افغانستان

حامد کرزي پروني بریدونه په سختو ټکي غندلي دي

ولسمشر حامدکرزي د کابل په دارالامان کې د ټاکنو پر ساحوي دفتر او په کنړ کې د کابلبانک په څانګه بريدونه سخت وغندل. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا بريدونه ځکه کېږي چې په راتلونکو ټاکنو کې خلک د رایو اچونې نه منع کړي. حامد کرزي په بريدونوکې په وژل شويو خواشيني ښکاره کړې او یوځل يې بیا په ټینګار ويلي چې یوولس ورځې وروسته به میلیونونه افغانان په ډاډه زړه رايې اچونې ته روان وي.
یاد بریدونه د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال هم غندلي دي. دا بريدونه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د ټاکنو دګډوډولو خبر ورکړی او نږدې په اوونۍ کې يې دا درېیم مرګونی برید دی. دې بريدونو عامو خلکو ته داسې اندېښنې ورپیداکړې چې په کابل کې ټاکنیز دفترونه خوندي نه وي، نو په ولایاتوکې يې څوک ضمانت کولای شي. د چارو شننونکي پر دې باور دي چې که داسې بریدونه دوام وکړي، ښايي راتلونکې ټاکنې یواځې د ولایاتو په مقرونو پسې محدودې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x