افغانستان

د غور په یوه جومات کې هم چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ تله، ۱۳۹۶): د راپورونو سره سم نن د جمعې په ورځ د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې هم د یوې چاودنې له امله په لسګونو کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د دولینه ولسوال احمد حسین دانشیار رسنیو ته ویلي چې نن د جمعې په ورځ مازدیګر د لمانځه پر وخت د خواجه ګان په جومات کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۳۰ تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي چې بریدګر یو سرتیری وو چې پر ځان یې چاودېدونکي تړلي وه او ځانته یې د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړه.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته د پيښي تصدیق کړی او ویلي يې دي چې ۲۰ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

خو د غور ولایت د پولیسو ویاند اقبال نظامي بیا رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ماښام لمانځه پر مهال د خواجه ګان په جومات کې را منځته شوه چې له امله یې د اربکیانو د یوه قومندان «فضل الاحد» په شمول یو شمیر نور اربکیان ووژل شول.

د چاودنې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په کابل کې نن د شیعه ګانو د امام زمان پر جومات د چاودنې مسؤولیت داعش په غاړه اخیستی دی، په دغه چاودنه کې په قریب څلویښت کسان مړه او پنځوس ته نیژدې نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون . په دی کی شک نشته چه په مساجدو او مدارسو کی بمونه غورزول د داخلی او خارجی استخباراتو په لاس یا دستور تر سره کیږی ، حیرانوونکی یی د اده هر ځوک جه دا کار ترسره کوی انتحاری نه دی ، مسجد ته د انتحاری راتګ څه اړه ده ، په اسانی هر حوک کولای شی یو ځای د لاس کځوره کی هم بم کیږدی او له یوه لیری ځای یی د رمومت کنترول په واسطه انقلاف کړی ، هر څوک چه وایی دا انتحاری حمله وه هغه کس خپل ماته مظنون کس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x