افغانستان

کابل: د شیعه ګانو پر جومات د چاودنې له امله د مړو او ټپيان شمېر تر ۸۰ زیات شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ تله، ۱۳۹۶): د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل چې د کابل په پل خشک سیمه کې د شیعه ګانو پر جومات د چاودنې له امله د مړو شمير ۳۹ تنو ته پورته شو او ۴۵ تنه نور ټپیان دي.

نجیب دانش پر خپل فیسبوک پاڼه ددې پيښې د غندنې تر څنګ وویل چې قربانیان یې ټول د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

چاودنه نن د جمعې په ورځ د ماښام لمانځه پر مهال په پل خشک سیمه کې د امام زمان پر جومات وشوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.  دغه جومات ددې تر مخه هم په نښه شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې یو تن بریدګر چې پر ځان یې چاودېدونکي توکي تړلي وه، جومات ته ننوتلی او هلته یې د خلکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه چې له امله یې مرګ ژوبله هم زیاته شوه.

ځینو رسنیو ویلي چې د برید مسؤولیت داعش په غاړه اخیستی ، دغه ډلې ددې تر مخه هم په کابل کې د شیعه ګانو مختلف مراسم په نښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x