نظــر

د ګوانتانامو د افغان بنديانو خاطرې او پېژندنه – مولانا عبد الرزاق فتاحي

لیکوال: نظر محمد مطمئن

مولانا عبدالرزاق فتاحي د حاجي اختيار محمد زوی، او د نیکه نوم يې  عبدالفتاح  دی،  د کندهار ولایت د شاولي کوټ د کيخآباد کلي اوسیدونکی، لومړنۍ ديني زده کړې يې په شاوليکوټ کې کړي، د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالي کې يې ډیر وخت د ديني درسونو په  ویلو تیر کړی، کوچنۍ دوره يې وکړه، چې د کمونسټانو پر ضد جهاد شروع شو، له مولانا عبدالرزاق څخه هم د ګڼو نورو طالبانو په ډول درسونه پاتي شول.

حاجي مولانا عبد الرزاق فتاحي چې په حاجي مولانا صاحب مشهور دی، اوس يې عمر ۵۵ کلونو ته رسیږي،  د افغان بنسټ مرستيال دی، د طالبانو د حکومت پر مهال د تجارت وزير وو، د طالبانو تر سقوط وروسته  د افغان دولت د کندهار والي ګل آغا شيرزي د کسانو له خوا په شاوليکوټ ولسوالي کې ونيول شو، د کندهار محبس، د کندهارهوايې ډګر کې د امريکايانو زندان، د بګرام زندان، د ګوانتانامو زندان او پلچرخې کې يې د بند پر وخت شپې او ورځي تيري کړي، موږ هڅه کړي په لنډ ډول د ګوانتانامو د بنديانو پېژندګلوي او خاطرې ولیکو، تر څو د تاریخ دغه مهمه برخه د تل له پاره د خلکو سره په کورنو او کتابتونو کې پاتې وي.

کله چې طالبان د کندهار ولایت په ميوند ولسوالي کې راښکاره شول، حاجي مولانا صاحب له طالبانو سره ملګري شو، راځي چې نور هر څه دده له خولې څخه واورو:

abdul razaq fattahi
عبدالرزاق فتاحي

په ارزګان، زابل کندهار او هلمند کې بد حالت وو، د مجاهدینو په نوم فساق راجمع شوې وو، او هغوی بد اعمال کول، د خلکو څخه يې پيسی په زور اخستلي، غلاوي يې کولي،  لاري يې بندي کړي وي، اود خلکو کشران ( لغړزني)  يې ځورول.، خپلسرې جګړې يې يو دبل سره کولي کله چې طالبانو ظهور وکی ، له هغوی سره ملګری وم، او لومړۍ وظیفه مي د طالبانو سره په نیمروز کي وه، د نیمروز د ګمرک د مديريت مشر وم، له څه مودې تیرولو وروسته د د کابل ګمرک رياست مشر  شوم، په یاد رياست کې مې  تر   ۱۸  میاشي زيات وخت کار وکړ.

د تجارت وزارت ته  د طالبانود مشر ملامحمد عمر مجاهد له خوا څخه د وزیر په صفت معرفي شوم، دوه نيم کلونه د تجارت وزیر پاتې شوم، کابل  چې طالبانو پريښودی، په هغه شپه زه هم د  ميدان ښار دلاري کندهار ته ولاړم،طالبان ځينې د چهاراسیاب او ځينې د ميدان ښار دلاري له کابل څخه ووتل.

کندهار ته ولاړم، هلته مي دوې شپې وکړي، حالات مي وليدل چې  د طالبانو په ګټه نه وو،  شاوليکوټ کې خپل کلي ته ولاړم، يو کال په کور کې ناست وم، هیڅ کار مي نه دی کړی، نه ایران او نه هم پاکستان ته ولاړم، په خپل ځای کې اوسیدم، يو کال وروسته زموږ په سيمه کې طالبان پیدا شول، د افغان غر په نوم غر دی هلته طالبان ښکاره شول، د دولت له خوا له کندهار څخه قوه (پوځيان)  راووتله، ۱۷۰۰ نفر وو، مشرې يې ګل آغا شیرزي کوله، د ارزګان له خوا څخه بله قوه د جان محمد خان په مشري راووتله، جان محمدخان د ارزګان او ګل آغا د کندهار والي وو. دوی غر محاصره کی ، له دی سره سره يې شاوخوا کلي هم محاصره کړل، د سيمې مشرانو او خلکو راته وویل چې تاسي له دي ځای څخه ولاړشئ،زمتو کلی ته،  دا نظامي خلک دی، د چا دعزت پرواه نه لري، ښه داده چې بل خواته ولاړشئ.

زما سره بل ملګری وو، هغه د مشورې وروسته بیرته زموږ کلي ته ولاړ، زه همدلته ورته انتظار وم. بلاخره زه ونيول شوم.

له خپل کلي ووتلم، زما سره کلاشینکوف هم وو، د خپل امنيت په خاطر مې راسره اخستی وو،  په غرنۍ  لاره کي خلک ولاړ وو او ما ځان ورڅخه پټ کي، ، ما فکر کاوو چې دابه د کلي خلک وي، خو د احتياط په خاطر مي بيا هم ځان پټ کی، په دي وخت کې طیارو بمبارد هم وکی، ما د طیارو بمبارد ته کتل چې د حکومت خلکو زه لیدلی وم، باران زیات شو، ما ځان د يوې لويې ډبري لورته کړ، چې په دغه وخت کې د حکومت کسانو زه لیدلی وم، او ويې نيولم، ، دوه شپې يې په هغو غرونو کې ګرځولم، د ګل آغا يو قومندان وو چې په ژړ ګلالي سره مشور وو، هغه راته راغی، په سوک يې په خوله کې ووهلم، زما غاښ يې رامات کړ، دغه دوه شپې زما لاسونه د شاخواته تړلي وو، او دواړه شپې مي خوب ونه کی.

وروسته يې د کندهار والي ګل آغا شیرزي ته ورسولم. اول ځل چې ونیول شوم، نوم مي بدل کی د خپل ورور نوم مي ورته واخيست، ځکه نظامي خلک وو، که خپل نوم مي ورته اخستی وای، داسي نه چي ستونزه يې پيښه کړي وای، ګل آغا خپلو خلکو ته د مخابرې د لارې ویلي وو چې ماته يې راولئ، ګل آغا هم په شاولي کوټ کي وو، اول ځل چې ونيول شوم، دوی هم نه پېژندلم، ما هم نه دي ورته ويلي چې زه طالب یم، دوی ویل ته طالب يې ځکه دغه منطقه د طالبانو ده،  زه د طالب پر نامه انکار وم، دوه شپي او ورځي په غرونو کې، دريمه ورځ يې  ماسپښين ګل آغا شیرزي  ته وروستلم، هغه د کجور په کلي کي وو، هلته چې خلکو زه ليدلی وم، خلکو پېژندلی وم، مخکې له دي چې ګل آغا ته ورسيږم، هغه د سيمي خلکو ګل آغا ته ویلي وو چې دا خو دي غټ القاعده نيولی دی .

