د ملکي مرګ ژوبلې غم، که تبلیغاتي ګټه؟

لیکوال: سعید احرار

صلیبي نړۍ چې رهبریت کې یې امریکا ولاړه ده؛ په افغانستان باندې د نظامي یرغل ترڅنګ، دروند فکري یرغل هم وکړ. چې د دوهم هغه لپاره یې خورا زیاتې او مختلف النوعه وسلې په کار واچولې، همدې وسیلو د اذهانو په بدلون کې خورا ژور تأثیر درلود. داسې تأثیر چې ډیرې رڼې سترګې یې ړندې کړې. ډیر داسې کسان راپورته او ډیرې ادارې چې ځان بشري حقونو ته ژمن بولي؛ د امریکا او د هغوی د مرتزقه غلامانو هر جنایت ته بلها توجېهات او بهانې لټوي. آن چې په ځینو مواردو کې امریکا خپل جنایت مني، خو همدا مرتزقه غلامان د جنایت په توجیهاتو پسې ګرځي. خو که طالب هغه څه وکړل چې د کولو لپاره یې دلایل لري؛ بیا نو بغارې پیل کړي چې ملکيان ووژل شوه، د ښوونځي ماشومان په وینو سره شول، هټیوال زخمیان شول، د بشر حقوق نقض شول، جنګي اصول تر پښو لاندې شول او داسې په لسګونو نورې بې انډوله چیغې. ډیر لرې به نه ځو! همدې یوه میاشت کې به د طالبانو، امریکایانو او د هغوی مرتزقه غلامانو جنایاتو ته نظر واچوو:

د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې ترمنځ د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د بمبارۍ له کبله ۲ ښځې، ۲ نارینه او یو ماشوم په شهادت ورسېدل.

د همدې میاشتې(تلې) په ۲۴ مه د ننګرهار په پچیرآګام کې د ګډو ځواکونو له لورې ۱۰ تنه کلیوال له کورو را وایستل شول او وروسته د ډزو پر مټ شهیدان شول.

د همدې میاشتې په ۲۱مه د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې لخوا بمبار وشو، چې د ۲۰ په شاوخوا کې واده ته روان ملکیان په شهادت ورسېدل. دا د امریکايي جهت د جنایاتو مشت نمونه خروار وه؛ چې نه کوم سیاستوال وویل چې ملکیان وژل شوي، نه کومې رسنۍ پرې راپور چمتو کړ چې ګواکې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، او نه هم کومې ادارې چې ځان بشري حقونو ته ژمن بولي؛ غږ اوچت کړ. پارلمان، مدني فعالان او مشرانو جرګه خو ولاکه په داسو ملکي مرګ ژوبلې ځان هم خبر ګڼي. خو وړمه ورځ طالبانو د پکتیا پر امنیه قومندانۍ او د فوځ پر روزنیز مرکز سرتېری برید وکړ؛ چې په پایله کې یې د امنیې قومندان په ګډون سلګونه عسکر مړه او زخمیان شول. د یوې رسنۍ پر وینا، چې سرتېری بریدګر له څو امنیتي کمربندونو تیر او د امنیې قومندان د دفتر د ودانۍ ترڅنګ یې موټر ټه انفجار ورکړ. خو رسنیو د دولت پر ناکامۍ ځان واچاوه او دې خبرې ته یې زور ورکړ چې ملکیان وژل شوي. که د پېښې موقیعت ته وکتل شي؛ دا بیخي ناشوني ده چې د قومندان د دفتر ترڅنګ دې سهار وختي ملکیان ویده شي، او یا هلته اجتماع جوړه کړي. ځکه د یوې عادي پوستې په شل مترۍ کې څوک قدم نشي وهلی، خو د امنیې قومندان دفتر بیا د ماشومانو او ښځو پر مخ شپه او ورځ خلاص وي او هلته بنډارونه کوي.

