شعـــــرونه

نړی ته ډالی

خیر دې که ستړی یم نړې خو لا بی ځانه نه یم
ما ستړی کړی یې نړې زه بی ایمانـــــــه نه یم

ماسره نو ډغــــــرې مه وهه نســـکوره به شی
زه لا اتـــــــل یم دنړی په مټ ستومانـــه نه یم

که یم هر څومره غورځیدلی خو پرمخ روان یم
ژوندې کاروان یمه نړی زه بی سـاروانه نه یم

ستا ناپـــوهي ده چې پیغــور د تنهایي راکــوی
راباندې مري هزار هزار زه بی جانــانه نه یم

غـلامي نه منم خو ربــه ستـــاغـــــــلام پیدا یم
چې راسره یې یم هرڅه خو بی له تانـــه نه یم

مفتونه بیا به ماتې پښې او مات سرونه یوسي
ورپسې خوشې لالهــــانده سرګــــردانه نه یـم

نن پر ټـټر دې تېر ټپونه تــــــازه شوي غواړم
د مکناټین خواخوږیه ورک لا له جهانـه نه یم

زه نوید ځمه یارته وایم چې دی خوا نه پریږدم
که څه دا لاره ده ستنونزمنه زه پښیمانــه نه یم

نوید عمرخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x