د ګل آغا سره ډیري قواوی (پوځيان او د پوځيانو ګاډي) وي،  دکلي خلکو زه پيژندلم، ورته ویل شوی وو چې داخو غټ نفر دی،  د ده سره په مجلس کې خالد پښتون هم وو، هغه چې خبر شو، فورا (سمدستي)  يې  رسنيو ته احوال ورکړ، چې د طالبانو د وخت د تجارت وزیر زموږ کسانو د يو ميل کلاشينکوف سره د شاوليکوټ ولسوالي په يوه غره کې نيولی دی.

په دی ځای کې له ګل آغا سره دهغه نور قومندانان هم وو، هغوی پوښتنه وکړه چې ته څه کاره وي، فکر مي وکی چې تر ابده انکار فایده نه کوي، بل داچی دی (ګل آغا) مشر دی، دی به دومره عصبیت او تعصب نه لری، ګل اغا ته مي خپل ټول حالت ووایه ، په غرونو کي مي يوه شپه بله هم دده له افرادو سره تیره کړه، درېيمه ورځ يې د کندهار محبس ته راوړم.

شپه مي محبس کې تیره کړه، سهار خالد پښتون محبس ته راغی، ویې ویل چې ماته له فرانسي څخه ټلیفون راغلی، راته ويې ويل چې ته ورشه خبري ورسره وکړه، چې دغه د القاعده غړی چې تاسي نيولی خبرې کوي که نه؟ پښتون وویل چې د انډيوالي او وطنداري له امله ماته حال ووایه، ته چې په کومه منطقه کې نيول شوی یې،  په دغه منطقه کې ملادادالله وو، هغه ماښام انټرويو (مرکه)  ورکړي ده، هغه هلته وو، ما ورته وویل چې ملادادالله هلته نه وو، پښتون ټينګار وکړ، ورته مي وویل چې زه هر څه تاته ووایم ستا زړه ته نه لويږي مګر ملا دادالله هلته نه وو.

ماښام ته بل څارنوال له محبس څخه د طالبانو دوخت د وزارت خارجه نمايندګې ته  بوتلم، څلور (۴)  امريکايان يو ترجمن (ترجمان) وو، ترجمن پښتون ته وویل چې ته يې ترجماني وکړه، خالد هغه ته وویل چې ته يې وکړه، اخر زما د خبرو ترجماني  خالد پښتون کوله، دلته ما ډیر وخت  تیر کی او ډیري پوښتنې يې راڅخه وکړي.

امریکايانو زما معلومات وليکی، له هغه وروسته بيا امريکایان ماته نه دی راغلي. بیرته يې محبس ته نقل کړم، دوې مياشتي هلته د کندهار په محبس (زندان) کې وم.

د ۱۳۸۲ ل کال د حمل پر  ۸مه  ونيول شوم د جوزا پر ۳مه  يې  غرمه مهال سترګي راوتړلي ، څارنوالان راغلل، لاسونه يې هم راوتړل ، په موټر کې يې سپور کړم، ماته لاره معلوميدله، پوهیدم چې کوم خواته مي وړي، یو ځای راغی چې موټر يې بل طرفته وګرځاوو، ما فکر وکړ چې کيدای شي داسي عمل راسره وکړي لکه چې موږ اوريدلي وو، يا به مې څاه ته غورځوي او يا به بل ډول عمل کوي (چې مړ به مې کړي)، مګر وروسته يې د ملاصاحب  (ملامحمد عمر مجاهد) پخواني کورته وروستلم.

زه يې له موټر څخه کښته کړم، دغه خلک افغانان وو چې زه يې دلته راوړم، ما د بل موټر ږغ واوریدی، او د امريکانو ږغونه مي هم واوريدل، خالد پښتون وویل چې مولوي صاحب !  نيم ساعت به ږغ نه لري، دوی تا يو ځای ته وړي، که ته وږغيږي هم فايده نه کوي، ځکه چې دوی ستا په ژبه نه پوهيږي، ترجمن نشته، يو وارمي دا په زړه کي راغوټه کړه چې ورته ووایم، چې خالد صاحب په خرڅ دي کړم،،،  بيا مي ویل چې بندي سړی يي دا خبره راوګرځوه يو وخت به په ښه درشي.

زه يې موټر ته پورته کړم. تر شا يې دروازه را پسي وتړله، فیته  يې موټر ته ور واچله (کیسټ يې چالان کړ).

په پټو سترګو هم لاره راته معلوميدله چې ميدان هوايې ته مي وړي، د شورآندام کوتل، او چې د ميدان هوايې دروازي ته يې رسولم، دغه ځایونه ماته معلومیدل، د ميدان  په  دروازه چې موټر داخل شو، يو وار يو ځای ته ورغی، بيا بل ځای ته ،  موټر ودریدی، د شا دروازه يې خلاصه کړه، ماته نه معلومیده چې څه ډول موټر وو، سترګې،  لاسونه او پښې يې راتړلي وو، زما پښې يې کښته کش کړي، په دغه وخت کې سپي غپ کړل، د سپي غپ چې مي واوريدی وویريدم، ډول ډول خبرې مې مخکې اوريدلې وي، زما سره هم تشويشونه پيداشول،  نه پوهيدم چې په دي وخت کې امريکایانو زما عکاسی کوله يا څه؟ زه يې پړ مخي وغورځولم، کالي يې راڅخه وکښل، هغه د خلکو خبره مي یقين  شو، چې امريکایان څه کوي؟ دادی زه يې هغه ځای ته راورسولم.

لاسونه  مې شاته وو، ټينګ یي راوتړل، هتکړۍ يې ټينګې ورته واچولي، ما زګیروی وکی، دوی داسی یو بل شي را واغوست چې سر تر پایه يو شي وو (لوی کمیس)، زه يې بو تلم، هلته مې ګوتی ولګولي، ډاکټر یې راته راؤست، ویل يې زه ډاکټر یم، پوښتنې يې وکړي چې څه مریضي لری، کوم ځایونه دي درد کوي، له هغه وروسته يې بلاک ته بوتلم، د سیم خاردار (سیمانو) يوه اطاق کې يې ور وغورځولم، سترګی یې راخلاصي کړي، لاسونه او پښي يې را خلاصي کړي،  دوه نور بنديان وو، ما چې سترګي روڼي کړي، يو تور رنګه سړی  وو ومي نه پيژاندی چې دا سړی (انسان) دی، دهغه نفر له خبرو معلومیدله چې د وزیرستان څخه وو، بل نفر په دغه اطاق کې  اشپز (چې په زرمت کې د امريکايانو اشپزوو، کوم ملګري يې د غټ رتبه امريکايې دريشي سوزولي وه، هغه تښتيدلی وو، دی يې نيولی وو)  بندي وو، ماته يې وویل چې پورته شه، اطاق ته يې راوستلي، نور سترګې خلاصي  (روڼې) کړه، اطاق د سیم خاردار څخه وو، سیم خاردار يې د اطاق په ډول راڅرخولی وو، اطاق يې  ورڅخه جوړ کړی وو.

