غزل – عرفان ایوبي

جهان کې ډېر چې اخلم هغه احباب اخلم

له مېخانې يې ناخلم زې له محراب اخلم

ته راته وايه مينه نور څنګه وي؟!

زه مې واده ته پېسې نه ساتم کتاب اخلم

نن بى وسي مې ده څپېړې راکوه ظالمه

خو پام سبا يې د تک تک درنه حساب اخلم

زه د موسى ملګرى له رود نيله اوړم

زه څه فرعون خو نه يم چې به عذاب اخلم

غني مزدور ته ويل داسې کوى او کنه

له تا به هر څه ځار کړم له تا به خواب اخلم!؟

د ايوبي پوښتنه دومره بى خونده نه وه

جانانه تانه څنګه بى خوند ځواب اخلم!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.