نظــر

وجدت اسلاما بلامسلمین/ محمد خوګیاڼی

ماښام تر لمونځ وروسته مې فیسبوک خلاص کړ یو ملګري لینک ورکړی و چې د برازیل په زندانونو کې د یو کتاب مطالعه څلور ورځې د بند سزا کموي، لینک مې خلاص کړ او پوره خبر مې ولوست په خبر کې راغلي و چې برازیل د بندیانو د اصلاح او جوړولو لپاره د یوه نوې طریقه په لار اچولې، یعنی د یو کتاب مطالعه د مجرم ۴ ورځې د بند سزا کموي.

برازیلي حکومت اعلان کړی چې د څلورو زندانونو بندیانو ته به دوی د مطالعې لپاره  فرصت برابر کړي  چې په ادبیاتو، ساینس، فلسفه او نورو علومو کې مطالعه وکړي. دوی ته اوس دا حق ورکړل شوی چې د کال  ۴۸ ورځې د خپل د بند موده کمه کړي.

د برازیل رسمي جریده کې راغلي چې د بندیانو سره به  د یو کتاب د لوستلو او یوې مقالې د لیکلو  لپاره ۴ اونۍ وي.  دا چې د بند موده يې کمه شي د مقالې جمله بندي، پراګرافونه باید له تېروتنو خالي وي او حاشیې هم په سمه بڼه استعمال کړي.

ددوی په وینا د مطالعې وورسته به بندیان اصلاح شي او هم به مجرمین کم شي.

  د اروپا په زیاترو زندانونو کې بندیانو ته د مطالعې لپاره کتابونه ورکول کیږي، له دې دا جوتیږي چې دوی بندیان اصلاح کوي نه دا چې له منځه يې ویسي او همدا د اسلام غوښتنه هم ده.

دلته د نړۍ ستر مفکر محمد عبده دا وینا په سمه مانا تطبیقیږي چې په اروپا کې مې اسلام ولید، مسلمانان نه او په اسلامي نړۍ کې مې مسلمانان ولیدل خو اسلام په کې نه و.

د اسلامي نړۍ د وروسته پاتې کېدو تر ټولو ستر لامل هم دادی چې د خپل تاریخ، کلتور او مذهب څخه ورځ تر بلې لرې پاتې کیږي. ځوانان یې د مطالعې نوم هم نه پيژني. سیاستوال خو کتاب په لاس کې هم نه اړوي. دا چې څومره مطالعه پریږدو  هومره به وروسته پاتې کیږو.

د نړۍ تر ټولو ستر پانګوال بیل ګیټس په اړه مو تېره ورځ لوستل چې د خورا زیاتو مصروفیتونو سره یې په ۲۰۱۳ کې ۷  کتابونه لوستي او څو مقالې يې لیکلې وې.

که ځير شو، بیل ګیټس د نړۍ ستر پانګوال دی، پیسې عیش عشرت يې تر هر چا زیات دی، د نړۍ هېوادونو ته قرضونو ورکوي، د نړۍ تر ټولو ستره او  مشهوره کمپنۍ مایکروسافټ  مشر دی،  موږ ته داسې ښکاري چې دی به هيڅ مطالعې ته اړتیا نه لري خو ؛ نوموړی خپله بریا په مطالعه کې ګوري او له همدې امله یې مطالعه په خپل ورځني مهال ویش کې داخله کړې. همدا راز لویدیځ سیاستوالو مطالعې ته کار ویلی، هر یو يې چې د کومې دندې مسئولیت پر غاړه اخلي تر مخه یې ښه پراخه مطالعه کوي، کوم هېواد ته چې ځي د هغه هېواد له کلتور او عنعناتو سره ځانونه اشنا کوي  او همدا ددوی د بریا راز دی.

پریکړه زموږ لاس کې ده، مطالعه  او پرمختګ کوو او که همداسې وخت ضایع کوو  او د بدبختۍ تورې کندې ته ځان وراچوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x