مازیګر يې تحقيقاتو (پوښتنو)  ته بوتلم، پوښتنې يې وکړي، يوه پوښته يې داوکړه چې تاریاک کوم قوم ډیر کرلي دي، ما ورته وویل چې د ګل آغا قوم ډیر کرلي دي.

دهغوی  وویل چې موږ تحقيقات کوو، ته بیره مه لره، که مشکل نه وو، شاید ته بیرته خپل کور ته ولاړشي،  موږ  خپل پوره تحقیق کوو، موږ ته مطلق طالب مجرم نه دی، او نه هم د طالب په نوم څوک مجرم  دی، موږ ستا په اړه معلومات کوو، بیرته يې زه هغه  د  سیمانو (اطاق) ته راوستلم، يو ترجمن راسره تر اطاقه راسره ملګری  وو، هغه چې زما حالت ولید، پښتون وو، خوا يې بده شوه، ماته يې وویل چې خبري کوتاه (لنډې) کوه، دغه خبره ما ډیره مفيده وبلله.

ماښام يې خوب ته نه پريښودلم، يوه ډله  امريکايې عسکسر بدل شول، بله ډله، او بيا درېیمه  ډله چې راغلل، ویل يې ولي ناست یې؟ ومي ویل چې خوب ته مي نه پريږدي، ويې ویل چې بیده شه، زه هم بیده شوم.

دلته زما دوه شپې او دوه ورځې تيرې شوې، اشپز او وزيرستانی چې زما سره په يوه اطاق کې بندیان وو، هغه يو څه په ژبه ورسره  پوهيدل، ويل يې چې امريکايانو ویلي چې طیاره (چورلکه/الوتکه)  راځي،  او موږ باګرام زندان  ته وړي..

درېيمه ورځ طیاره راغله چې باګرام ته مو يوسي، لاسونه يې راتړلي وو، سترګي هم، پښي هم،  تر وزرو(تخرګونو)  يې نيولي وو، زموږ تر تخرګو يې لاسونه ایستلی وو، ویل به يې چې سر کښته کړه، ډیر درد به يې کاوو، غټ غټ خلک معلوميدل، موږ يې نظامي طيارې ته د  شا له خوا ور پورته کړو،  په طیاره کې يې و تړلم، زما پر  ورنو يې يو کيبل تیر کړ،موږ درې سره يې  ټيګ  وتړلو، طياري چې لږ مزل وکړ، طياره به يې لوړه کړه بيا به يې کښته کړه، ما اوريدلي وو چې داسي کوي، باک (پرواه)  يې نه راکاوو، موږ يې بیرولو، يوځای يې طياره کښته کړه، ما فکر کاوو چې دابه باګرام وي. له طیارې څخه يې موږ  راکښته کړو، او زه يې سوکه (ارام)  راکښته کړم، هلته يې په موټر کې کينولم، هغه بل نفر يې موټر ته راوغورځاوو، په ماکې ومښتی، زه يې ډیر خوږ کړم، موټرپه کچه کې روان شو، ډیر غورځیدی، جمپونه يې کول، يو لوی سالون ته يې بوتلو، هلته يې د کندهار کالي راڅخه وايستل، نور کالي يې راواغوستل، پلاسټيکې عينکې يې راپر سترګو کړي، لاسونه چې شاته تړل شوې وو، مخته يې راوتړل، په اړخ يې پري ایستلو، پښې مو ټولې کړی نيولي وي، ویل يې چې ګورئ به نه، د عينکو تر کونج مي وکتل ماته امريکايې ناست وو، هغه دوه نفره يې جلا جلا ترما  مخکې  وايستل، درېیم زه وم، تر وزرونو(تخرګونو) يې ونيولم، په هوا يې اخستی وم، په لوړ اواز يې نارې راباندي وهلي، يو اطاق ته يې وروستلم، سترګې يې راته خلاصي کړي، هلته يو نفر ولاړ وو، ویل يې چې زه ډاکټر یم، ښځي هم وي، هغوی د ګوتو عکسونه اخستل، ډاکټر پوښتنې کولې، هلته يو غټ امريکايې ولاړ وو، هغه بيا ویل چې ماته به ګوري، په زوره زوره  يې ناري راباندي وهلي ویل به يې چې ماته ګوره، په يوه  وخت کې د ګوتو عسکونه، د ډاکټر پوښتنې او دهغه بل امریکايې نارې چې ماته به ګوري، د ډاکټر پوښتنې خلاصي شوې ويې ویل چې بويې ځئ، بيا يې سترګې راوتړلي، تر وزرو یې ونيولم، شاور ته يې وروستلم، دوه درې دقيقي يې اوبه په فشار (تيزې) راباندي را خوشي کړي وي، په زوره زوره يې نارې راباندي وهلي، بيا يې کالي راباندي واغوستل، په سترګو يې عينکې راکړي، يو اطاق کې يې وغورځولم، لاسونه، پښې او سترګې مي تړلي وو، بې خوبه وم، ما فکر وکړ چې ماښام دی، بيده شوې وم، همداسي په تړلي حالت کې له زنځيرانو سره، سهار يې يو شی راته راوړ، ډوډۍ وه، لاسونه او پښې يې را خلاص کړل، په پښو يې لويې موزي راکړي وي لکه کراسته (د پسو له وړيو يو ډول غټې موزي د جنوب کوچيان جوړوي )، پسخندې (رشخند) شيان وو، هغه يې هم راڅخه وکښل، نور کالي يې راته راوړل، او د ګودړ (يو ډول ټینګ ټوکر) بوټونه يې راپه پښو کړل، دوېيم منزل ته يې بوتلم، لوی د روسانو د وخت ورکشاپ وو، ما چې ودانۍ ته وکتل، مخکې ما د روسانو ودانۍ ليدلي وي، پوه شوم چې باګرام دی، دلته يې د لرګو غرفې جوړې کړي وي، زه يې په يوه غرفه کې واچولم، خبرې او هیڅ اواز نشته، لایټونه (ګروپونه)  لګيدل، ډیر تیز لګيدل( زياته رڼا يې کوله)، وخت هيڅ نه راته معلوميدی، چې شپه ده، ورځ، ماسپښين او يا کوم بل وخت، ډیر سرګردانه وم، د لمانځه وخت او د خوب وخت نه راته معلوميدی، نه پوهیدم، که به مو پوښتنه وکړه چې څه وخت دی، هغه به ویل ،  نو No، که به مو خبره وکړه، ناري به يې جوړې کړي چې خبرې مه کوه، چوکۍ به يې را واخسیتله، زما د لرګي غرفې ته بې ونيوله او غرفه به يې ټکوله، ټکوله، ډب او  ډب، دوی ، ښه به يې ډیر وډباوو چې بیا خبرې ونه کړو.

