افغانستان

د کونړ په ډله یېز برید کې لسګونو حکومتي منسوبینو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: نن له غرمې مخکې خوا و شا یوولس بجې د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته پر یو شمېر حکومتي منسوبینو چې بانک ته د خپلو معاشاتو د ترلاسه کولو لپاره را ټول شوي ول، د دوو تنو له لورې ډله ییز برید وشو او لسګونو تنو پکې مرګ-ژوبله واوښته.

محلي امنیتي سرچینې وايي، چې برید د دوو تنو په وسلو سنبالو کسانو له لورې پیل شو او تر ډېره یې دوام وکړ، چې په پایله کې یې لسګونو امنیتي منسوبینو، حکومتي مامورینو او نورو چارواکو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
یوې ځايي باوري سرچینې وویل، چې په دې برید کې ۵ تنه پولیس چې د معاش لپاره د بانک د دروازې مخې ته په نوبت کې ولاړ ول، وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.
بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او زیاتوي چې : «برید لومړی دفدايي مجاهد عبدالرحمن لخوا د واسکټ په انفجار سره پيل شو چې په دروازه کې يې عسکرو ،پولیسو او اربکيانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، وروسته بل فدايي مجاهد عمران د بانک دوهم منزل ته وخوت چې له عسکرو او پولیسو ډک وو، هلته يې د ۲ ساعتونو لپاره په مسلسل ډول د د ښمن وژلوته دوام ورکړ او دښمن ته له سختو تلفاتو وروسته ، نومړی مجاهد هم دشهادت لوړ مقام ته ورسید.»
د نوموړي له معلوماتو سره سم په برید کې ۲۸ تنو پولیسو،اربکیانو او نورو حکومتي منسوبینو ته ژوند له لاسه ورکړی او همداراز ویل کېږي، په لومړي واسکټ بم برید کې هم د مرورې ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان شوکت په ګډون شپږ تنه اربکیان وژل شوي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د برید د غندنې ترڅنګ دا هم زیاته کړې، چې په مړو او ټپیانو کې امنیتي او ملکي کسان دواړه شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x