
غزل…! – شرافت ویاړ
شرافت ویاړ
کله خپه شي څوک له چا نه د چا فکر نه وي
ترې تېر وتنه وشي ګرانه د چا فکر نه وي
په مصنوعي رنګو تېروزي مینان د ښکلو
موسکا یې پرېوزي ورته ګرانه د چا فکر نه وي
بل ځل به نه وایم چې یاره زما فکر نه ؤ
دا ځل مې وبښه جانانه د چا د چا فکر نه وي
داسې وخت هم وي چې زړګی پسې دردونه کوي
سړی وي سم پسې ستومانه د چا فکر نه وي
ویاړ د موسکا څادر پر شونډو غوړوي تل ځکه
شونډۍ یې ووزي له خپګانه د چا فکر نه وي