تشناب ته چې به مو وغوښتل ولاړ شو، لاس تړلې ، پښې تړلي او سترګې به مو هم تړلې وي، دوی به  بوتلو، يو پيټۍ (څلورکونجه) ډول پلاسټيکې  تشناب وو، څلور طرفه يې ديوال يا پرده نه لرله، یعني د روازه او هیڅ شي نه وو، يواځي  دغه څلورکنجه شی به يې په سپین ډاک (ميدان ) کې ايښې وو، او زموږ سره به يې څادر يا بل هیڅ شي نه پريښود چې د ځان پرده وکړو، نورو بندیانو او د محبس پهره دارانو به سړی لیدی،  چې موږ به يې  کښينولو به ،  دوه  امريکايان به راته ولاړ وو، ویل به يې ژر شه، ژر شه، بیرته به يې ژر را ولاړ کړو. اوبه په تشناب کې نه وي، چې ډیر وخت به ووتی راکش به يې کړو، که پتلون لوړ وو يا کښته دوی باک (پرواه)  نه پرې کاوو.

تحقيقاتو ته يې بوتلم، هغوی ته مې وویل چې  اوبه نشته او د لمانځه وخت نه رامعلوميږي، هغوی وویل که ته موږ ته سم تحقيقات راکړي، حقيقت راته ووايې موږ به وخت درښيو،که احوال سم راته ونه وايې، و خت نه درښيو، اوبه به هم نه وي،  تحقيقات يې دوه هفتي وکړل، ماته يې وویل چې موږ تا خامخا ګوانتانامو ته بيایو، ځکه ته موږ ته حقيقي معلومات نه راکوي، ما ورته وویل چې دغه معلومات دی نور خو ماته معلومات نه شته، هغوی ویل چې اسامه چيرته دی؟ د طالبانو مشر چيرته دی؟ دا اوس چې جنګ شروع شوې دا جنګونه څوک کوي؟  او زما سره دغه معلومات  نه وو هم نه.

دوه مياشتي يې په دغه کوچنۍ د لرګې غرفه  کې راباندې تيري کړي، ډوډۍ به يې د لرګو د غرفې په کلکين کې راته کيښودله، ماته هیڅ نه معلوميدله، چې ډوډۍ  په شپه او ورځ کې يو وار ورکوي، دوه واره او که درې واره،  سهار دی، که غرمه او يا ماښام، هیڅ نه پوهيدلم، ورځ او شپه نه راته معلوميدله، چې برق به ولاړی تکه توره شپه به وه، او چې برق به وو، سپینه رڼا به وه، هیڅ  د وخت درک نه راته معلوميدی.

دوه مياشتې وروسته يې کښته منزل ته راوستلم، هلته يې سيم خاردار  (ازغن سيم) څخه اطاقونه جوړ کړي وو چې ۱۰ – ۱۵ کسان به پکې وو، زه يې هم يوه اطاق ته ور وستلم. زه دونه (دومره) خوشاله شوم لکه زه چې يې له بنديخانې څخه ایله کړم، ځکه هلته مې نور بندیان ولیدل، په ژبه سره پوهيدلو، خبرې بندي وي، مګر پټه پټه خبره به مو کوله، وخت نه معلوميدی، مګر چې سهار به شو، رڼا به لږ معلوميدله، موږ به پوهيدو، لمونځونه مو په تيميم کول، داوداسه اجازه نه وه، ماسپښين وخت به هم راته معلومیدی، دوه نفره امريکایان به راته ولاړ وو، زموږ خولو ته به يې کتل، که به د چا خوله وښوريدله، بيا به يې ویل ګيري ماف، نيم ساعت به  بيا هغه سړی ولاړ وو، او له ځان څخه به يې لاسونه ليري نيولي وو، دلته مې څلور مياشتې تيري کړي.

