
کابل ښار کې د شیعه ګانو پر امام زمان جومات چاودنې لسګونو کسان وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ تله، ۱۳۹۶): د کابل ښار لويديځ دشت برچي سيمې کې د شیعه ګانو پر «امام زمان» تکیه خانې يوې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
عیني شاهدانو ویلي، چې دېرش مړي يې ليدلي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
يوې امنيتي منبع د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې بريدګر له ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو او اوس هم په سيمه کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې پړه نه ده منلې، خو د دغه ډول بریدونو پړه تل داعش ډله پر غاړه اخلي.