فرانس پریس: د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان «اسرائیل» ته تللی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ تله، ۱۳۹۶): نن د جمعې په ورځ یوه اسرائیلي جګپوړي چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دې وروستیو کې اسرائیل ته سفر کړی دی.

ددې تر مخه داسي راپورونه خپاره شوي وه چې یوه عربي جګپوړي شخصیت د اسرائیل پلازمینې «تل ابیب» ته سفر کړی دی او هلته یې د یهودي چارواکو سره لیدلي دي خو دا لومړی ځل دی چې اسرائیل باندي اعتراف کوي.

فرانس پریس اژانس ته یوه اسرائیلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې هغه عربي شخصیت چې تل ابیب ته راغلی وو، محمد بن سلمان وو.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې په تېره سپتمبر میاشت کې هم یوه اسرائیلي خبریال «أرییل کهانا» پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي وه چې محمد بن سلمان د یوه رسمي پلاوي سره اسرائیل ته راغلی. خو هغه وخت دغه خبر چا نه وو تایید کړی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې کله د ریاض ته سفر کړی وو، هلته وویل: ما په سعودي کې د اسرائیل په اړه مثبت احساس وکړ.

د هف پوسټ عربي ویب پاڼې په خپل راپور کې د سعودي د شاهي کورنۍ د یوه جګپوړی پلاوی راتګ تایید کړې وه خو نور معلومات یې نه وه ورکړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت او همداسي د لومړي وزیر دفتر پر دغه خبرونو د تبصرې کولو څخه انکار وکړ.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې سعودي او اسرائیل په دې وروستیو کې دومره سره نیژدې شوي چې نور ددې اړیکو د پټولو ضرورت هم نه احساسیږي، او دا اړیکې د ایران سره د دښمنۍ له امله هم پسي ټینګیږي.

او زیاتوي: سعودي او اسرائیل د ټرمب وروستی پریکړه ډېره چټکه او په لوړې کچي وستایله په کوم کې چې نوموړي د ایران سره د اټومي تړون د لغوه کولو او پر ایران یې د نورو بندیزونو لګولو خبرداری ورکړ، چې دا هم ددواړو هیوادونو تر منځ د نیژدو اړیکو او مشترکو ګټو څرګندونه کوي.

باید وویل شي چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څه موده تر مخه د یوې خبريالې سره په مرکه کې ویلي وه چې د عربي هیوادونو سره یې اړیکې ډیری پراخې شوي خو نه غواړي چې د هغو هیوادونو نومونه واخلي، ځکه چې دغه هیوادونه غواړي چې اړیکي يې همداسي پټي ورسره پاتې شي.



یوه تبصره

  1. لعنة الله علی اسرائیل ومن والاهم

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.