يوه ورځ د سور صلیب له خوا دوه کاغذونه راغلل، ځینو بنديانو سور صلیب ته شکایت کړی وو، چې موږ ته اوبه نشته، د لمانځه وخت نه راته را معلوموي، لمانځه ته مو نه پريږدې، زه يې شاور(غسل کولو) ته ولاړ کړم، چې هغه خطونه زما پر ځای کې وو، دوی چې هغه خطونه ولیدل، فکر يې وکړ چې دغه خبره دغه سړي سور صلیب ته کړي ده،  يوه پوځې ښځه وه، هغه ماته خونپوره قهرجنه)  شوه، بس زه يې بوتلم، په يو کمربند يې وتړلم، چې لاسونه او پښې به يې سره وتړلي او سره ټینګ به يې کړ، سړی به کنجلک شو،  زه يې وتړلم  په يو اطاق کې يې وغورځولم، ما سور صلیب ته نه ؤ  ویلي،  ناحقه يې دغه شکنجه راکړه، د روژې مياشت وه، چې ماښام يې زه راخلاص کړم ( د حاجي مولانا صاحب د هغه وخت سخت  دردونه ور یاد شول، ژړا ورغله، ویل يې چې ډیره سخته او ناحقه شکنجه وه) ، زړه پر دي زور راکی چې ګوره نا حقه شکنجه بیا دونه سخته شکنجه يې ماته ولي راکړه؟  زه ډیر خفه وم، ملګري مي وویل چې خیر دا پيښيږي ( حاجي مولانا صاحب ته بيا ژړا ورغله )، ما ویل چې روژه ده، بنديخانه ده، او ناحقه شکنجه، چې روژه ماتي وخت به شو، يوه خرما به يې راکړه، ډوډۍ به يې نه راکوله، ویل به يې چې د ډوډۍ وخت نه دی پوره شوی، بیا به يې نا وخته په کڅوړو کې يو رقم سړه ډوډۍ راوړه، هغې به بوی کاوو، دوه رقم شيان به وو چې يو د چرګ غوښه وه، ډیر خراب شی وو،  هغه ما نه خوړله، په يو کوچنې قطعي (ډبي) کي به څو دانۍ کشمش وو، او په بل قطعي کې به څو داني د افتاب ګرادان (لمر مخي)  تخم (زړي  / زڼي)  وو، هغه  به ما خوړل، ګوزاره نه باندي کيدله، د چرګ غوښو به بد سوړ بوی کاوو، ما نه خوړله، زما ملګري بيا غوښه خوړله، ما به غوښه هغه ته ورکړه، هغه به هغه دوه قطعي ماته راکړل، دوه بیسکوټه به هم وو،  کلک کلک، زما غاښونه هم کمزوري وو، خوړل يې مشکل وو،  روژه مو دلته تیره کړه، تر شلم واوښتله، بيا تحقيقات شروع شول، ځينو به ویل چې موږ پريږدي، ځينو ویل چې بل ځای مو انتقال کوي، ۲۷مه روژه چې سهار لمونځ مي وکړ، کسان يې ولاړول، زه يې هم ولاړ کړم، شاور ته یې بوتلم، هلته يې ژیره راوخریله، سترګې يې را وتړلي، کالي يې نور راباندي واغوستل، يو اطاق ته يې بوتلم، نور کسان يې هم راوستل، اتلس کسان يې سره برابر کړل، دغه کسان موږ ټول د ګوانتانا مو له پاره وو، هغه کسان چې ګوانتانامو ته يې بیول هغوی ته یې ژیرې ور خريېلې، او هغه کسان چې کورته يې پريښودل، هغوی ته يې ژیرې نه ور خريېلې، دلته مو ښه ډیر انتظار وکی، بيا يې يو غټ موټر ته وخيږولو، په کچه  (خامه سړک) کې موټر روان وو، طیارې ته يې وروستلو، په طیاره کې يې کينولو ، ټينګ يې وتړلو داسي ټينګ، زما پر سر يې يوه خولۍ را اغوستي وه، دهغې سربیره يې عينکې پري  ډیري ټينګې راوتړلي، لاسونه یې راوتړل، د لاسونو ترمنځ يې يو بل ځنځير کش کړ، هغه به يې د چوکۍ په شا پسي قلف کی، دلته ماته څه نا اميدي وه، چې ګوانتانامو لیري ځای دی، بيا خدای خبر چې سړی به کله راځي، داچې ګوانتانامو ته يې وړي، نو د ډیرې زمانې له پاره به يې وړي، که نه وي نو د څه له پاره يې هلته وړي؟ نااميدي ډیره وه، چې بیا به کورته سړی راشي که نه، نور تشویش ډیر راسره نه ؤ، ویل مې چې ښه ده په بنديخانه کې به مطالعه وکړم، کتابونه به ووایم، او قران به ښه زده کړم، اوريدلي مې وو چې قران او د کتابونو مطالعه هلته کيږي، په دي مې ډیر طبیعت برابر وو،  د ورځي نه يا لس بجې طیارې پرواز وکی، د شپې يو ځای کښينستله، بيا يې پرواز وکی، موږ ته يې لږ کيک د خوړلو له پاره راکی، هغه هم د  ترجمان په لاس، زموږ لاسونه تړلي وو، بيا يې ویل چې د خوب ګولۍ خوري، ورته مي وویل چې هو، ګولۍ مې وخوړله، دغه شپه تیره شوه، بله ورځ تیره شوه او بله شپه ، بله ورځ ماسپښين ورسيدو، چې موږ یې له طیارې کښته کولو، سپې غفل مضبوطه،  موږ پوهيدلو چې سپی کار نه رالري، يواځي غاپي، غټ موټر ته يې وخيږولو، موټر ګړبیدی، جمپونه يې کول، يو  ځای بيا داسي وو لکه چې په کښتۍ کې وي، نه ګړبیدی، بيا چې کله له کښتۍ څخه خلاص شو، بيا ګړبی شروع شو، موټر روان وو، يو ځای يې له موټر څخه کښته کړو، هلته شګې هوارۍ وي، دلته يې لمر ته کښينولو، عسکرو اوبه راوړي، ناري يې وهلی چې واټر واټر، زموږ يوه ملګري وویل چې زما خو روژه ده، هغه ته مو وویل چې دوه شبانه روزه تیر شوې، هسي يې وڅښه، بیا يې شفاخاني ته ننه ایستلو، يو لوی سالون وو، هلته تشنابونه وو، د باګرام کالي يې راڅخه وغورځول، شاور ته يې بوتلو، نور بوټونه يې راکړل، په لویو بروشونو يې پريوللو، بروشونه يې زموږ په بدن پسي  ټينګ ټینګ موښل، بيا يې ډاکټر ته راوستلو، ډاکټر پوښتنې کولی، چې کوم مرض خو به نه لري، په کور کې خو به مو توبرکلوز مریضي يا داسی بله خطرناکه مریضي نه وه، بيا يې له ډاکټر څخه راو ایستلم، په يو کوچني موټر کي يې کښینولم، چې تحقیقاتو ته مي يوسي، په دغه وخت کې ما لمر ولیدی، چې لمر وو، هوا د ماسپښين راته معلوميدله، خوشاله شوم، هیڅ خفګان مي نه دی کړی، تحقیقاتو ته یې بوتلم، هلته يې په يوه اطاق کې کينولم، وار له واره يې ایرکنډیشن راباندي را ایله (چلاند) کی، دا د دوی جزا وه، ډیره یخه هوا يې کوله، ځنډ وروسته مې لاس وښوراوی، بغل ته يوه شيشه وه، يو سړی راغی، ماته يې وویل چې له دغه ایرکنډیشن څخه ډیر په عذاب يې؟ دوی دا ډول جزا راکوله، بيا يې سړه هوا کمه کړه، درې نفره راغلل، يو ترجمن او دوه امريکایان وو، زما محقق جاني نومیدی، ښه سم سړی وو، سم وضعیت يې وکی، ماته يې وویل چې د کندهار او باګرام تحقیقات ماته په درد نه خوري، ماته نوی تحقیق راکړه، ماورته وویل چې زما هغه تحقیقات دی کوم چې مي په باګرام کې ورکړی، تحقیقات يې وکړل، بيا يې وویل چې باګرام څنګه ځای وو، ورته مي وویل چې باګرام ډیر وحشي ځای وو، ویې ویل چې دا(ګوانتانامو) سم ځای دی، دلته به اوبه وی، لمونځ به کوئ، او سمه ډوډۍ به وي، دلته جوماتونه شته، دلته خبرې شته، بس تشویش مه کوه، له دغه ځای  څخه يې را وایستلم، ماخستن وو، په يوه غرفه کې يې ور داخل کړم، دلته په غرفه کې اوبه وي، يو څه غورمه رقم غوښې پرتې وي، دونه خوشاله شوم، ماویل چې کاشکي هغه نور بنديان چې په باګرام کې دی، هغه هم دلته راغلي وای، يوه میاشت تحقیقات روان وو، په بندو کوټو کې يې ساتلي وو، يوه میاشت وروسته يې له دغه ځایه وايستلو، موږ هغه اتلس نفره چې له باګرام څخه يې راوستلي وو، سره يوځای شولو، بل بلاک ته يې بوتلو، هلته مو پنځلس يا زياتي ورځې تیرې کړي، پس له هغه يې له نورو زړو بنديانو سره يوځای کړو، چارلي بلاک ته يې بوتلو، دلته يې له زړو (پخوانيو) بنديانو سره يوځای کړو، دلته يې ابومحمد هم راوستی، ملافاضل اخند هم وو، نور ملګري چې څه څه شناخته وو، هغه يې هم راوستل، دغه بلاک يې په ډک کی، دلته اوسیدو موږ نوي او زاړه یې سره ګډ کړو، بيا اوازه شوه چې بل کمپ د پنځم کمپ په نوم جوړيږي، هغه ډیر سخت دی، بعضي عربان او افغانان يې بيا هغه کمپ ته بوتلل، زه يې څه وخت وروسته څلوم کمپ چې يو څه تر دانورو  ښه وو، هغه ته يې بوتلم، په څلورم کمپ کې بيا ما ډیر وخت تیر کی، څو مياشتي هلته وم، زه او ضعیف صاحب په يوه کوټه کي وو، دلته يو کس د عبدالرحمن په نوم وو، هغه زما په څنګ کې وو، چا ویل پاکستانی ده،  چا ویل افغانی دی، بيا يې يو وخت زه تحقيقاتو ته بوتلم، ماته يې وویل چې دغه کس پيږنې؟ د طالبانو په وخت کې يې کار کړی دی  کنه ؟ ماورته وویل چې زما څخه زما د ځان پوښتنه کوه، دده څخه دده پوښتنه کوه، محقق  ویل يا (نه)! دادی کمپيوټر مي راوړی،  ستا درواغ او رښتيا زه معلوموم، دغه سړی  لاري  نومیدی، ویل يې چې نعیم کوچی مي ایله کی، فلان او فلان مي ایله کړل، که دي ماته رښتيا وویل تا هم ایله کوم، ما ویل سمه ده، داستا کمپیوټر چې داسي رښتيا وايې نو سمه ده، څلور پنخه سواله چې يې وکړل، دايې وویل چې دغه سړی ته پیژني، ما ویل داخو خود پيژنم، زما پر څنګ دی، ویل  يې يا! په افغانستان کې په طالبانو کې وو کنه؟ ماویل زه نه یم خبر، ویل يې په افغانستان کې يې له طالبانو سره وظیفه اجراکړی ده کنه؟ ماویل زه نه يم باندی خبر، دباندي ووتی ، کمپوټر يې ورسره واخستی، بیرته چې راغی، ماته يې وویل چې تا ماته درواغ ویلي دي، ما ورته وویل چې دا ستا کمپيوټر داسي درواغ معلوموی، ورشه دهغه سړی  (عبدالرحمن) په غاړه کې دغه دکمپيوټر ګوشي ورواچوه، دهغه درواغ دی معلوم کړي، زما درواغ ولي معلوموي؟ پر دي مو سره جنجال شو، زه يې جزايې له څلورم کمپ څخه بیرته څلور مياشتي وایستلم، داسي جزايې چې يوه غرفه وه، يوه کمپله يې راکړي وه، د شپي هوا لږ سړه وه، لاندي اوسپنه وه، کمپله هم ډیره کمزوري وه، څلورمياشتي مي دغسي  سختي تیري کړي، بیرته يې اول درجې ته راورسیدم، زه يې څلورمه درجه جزايې کړی وم، هغه سړی (عبدالرحمن)  چې زما څخه يې دهغه په اړه تحقيقات کول، هغه يې ایله کی، ماته يې دهغه پر سر څلور مياشتي جزا راکړه، بيا په دي بلاکونو (چې د جزا له پاره ځانګړي دغه ډول  نږدې ۱۵ بلاکونه وو، زه هم په يو  له هغو بلاکونو کې وم، چې نوم يې اوس راڅخه هیر دی) کې وو،  مظاهره وشوه، درې عربانو ځانونه مړه کړل، د قران په اړه مظاهره وه، بنديانو او دوی (امريکايانو)  تړون درلود، بنديانو ورته ویلي وو چې له نامه لاندي تر ځنګنو  پوري، د بندن په دي برخه  کې به شی نه ساتي، او په قران کې به کاغذ نه ږدي، دوی به راغلل، يا به يې ددغو ځایونو تلاشي کوله او يا به يې د قران تلاشي کوله، بنديانو ورته ویل چې تاسي له موږ سره تړون کړی، داکار مه کوئ، ټول جنجالونه د  قران پر سر کیدل، مظاهر ه دی حد ته ورسيدله چې خلکو ځانونه مړه کړل، غرفي وي، نوی عسکر يې راوستل، سهولت راغی، نوی عسکر په خړو دريشیو کې وو، هغه پخوانیو  پړانګي دريشي درلودلي، نوو عسکرو د بنديانو سره ښه ګو زاره کوله، کمپلي يې ور پريښودلي، کله چې درې تنه عرب بنديان په ګوانتانامو کې په خپل اطاق کې مړه شول ، له دي وروسته يې اته مياشتي پر موږ ډیره سختي راوستله، نه يې دباندي پريښودلو، ماخستن چې به د خوب وخت شو، يوه بجه به شوه، دوی به ځنځیران  ( چې کوټې به يې تلاشي کولي، بندي به يې له کوټي څخه دباندي ایستی، او پښي او لاسونه به يې په ځنځيرانو ورتړل) راوړل، درسته (ټوله)  شپه به يې کوټې تلاشي کولي،  دا هر څه تیر شول.

