړی په ډېر کم وخت کې په کابل کې د فرانس پریس د دفتر یو وتلی خبریال شو! )
http://www.elaph.com/Web/News/2014/3/888094.html

( ګود ) چې یوه مغربي انټرنیټي پاڼه ده  د سردار احمد د مرګ په اړه په ځانګړي ډول د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند او د امریکې د خارجه وزیر جان کیري ډاډګیرنې داسې را اخیستې دي:

 ( د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د شنبې په ورځ د فرانس پریس د خبریال سردار احمد په مرګ خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه… ولسمشر د فرانس پریس آژانس د ادارې د مجلس رئیس ایمانویل هوګ ته په یوه فکس کې  وویل: ( فرانس پریس آژانس د ویر په ټغر ناست دی ) اولاند زیاته کړه: ( سردار احمد په داسې حال کې ووژل شو چې خپله دنده یې تر سره کوله! هغه یو با استعداده او له خپلې دندې سره مینه لرونکی خبریال و! نوموړي افغاني پیچلی وضعیت په آسانه او ځیرکه توګه وړاندې کولو )

اولاند وویل: ( دغه غمیزه په هغو ګواښونو ښه رڼا اچولی شي کوم چې د فرانس پریس همکاران ور سره مخ کېږي! او هغه خطرونه ښيي چې دوی د فرانس پریس د پرمخ بیولو لپاره په کار کولو ګواښي)

اولاند خپلې خبرې په داسې حال کې چې د فرانس پریس آژانس د ادارې دمجلس رئیس یې مخاطب کولو په دې ډول پای ته ورسولې: ( له تاسو غواړم چې دسردار احمد له کورنۍ او نورو ډېرو ملګرو سره یې زما د خواخوږۍ او یووالي احساس ور ورسوئ! او زما په ژبه د فرانس پریس ټولو کارکوونکو ته د مرستې خبر ور کړئ )

 ( د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ د سردار احمد کورنۍ ته په یوه پیغام کې د خپلې ژورې خواشینۍ څرګندونه وکړه )
http://www.goud.ma/%D9%85%D9%8A%D8%AF%D9%8A%D8%A7/908

  شرق الاوسط عربي نړیوالې ورځپاڼې  دسردار احمد دمرګ په اړه د فرانسوا اولاند ځینې خبرې په دې ډول را اخیستې دي: ( سردار احمد چې د خپلې دندې ترسره کولو پر مهال ووژل شو، یو هڅاند خبریال و، هڅه یې کوله چې د افغانی وضعیت پېچلتیاوې په ځیرکتیا، دقت او مهارت سره نقل کړي ) http://beta.aawsat.com/home/article/62931
 

پورته یاد شوې خبرې هغه څه دي چې ګڼو نورو ویبپاڼو او ورځپاڼو هم را اخیستې دي، په یادو څرګندونو کې څو مهم ټکي مخې ته راځي:

۱– سردار احمد په لومړي سر کې له فرانس پریس آژانس سره د یوه همکار په توګه کار کولو، او کار یې په بګرام کې د امریکايي او نورو ناټويي ځواکونو د ورځنیو خبري کنفرانسونو په اړه راپورونه جوړول وو!!! له همدې کبله خو د ناټو اوسني عمومي قوماندان ډانفورډ هم دنوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړه! او دا یې حق و، ځکه چې نوموړي د ناټو د نظامي مطبوعاتو لپاره کار کولو!

۲– دا چې د یو ملک ولسمشر او دبل ملک د بهرنیو چارو وزیر، او د یو نړیوال نظامي ائتلاف نظامي قوماندان د یو افغان خبریال ـ چې ظاهرا نه فرانسوی دی او نه امریکایی ـ په مرګ دومره ژوره خواشیني څرګندوي، خپله د ګڼو پوښتنو او اندېښنو ځای دی؟

۳ – سردار احمد یو خبریال و، معمول او معقول دا دی چې د نوموړو هېوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو یا یې رئیسانو په دې اړه غبرګونونه ښوولي وای! خو دلته کیسه برعکس، د یو ملکي خبریال په مرګ نظامي قوماندانان او خارجه وزیران د خواشینۍ پیغامونه استوي!! ؟ په داسې حال کې چې د خپلو نظامي عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه دا ډول او په دومره لوړه کچه غبرګونونه نه ښيي!

۴– د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند خو دومره وړاندې ځي چې د سردار احمد د خبریالۍ څېړنه او ارزونه کوي! کار او فعالیت یې ستايي! چې ښه دقیق، او په ماهرانه ډول به یې خبرونه جوړول! داسې ښکاري لکه اولاند چې د نوموړي راپورنه په خپله تر نظر تېرول! که داسې وي نو بیا ولې؟ او دڅه لپاره؟ په نړۍ کې معمول دا دی چې د ورځپاڼو او خبري رسنیو څارنه داطلاعاتو او کلتور وزارت کوي، آن چې وزیر یې خپله هم نه کوي، بلکې نور ښکته مامورین یې کوي، وزیر ته هسې عام معلومات ور کوي، مګر دا چې یو کس ډېر مهم وي د هغه د کار او فعالیت په اړه په ځانګړي ډول معلومات ور کوي، دا چې دیو هېواد ولسمشر ته دې د یو بل ملک د خبریال په اړه دومره دقیق معلومات وي، یقینا چې د ګڼو ژورو پوښتنو ځای دی؟

۵– په هر صورت، سردار احمد اوس له دې نابودۍ دنیاګۍ نه سترګې پټې کړې دي، او د الله جل جلاله حضور ته ورغلی، سبا بل سبا به مونږ هم ور پسې ورځو، الله جل جلاله دې په ټولو مسلمانانو رحم وکړي! خو خبره دا ده چې د یو افغان خبریال په مرګ د نړۍ ستر او مهم کفري مشران او ملکونه ولې دومره خواشیني څرګندوي! په داسې حال کې چې همدا کفري ملکونه په ورځني ډول په بمباریو کې په ګڼ عام کلیوالي افغانان وژني! ښځې وژني! ماشومان وژني، بوډاګان وژني! هلته یوازې دsorry  په ویلو خبره خلاصه کړي او بس! خو دلته بیا دومره خواخوږي اوخواشیني ښيي! لکه هغوی چې له سره انسانان نه وي! او که وي د دوی یې پرې څه؟

۶– دا هم د پام وړ ده، چې نه اولاند، نه جان کیري او نه هم ډانفورډ دسردار احمد د ماشومانو او مېرمنې په مرګ دومره خواشیني څرګنده کړې، لکه دده په مرګ یې چې څرګنده کړې، په داسې حال کې چې له عاطفي او انساني اړخه له سردار احمد نه مخکې هغوی د خواخوږۍ، او حال یې د خواشینۍ وړ دی!

سید ولي حامد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x