د ښځې او سړي توپیرونه

پوهنیار سید اصغر هاشمي

حوت ۰۵, ۱۳۹۳ عزت د ښځمنو حقوقڅرګندونې تړلي

د ښځې او سړي توپیر،څومره خوشې خبره ده! دا چې د شلمې پېړۍ په نیمه کې یو،ښکاري اوس هم په شاوخوا کې داسې وګړي وي،چې دا شان د منځنۍ پېړیو فکر ولري او د ښځې او سړي د توپیر په زوړ او چینجو وهلي فکر پسې ځي او انګېري،چې ښځه او سړی يو له بل سره توپیر لري او ښايي د منځنیو پېړیو د خلکو په څېر انګېرنه لري،چې ښځينه پرېوتی دي او بشپړ انسان نه دی،ښځه د انسان او څاروي ترمنځ برزخ دی او دا وړتیا نه لري،چې په ژوند کې ازاده او خپلواکه اوسي او د سړي تر څارنې لاندې دې وي،حال دا چې نن ددې خبرو وخت تېر شوی او زړې شوي دي . نن جوته شوه،چې دا ټولې خبرې هسې ټګۍ برګۍ وې،چې زورورو سړیو پر ښځې د واکمنۍ په پېر کې کولې،جوته شوه،چې پر عکس ښځه غوره جنس او سړی پرېوتې او نیمګړی جنس دی .

نه صېبه! په شلمه پېړۍ کې او د علومو له دې دومره پرمختګ سره د ښځې او سړي توپیرونه لاپسې روښانه شوي دي . دا تور او ټګي نه ده؛ بلکې علمي او تجربي حقایق دي؛خو دا توپیرونه په دې پورې اړه نه لري،چې یو یې غوره جنس او بل یې پرېوتی او نیمګړی دی . له دې توپېرونو،د خلقت قانون بله موخه لري او ځکه یې رامنځ ته کړي،چې د ښځې او سړي کورنی پیوند لاپسې مضبوط کړي او د یووالي سټه یې په غوره توګه کېږدي . د خلقت قانون؛ځکه دا توپیرونه رامنځ ته کړي،چې پخپل لاس په ښځه او سړي کورني حقوق او دندې وویشي . د خلقت قانون دا توپیرونه د هغه توپیرونو په څېر رامنځ ته کړي؛لکه د بدن په غړیو کې،چې اختلاف دی . که د خلقت قانون سترګه، غوږ، لاس، پښه او د ملا تیر په ځانګړي حالت کې ایښي؛نو له دې امله نه و،چې ورته یې په دوه سترګو کتل او په اړه یې توکمیز نظر درلود او یو تر پښو لاندې کړي او بل نه .

دا تناسب دی،که نیمګړتیا او کمال؟

دا مې حیرانوي،ځینې ټینګار کوي،چې د ښځې او سړي توپیرونه د هغوی په جسمي او اروايي او د ښځې د نیمګړتیا او د سړي په بشپړوالي پورې وتړي،داسې ښيي،چې د خلقت قانون د مصلحت له مخې ښځه نیمګړې پنځولې ده .

د ښځې د نیمګړتیا (ناقص الخلقه) خبره مخکې له دې،چې په موږ ختیځوالو کې اوڅار- مطرح وي، په لویدیځوالو کې لا له پخوا نوموتې وه. دا چې ښځه نیمګړې ده،د لویديځوالو نارې او سورې تر اسمانه پورته شوې .کله یې د دین او کلیسا په ژبه وویل : “ ښځه له دې امله،چې ښځه ده باید شرمساره وي .” کله یې وویل : “ ښځه هماغه موجود دی،چې اوږدې زلفې او لنډ عقل لري،ښځه وروستی وحشي موجود دی،چې سړي اهلي کړې،ښځه د څاروي او انسان ترمنځ برزخ دی .”