يو وخت زما غاښو وینه کوله، شکايت مي وکی چې غاښونه مي وينه کوی، درد کوي، په هفته کې دوه واره  نرسان د سيکال په نامه وو ګرځيدل، هغوی ته مي شکایت وکی، چې یو شي څښم يا خورم، خوله کې مي وینه راشي، ډاکټر ته يې بوتلم، هلته به يې د مريض په کټ باندي موږ پري ایستلو، باالعکس پښه او لاس (راسته لاس، چپه پښه ، يا چپه لاس راسته پښه) به يې ټینګ ټينګ په کټ پوري وتړل، ماته ډاکټر وویل  چې ستا یو غاښ کښل غواړي، ستا مشکل له دغه غاښ څخه دی، ما ویل سمه ده، غاښ يې ونه کښي، بیرته يې راوستلم، نه مياشتي وروسته د شپې يې لاسونه او  پښې په ځنځيرونو راوتړل (په اطاق کې موږ تړلی نه وو)، ویل يې  چې تا موږ بيایو، ما ویل چيري مي بياست، ویل يې راځه، شفاخاني ته يې بوتلم، ډاکټر ویل تا شکایت کړی وو، ومی ویل چي نه مياشتی مخکې وو، اوس بيا هم ښه دی، مګر هغه ډاکټر په هغه وخت کې  ویل چې داغاښ وکاږي ښه دی، هغه غاښ لږ نيمک (مات) وو، ما ورته وویل چې دغه غاښ وکاږئ، دوی زما روغ غاښ راڅخه وکښی، يوه ښځه وه، ډیر يې تکليف کړم، په خوله کې يې ربړ راکړی وو، لاسونه يې هم راتړلي وه، نيښ (انیاب ) غاښ ډیر کلک غاښ دی، دغه غاښ يې راڅخه کښلي وو، خراب غاښ په زامه کي پاتې وو، بيا يې وروسته هغه نيمک غاښ وکښي، زه يې  د عربانو بلاک ته راوستلم، د دردونو له امله مې تبې وي، ډیر تکليف وم، عربانو به راته ویل چې الله ج دي شفا درکړي، دا پيښيږي، اطمنان يې راکی، دغه وخت هم تیر شو، بله مظاهره وشوه، د بنديانو او امريکايانو تر منځ جنګونه  ډیر کيدل، دلته مي هم وخت تیر کی، بيا يې څلورم کيمپ ته بوتلم، هلته وم،  بندیانو بيا له عسکرو سره جنجال وکی، بیرته يې زړو بلاکونو ته چې يوه يوه غرفه وه هلته را نقل کړو، دلته وم، کیسه لنډوم، خبرې خو ډیري دی، ترجمن له يو بل امريکايې سره راغی، ماته يې وویل چې دا  ستا وکیل دی، د بحري قواوو نظامي صاحب منصب دی، محکمه غوندی شی وو، دوی تابینال ورته وایه، ویې ویل چې محکمې ته به راځي، که خپله راځي هم، او که ته رانه شي، موږ ستا په غیاب کې فیصله کوو، چې هر ډول فیصله مو وکړه؟  ويې ویل ته راځي که څنګه؟ومي ویل چې زما وکیل خو به زما په خوښه وو، داخو نظامي سړی دی،  د حکومت طرفداري کوي، ده ویل يا! ما ورته ویل چې سمه ده زه راځم، مخکې له تګ څخه  يې  پنځلس سوالونه راوړل چې جوابونه ورته ولیکم، ما ورته وویل چې زه يې هلته سوال په سوال ځواب درته وایم، ليکلای يې نه شم، څو ورځي وروسته يې ځينځران راوړل (چې پښې او لاسونه يې پرې راوتړل) بويې تلم، ماته يې وویل چې ته حاضر يې چې سوالونو ته ځوابونه ووايې؟  ماویل هو، ورته مي وویل چې ماته څه فايده کوي؟ ترجمن ویل ستا فایده ده، يوې کوټي ته يې بوتلم، په چوکۍ يې کښينولم، لاسونه او پښې مي تړلي وو، دلته يوه مختبله (غټ ميخ)  وو، زما پښي يې په ميخ  پسي قلف کړي، لاسونه مې هم تړلي وو، څنګ ته مي ترجمن کښيناست، څلور پنځه نور کسان راننوتل، يوه پکې ښځه وه، چې د کرنل نښان يې درلود، دوی ډیر ږغ او دارو مدار نه درلود، سپیکرونه وو، دوی ټایپسټ هم کاوو، لیکنه يې هم کوله، سوال به يې کاوو ما به ځواب ورکاو، بيا  دغې ښځې  هغه بل نفر ته وویل چې ته خو به اعتراض نه لري، که به يې اعتراض درلود ما به ځواب ورکی، په اخر کې يې راته وویل چې درې څلور مياشتي وروسته به تاته يو کاغذ راشي، يا به ته خپل کور افغانستان ته ولاړشي او يا به شپږ مياشتي دلته پاتي يې، یابه دی د افغانستان حکومت ته سپارو، ډیر وخت وخت وروسته يې زه يويې کوټې ته بوتلم، چې يو زوړ محقق او يو ترجمان وو، کوچونه  ( چوکۍ) به وو، ميوه به وه، ښه چای به يې ايښی وو، بیا به يې ماته وویل چې تیر هیر اوس څه چل کوي؟ ما به ویل چې ولاړ به شم، خپله ګوزاره به کوم، خپل عيال (اولاد)  ته به نفقه برابروم، بيا به يې ویل چې رښتيا ووایه ته به څه کوي؟ ما ویل چې زه ولاړشم، تجارت کوم، ویل يې چې مالونه به دکوم ځایه راوړي؟  ما به يوځای ورته یاد کی، یا به مي و رته وویل چې په خپل ولایت کې يې رانیسم، يو بهانه به مې ورته وکړه، بله ورځ يې وویل که ته افغانستان ته ولاړشي، تاته د ملاصاحب نماينده راشي، پېغام درته راوړي، ياتا وغواړی، يا درته ووايې چې راشه جهاد وکړه، ته څه ورته وايې، ما فورا ورته وویل چې زه داسړی پولیسو ته په لاس ورکوم،  په دی شرط چې حکومت زما حمایت وکړي ، يو دار او مدار مي کاوه (ځان مې خلاصاوو)،  ده راته وویل ګوډ ګوډ،  دغه اصلي خبره ده، درې څلور مياشتي دغه زاړه سړي پوښتنې راڅخه کولي، بیا به يې عکسونه راوړل، چې په افغانستان کې دغه خلک هلوکان وژني، نجوني وژني مکتبونه سوځوي، ما به ویل چې دا خو بيخي نارواه دی چې هلوکان او نجوني وژني، ما ویل چې دا نو ولي وژني؟ ویل يې د کرزي په خاطر، ما ویل چې کرزي دي له حکومت څخه  تیر شي، چې دده په خاطر خلک کوچنيان وژني، هغه هم ناروا کوی، چې کوچنيان وژني، دی (کرزی)  دي هم له دي  حکومت څخه تیر شي، بيا يې ویل چې ته له حکومت سره ګومک وکړه، ما ویل زه له حکومت سره څه وکړم؟ که اقتصادان (اقتصاد پوه)  وی د دنيا څخه اقتصادانان راغلي زه خو نه پوهيږم، که ته وايې چې جنګ وکړه، زه خو نظامي سړی نه یم، نه په پوهیږم، نه ما جهاد کړی، نه په توپک پوهيږم، نه مي توپک چلولی دی، زه ځم خپله غریبي به کوم، ددغو محقيقینو هم شک راڅخه وختی، اخر دوی هم دغه نظر ورکړی چې سړی خوشي کړئ، هیڅ لا هم نه شي کولای.