اوس د تأمل خبره دا ده چې که رښتیا هم پر ملکي مرګ ژوبلې مو زړه خوږیږي؛ اړینه ده چې بې تفاوته زړه پرې بد شي. مانا دا چې هم د طالبانو لخوا ملکي مرګ ژوبله وغندل شي او هم د امریکایي جهت؛ داسې نه چې د امریکایي جهت جنایات او د هغوی له لوري ملکي مرګ ژوبله باندې غوږونه کاڼه او سترګې ړندې شي او د طالب لخوا که بیا څارنوال، عسکر، اربکی، جاسوس او د امریکایي جهت نظامي ووژل شو، بیا نو ډنډوره واچول شي چې هله کدر یې راوژلی، پاڅه روڼ اندی یې راووژلی.طالب ترهګر دی، ځکه قومندان یې وواژه، دې قومندان خو کور ته ډوډۍ ګټله. طالب وحشي دی، ځکه هغه سرتېری یې وواژه چې د خپلې نېشې او اعتیاد روپۍ يې پوره کولې.په ډاډه ویلای شو چې اصلا د همدغو کسانو او ادارو پر ملکي مرګ ژوبلې زړه بد نه، بلکې دوی د خپلې مطبوعاتي جګړې لپاره چې د مسلمان افغان ولس پر وړاندې یې پیل کړې؛ مواد ترلاسه کوي او بیا د دې لپاره چې د ولس او طالب ترمنځ واټن ومیندل شي، دا مواد په پوره زور سره نشروي. آن چې د موادو په نشر کې د حقیقت او کذب خیال هم نه ساتي، داسې تصویرونه هم د دوی له خوا نشر شول چې د سوریې د جګړې دي. د فوټوشاپي تصویرونو نشر خو اوس بیخي کلیشه یي دی. خو ولس هر څه په خپلو سترګو ویني، هرڅه پېژني او د دوی په مکرونو او رسنیزو ډنډورو به هېڅکله ونه غولیږي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

3 تبصرې

  1. بلخ کې چې قول اردو باندې برید وشو نو د پسرلی د بیلمازانو په پاڼه کې یې لیکلي وو چې په لسګونو د اردو عسکر چې دا وخت یې ملکي جامې په تن وې د طالبانو په برید کې شهیدان شول.

  2. زه د احرار صاحب دا پوچ قضاوت او سخت زړه ته ګوته په غاښ یم. دیو بی طرفه افغان او د کابل ښار دیو اوسیدونکی په توګه زه په کابل کې د طالبانو د اکثریت حملاتو شاهد یم. نورو ته به نه ځم فقط دا دوه حملې به یادې کړم ، یوه د کابل حمله چې د جوزا پر دولسمه ترسره سوه او 150 نه زیات ملکی خلک پکښې په شهادت ورسیدل او دوهمه حمله د ګردیز حمله ده چې له 40 نه زیات ملکی خلک چي اکثرویی د پاسورت د اخیستلو لپاره هلته تللی وه په شهادت ورسیدل. طالب ته د عامه خلکو د وژلو توجیه کول څه ګرانه خبره نده ځکه چې لدوی سره ډول ډول ټابی شته چې پر مقتول شخص یی پورې کړي لکه اربکی، جاسوس، ترجمان، عسکر، قاضی، څارنوال، معلم، ملک، د پرمختیایی شورا غړي، د علمآو د شورا غړی، د مدنی ټولنی غړی، د سیاسی حزپ فعال، قراردادی، انجنیز، خبریال، د حزب اسلامی غړی، د انګلیسی ژبی ویونکی، د اردو عسکر چې بیا روسته د ایران د لارې مسافرین وخیژي، د جهاد تارک او په دارالکفر کې ژوند کول، او داسی رنګ رنګ ټاپې دوی سره شته .

  3. احرار صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، مخکی له دی چه د غلامی اداری غلامی څیری څه ولیکی تاسی ورته ځواب لیکلی ، د دی اړه نشته چه په اړه یی نور څه ولیکل شی،
    دوی د څه ډالرو یا بلواکو مقامو د لاسته راوړنی د پاره له خاوری، خلکو ، خپلواکی خو تیر دی ، له ځان پلورلو او ناموس پلورلو د پاره یی بادارانو ته قضایی مصونیت ورکړو ، باداران عسکر یی هم په کورونو ، هم په دفتر و او هم په لیارو کی د مظلوم اولس یا مقاومت له څپیړو ژغورلو یی څارنه او ساتنه کوی، دغه غلامان چارواکی په خپلو افغانی ساتونکی باور نه لری نو امریکایی او اروپایی وحشیان یی څارنه او ساتنه کوی ، تاسی فکر او قضاوت وکړی هغه وحشی عسکر چه نارینه یی دنارینه وو او ښځی یی د ښځی حتی د حیواناتو سره جنسی غریزی اشباع کوی نو ددغه غلامانو چارواکو میرمنی خو په ځای پریږده ( عادی خبره ده ) حتی هغه چارواکو سره دغه جنسی کړنی ترسره کوی ، هغه هم به داسی وخت کی چه په شرابو یی پړسولی وی له ځانه خبر هم نه وی ویدیو ورله ډکی کړی وی ، وروسته بل مجلس کی یی ورته ښکاره کوی او ورته ویل کیږی چه د سر غړونی په صورت کی به دا علنی کیږی .
    نو دغو غلامانو ته چه دالرو تر دی کچی ذلت سره مخ کړی ، د قضاوت یا تفاهم هیله لرل خو بریږده له دوی د اسلامیت او افغانیت هیله هم پریږده دوی انسانان هم نه دی چه د یو څو ډالرو د پاره دوی د ښځو په شان کارول کیږی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.