له دې ټولو عجیبه خو دا ده،چې لویدیځوال اوس یو سل او اتیا درجې څرخېدلي او اوس په زرګونو دلایلو غواړي،ثابت کړي،چې سړی نیمګړی (ناقص الخلقه) او پرېوتې او ښځه بشپړه او غوره ده.

که د “اشلي مونتاګو” “ښځه غوره جنس” اثر مو لوستې وي؛نو لیکوال څومره په زورونو غواړي جوته کړي،چې ښځه له سړي بشپړه ده.

ولې یوه ورځ ښځه دومره خواره او پرېوتې ګڼي او بله ورځ دې ته اړ شي،چې په ښځې پورې تړلې ټولې نیمګړتیاوې لرې او پر سړي یې وتپي؟ څه اړتیا ده،چې د ښځې او سړي توپیرونه د یو جنس نیمګړوالی او د بل بشپړوالی وګڼو،چې دې ته اړ شو،چې کله د سړي او کله هم د ښځې تر شا ودرېږو.

“اشلي مونتاګو” له یوې خوا ټینګار کوي،چې ښځه د جنس له اړخه تر سړي غوره وښيي او بلخوا د سړي امتیازات د طبیعت د لاملو نه؛بلکې د تاریخي او ټولنیزو لاملو زېږنده ګڼي .

په هر حال د سړي او ښځې توپیرونه،نه نیمګړتیا ده او نه کمال؛بلکې “تناسب” دی . د خلقت قانون غوښتي،چې په دې توپیرونو د ښځې او سړي ترمنځ لاپسې تناسب رامنځ ته کړي،چې دواړه ګډ ژوند ته جوړ شوي او ناواده ژوند کول د خلقت له قانونه کوږوالی دی .

د افلاطون نظریه

دا څه نوې مسئله نه ده،چې په پېړۍ کې به مو اوڅار شوي وي،لږ تر لږه دوه زره او څلور سوه کاله مخینه لري؛ځکه همدا مسئاله په همدې بڼه د افلاطون د “جمهوریت” په کتاب کې راغلې ده.

افلاطون په زغرده وايي : ښځه او سړي مشابه- ورته استعدادونه لري او ښځې کړای شي هماغه دندې ترسره کړي،چې سړي یې ترسره کوي او له هماغو حقوقو برخمنه شي،چې سړی ترې برخمن دی .

په شلمې پېړۍ کې،چې د ښځې په اړه کوم نوي افکار راټوکېدلي او ،ان د فکرونو هغه برخه،چې د شلمې پېړۍ د خلکو په اند سخت درېزه او د منلو وړ نه ده؛نو د دې ټولو جرړه د افلاطون په افکارو کې ده،چې د فلسفې پلار ګڼل کېږي او د څارونکیو د حيرانتیا وړ هم ګرځېدلې ده . افلاطون د “جمهویت” په پینځم اثر کې ان د ښځې او زوی د اشتراکیت په اړه، د توکم – نژاد د سمونې او د نسل د ښه والي او ځینې سړي او ښځې له جنسي غړیو بې برخې کول او جنسي قوه یوازې هغو ته ورکول،چې له سترو ځانګړنو برخمن وي،له کورني چاپېریاله بهر د اولاد د روزنې او په ټاکلي عمر کې ښځې او سړي ته د جنسي غړیو برابرونه،چې دا عمر یې د مستۍ او ولولې دی؛نو ددې مسایلو ویینه یې کړې ده.افلاطون ګروهمن دی؛لکه څرنګه چې سړیو ته د جګړې ښوونه کېږي،ښځو ته دې هم وشي او؛لکه څرنګه،چې سړي د لوبو په سیالیو کې ګډون کوي،ښځې دې هم وکړي .

د افلاطون په وینا کې دوه ټکي دي : یو دا چې منښته کوي،که هغه جسمي ځواک،اروايي یا هم دماغي وي،تر سړیو،ښځې کمزوري ‏دي؛ یعنې د “کمي” یا څومره والي له اړخه د ښځې او سړي په توپیر منښته کوي،که څه هم په استعدادونو کې یې د څرنګوالي له توپیر سره مخالف دی .