څلور مياشتی وروسته ماته يو امریکايې خبر راوړ چې زیري درکوم چې ته خوشي کيږي، خپل کورته به ځي، ویل يې خوشاله یې ؟ ما ویل خود خوشاله یم. اخطار يې راکړ، دوه خبري وي، ویل يې که بيا ته موږ د القاعده او يا طالبانو په تور ونيولي بيا ستا خلاصيدل نشته، دا خبري ته مني کنه؟ د طالبانو سره به ستا اړيکې نه وی، د القاعده سره به نه وي،اخطار يې راکی چې د طالبانو او القاعده په تور بيا موږ تا ونه نیسو، درې يا څلور ورځي وروسته د سور صليب کارکوونکې  راغلل، ویل يې چې ته او فلان فلان موږ سره يو ځای کوو، بيا به مو وړو، يو شپه يې ماښام موږ سره يو ځای کړو، په يو غټ ملي بس رنګه موټر کې يې واچولو، د موټر شيشو ته تور پلاسټیک ورکول شوی وو، يو ګروپ ګروپ به معلوميدی، د هر نفر سره يو عسکر ناست وو، زموږ پښې او لاسونه تړل وو، موږ پنځه نفره وو، ټول يې د طالبانو په تور نيولي وو،  مولوي محمد شریف د شبرغان، حاجي آمین الله د کندز، عبدالغنی د بولدک، یعقوب د بغلان، او زه،  موږ يې په موټر کي راوستلو، بيا هم لکه چې په کشتي کي هم موټر لږ سفر وکی، ميدان ته يې راوستلو، ټول ګروپونه يې مړه کړل، يوه غټه طیاره ولاړه ده، نظامي طیاره ده، دلته چې يې له موټر څخه کښته کړو، داسي سخته تلاشي يې راڅخه وکړه ، چي په خوا دوی نه وه کړي، طيارې ته يې پورته کړو، سترګې، لاسونه پښې يې ټينګ ټينګ  را وتړل، په چوکۍ پسی يې هم وتړلو، ماسختن ۱۲ يا يوه بجه به وه، چې  طيارې پرواز وکړ، په طياره کې نظامي عسکر هم وو، د هغوی بستري او بکسونه هم  وو، د طياري په مابین (مينځ) کې سيټونه (چوکۍ) وو، موږ يې پکې وتړلو، شپه تیره شوه، ورځ، بله شپه، دابل سهار طیاره کښته شوه، چې سترګې يې راخلاصي کړي، ومي کتل ما د باګرام غر وپيږندی، چې داخو د چاریکارو غر دی، زموږ د سترګو عکسونه يې واخستل ،بیرته يې سترګې راوتړلي، بيا يې په يوه موټر کې واچولو(سپاره کړو)، هیلي کپټر ته يې وروستلو، هلته يې پکې کينولو، موږ يې يو ځای ته راوړو، هلته يې طياره کښته کړه، چې کتل مو افغاني عسکر وو، خوارځواکې خوارځواکي، نه پوهيدو چې دا اوس کوم ځای دی، چې ومو کتل برجونه او بلاکونه، پوښتنه مو وکړه چې دا کوم ځای دی،عسکرو ویل چې پلچرخی دی، پلچرخي زندان کې يې داخل کړو، دوې مياشتې په کندهار محبس کې، شپږ مياشتي باګرام زندان کې، څلورکاله دګوانتانامو زندان  کې او څلور مياشتې مې د پلچرخي زندان کې تیرې کړلې، پلچرخی زندان دوه برخې وو، يوه برخه يې په وزارت داخله او بله برخه  يې په  وزارت دفاع پوري تړلي وه، موږ د وزارت دفاع په بخش کي وو، دلته هم امريکايانو زموږ  څارنه کوله، موږ چې يې راوستلو، ډوډۍ ښه وه، دعسکرو روش  او برخورد هم ښه وو، دلته دونه مشکلات نه وو، يوه مياشت کوټه قلف وو، سره کالي يې را اغوستي وو، زموږ فکر وو چې امريکايان موږ ازمويې،  چې دوی څنګه ګوزاره کوي؟  موږ ښه ګوزاره کوله، یعنی که چیري موږ دلته جنجال کړی وای، هغه نور د ګوانتانامو خلک يې بيا نه راوستل، چي موږ پنځه کسانو ښه ګوزاره وکړه، تر موږ پس يې بل ګروپ رواستی، بل ګروپ یې راوستي، دي لړۍ دوام درلود، پس له څلور مياشتو يې له محبس څخه راوایستم، ماخوستن يې د اخندزاده صاحب (مولوي وکیل احمد متوکل) کورته راوستلم، د لوی اختر شپه وه، صالحي چې ویل يې  په ارګ کې کار کوم، زه هغه راوستلم، اخندزاده صاحب ته يې وویل چې يو کال به ستا په ضمانت کي وي، يو کال څخه  وروسته هم بيا دلته کابل کې پاتي شوم، کندهار ته نه ولاړم، کور مي د کندهار څخه راوستی.

