مصر: په پلازمینه کې ۳۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): د مصر امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ جمعه په قاهره ښار کې د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې ۳۵ عسکر ووژل شول.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور سره سم د پلازمینې قاهره ښار په لویدیځه کې پولیسو د وسله والو مخالفینو پر یوه پټنځای چاپه ووهله، خو وسله وال له مخکې خبر او کمین یې ورته نیولی وو چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پېښه کې یو شمیر مخالفین هم ووژل شول.

د مصر ځینو رسنیو د ۱۶ پولیسو خبر ورکړی، د رویټرز خبري اژانس د ۳۰ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی او د «الیوم السابع» په نامه ورځپاڼې د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، چې په چاپه کې ګډون کوونکي امنیتي ځواک څخه یوازي یو ضابط او څلور عسکر روغ ووتل، په وژل شویو کې ۶ ضابطان شامل وه، چې په هغو کې یوه ضابط د برید جنرال رتبه لرله.

سرچینې ویلي چې امنیتي ځواک د قاهرې ښار له مرکز څخه لویدیځې خواته ۱۴۵ کیلومتره لیري غوښتل چې د «حرکة سواعد مصر (حسم)» پر یوه مرکز برید وکړي او هغوی ټول ژوندي ونیسي، خو خبر نه وه چې د یوه کمین سره به مخ شي، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د «حسم» وسله واله ډله په مصر کې د اخوان المسلمین د حکومت پر ضد د انقلاب وروسته را منځته شوې ده او له هغه راهیسي کله نا کله پر پولیس او امنتي ځواکونو ډزي کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د