افلاطون ګروهمن دی،هغه استعدادونه،چې په ښځه او سړي کې دي، د یو بل په څېر دي؛خو ښځې په هر برخه کې تر سړیو کمزوري دي او دا د دې لاملېدای نشي،چې ښځه او سړی دې په بېلابېلو کارونو بوخت شي .

دا چې ترسړي،ښځه کمزورې پنځول شوې؛نو افلاطون له خدایه شکر کوي،چې سړی پنځول شوی نه ښځه او وايي: “ د خدای شکر،چې یونانى پنځول شوی وم،نه غیر یونانی،آزاد نړۍ ته راغلی یم نه مری او سړی پنځول شوی یم نه ښځه.”

دا چې افلاطون د نسل د سموالي،د ښځې او سړي د ا ستعدادونو د یو شان روزنې،د ښځې او زوی د اشتراکیت په اړه څه هم ویلي،په واکمنې طبقې پورې اړه لري؛یعنې واکمن فیلسوفان،چې افلاطون یې د حکومت کولو وړ بولي؛لکه څرنګه چې پوهېږو افلاطون په سیاست کې په “دموکراسۍ” نه؛بلکې د “اریستوکراسۍ” پلوی دی . څه چې افلاطون پورته وویل،د “اریستوکرات” پوړ په اړه ول او د “غیر اریستو کرات” پوړ په اړه بل شان نظر لري .

افلاطون او ارسطو؛ یو بل ته مخامخ

تر افلاطون وروسته شاګرد یې ارسطو دی،چې ګروهنې او څرګندونې يې له پخوا راپاتې دي .ارسطو په خپل کتاب”سیاست” کې د ښځې او سړي د توپیرونو په اړه څرګندونه ‏کړې او د خپل استاد له ګروهو‏سره یې سخت مخالفت ښوولی دی . ارسطو ګروهمن دی،چې د ښځې او سړي توپیر یوازې د څومره والي په اړخ کې نه؛بلکې په څرنګوالي کې هم توپیر لري او وايي : “ د ښځې او سړي استعدادونه سره توپیر لري او هغه دندې،چې د خلقت قانون ورته ټاکلي او کوم حقوق یې،چې ورته ښوولي په ډېرو برخو کې سره توپیر لري” د ارسطو په ګروهه د ښځې او سړي اخلاقي فضایل په ډېرو برخو کې توپیر لري . یو خوی کېدای شي سړي ته فضیلت وي او ښځې ته نه وي او پرعکس بل خوی ‏ممکن ښځې ته فضیلت او سړي ته نه وي .

په پخوانۍ نړۍ کې ارسطو د افلاطون څرګندونې‏ له منځه یووړې او بیا وروسته نور پوهان راغلل او د افلاطون په پرتله یې د ارسطو څرګندونو ته غوروای ورکړ .

اوسنی نظر

پورته،چې څه وویل شو، په لرغونې نړۍ پورې یې اړه دردلوده،اوس وینو،چې نوې نړۍ څه وايي . نوې نړۍ یوازې په اټکل پورې نه نښلي سروکار یې له مشاهدې،ازمېنې ، شمېرنې او عیني مطالعاتو سره دی . په نوې نړۍ کې د طب،اروايي او ټولنیزو ژورو مطالعاتو له لارې د ښځې او سړي ترمنځ لاپسې ډېر او پراخه توپیرونه موندل شوي،چې پخوانۍ نړۍ ترې خبره نه وه .