خدای ج دي نور بنديان هم خپلو کورونو ته  راولي، هغوی هم  په تکلیف دي، حتی بعضي بندیانو  به  ویل چې نظر بند وای خو چې له دغه ځای څخه وتلای وای، لکه ملا عبدالسلام ضعيف  چې نظر بنده دی، ، له خپلو اولادو سره خو به وای، شايد دی يې هم را  نقل کړی وای، خو مشکلات نور ورته پيش شول، چې دی او هغه نور لا هلته دی، او ډیر عاجزه خلک په هغو کې پاتي دي

بده خاطره:

چې د خراب غاښ پر ځای يې سم غاښ راڅخه وکيښ، بل داچې د بل بندې پر ځای يې زما څخه تحقیقات کول، بل داچې زما ملګری ملاعبدالغفار اخند  چې د شاوليکوټ ولسوالي د کجورو د کلي اوسيدونکې وو، دولس ورځي یخی کاوو، ماسپښين به يې يوړ، ماسخوتن به يې ۱۱ بجي یخی راوړ،  دهغه پر بدن به يې اوبه  توی کړي وي، ایرکنډيشن به يې باندي چالاند کی، سړی به يې ماخوستن یخی اطاق ته  راوړ. موږ ټول بنديان به سخت ورته ځوريدلو.

د وري درېيمه، ۱۳۹۳ ل کال

یادونه: ددي لیکنې ټول حقوق د لیکوال سره خوندي دي، د لیکوال د اجازې پرته يې څوک د نشر، خپراوي او چاپ حق نه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالهادی امینی

سلام د مولوی عبدالرزاق فتاحی صاحب د زندانو قصه می د ډیر هغه درد نور هم زیات کړ کوم چی د مزدور خرڅ سوو افغانانو او بهرنیانو د ظلمونو د لاس لرم. دا هغه درد دی چی هر انسان ئی د بل بشر سره د همدردی په خاطر لری. موږ افغانان ډیر بد خلک لرو چی به لږ څه سره خبل ورور پر بل هغسی دښمن خرڅو چی سبا موږ هم نه ساتی او بل مزدور نیسی او موږ په ترټی. د تور او سپین غوائ قصه ده چی تمام نه لری. خو موږ به کله یو سو تر څو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x