لرغونې نړۍ که ښځه او سړی ارزاوه،چې یو یې ډبل اندام لري او بل یې کوچنې،یو یې تریخ او بل یې نازک،یو یې لوړ او بل یې ټیټ، د یو اواز ډبل او د بل نری،په یو ډېر وېښتان ول او په بل نه؛نو یوازې له هم دې اړخه وه او له دې ‏نه تېرېدل . د بلوغ له پېره یې د هغوی توپیرونه په پام کې نیول او یا یې هم د عقل او احساساتو له اړخه د هغوی توپیرونه شمېرل،سړی یې د عقل او ښځه یې د مینې ښکارندوی ګڼله؛خو نن پر دې سربېره نورې برخې هم موندل شوي او جوته شوې،چې د ښځې او سړي نړۍ په ډېرو برخو کې توپیر لري .

موږ به د ښځې او سړي ترمنځ د توپیرونو ټولګه،چې د څېړونکیو له لیکنو مو لاس ته راوړې، دلته ووایو او بیا به ددې توپیرونو فلسفه وڅېړو،چې دا توپیرونه څومره له طبیعته او څومره یې د تاریخي،کلتوري او ټولنیزو لاملو زېږنده ده. که څه هم ددې توپېرونو ځینې برخې هر څوک په لږې مطالعې او تجربې لاس ته راوړای شي او ځینې برخې یې واضح او د نمښتې-انکار وړ نه دي .

دوه ګونیتوب :

له جسمي اړخه

سړي په منځني ډول غټ او ښځې کوچني غړي لري . د سړي ونه لوړه او د ښځې ټیټه وي . سړی تریخ او ښځه خوږه وي . د سړي غږ ډبل او د ښځې نری وي.د ښځې د بدن وده چټکه او د سړي په ورو وي،ان ویل کېږي،چې د انجلۍ جنین د هلک په پرتله ژر وده کوي،د ښځې په پرتله د سړي د غړیو او د بدن د قوې وده ډېره ده،د ډېرو ناروغیو پر وړاندې د سړي په پرتله د ښځې مقاومت ډېر دی. ښځه د سړي په پرتله ډېر ژر بلوغ ته رسي او د سړي په پرتله ډېر ژر هم د نسل په تولید کې په شا ځي . د هلک په پرتله انجلۍ ژر په خبرو راځي،د سړي منځني ماغزه د ښځو تر منځني ماغزو لوی دي؛خو له ټول بدن سره د مغزو د نسبت په پام کې نېونې سره،د ښځې ماغزه له سړیو لوی دي . د ښځې په پرتله د سړي سږي ډېره هوا راکاږي، د ښځې د زړه ټکان تر سړي چټک دی .

له اروايي اړخه

ادمان ‏،ښکار او خوځنده ‏ کارونو ته تر ښځې د سړي لېوالتیا ډېره ده. د سړي احساسات له جنګ جګړې او د ښځې له سولې او بانډاره ډک دي. سړی ډېر تېری کوونکی او تڼتڼې-کوکارې او ښځه ارامه او چوپ ده. ښځه د نورو او ځان په هکله له زورزیاتي-اورګاوۍ ډډه کوي؛ځکه د سړیو په پرتله پکې ځان وژنې هم کمې دي . سړي د ځان وژنې په کیفیت-څرنګوالي کې تر ښځو ځیګ دي . سړي په پړي،ټوپک او له جیګ ځایه په ځان راګوزارونې او ښځې د خوب راوړونکیو او افیون ‏له لارې ځان وژني . د سړي په پرتله د ښځې احساسات ‏ایشنده دي . د سړي په پرتله ښځه ژر په هیجان راځي؛ یعنې په هغه چارو کې،چې په زړه پورې یې وي یا ترې وېرېږي،ډېر ژر تر خپلو احساساتو لاندې راځي او د ښځې په پرتله سړی یخ مزاجه وي . د سړي پرخلاف،ښځه له سینګار، ګاڼو، ښکلا او بېلابېل ډولونو سره ډېره مینه لري . د سړي په پرتله د ښځې احساسات ټکني دي.د سړي په پرتله ښځه ډېره د احتیاط خاونده ، دینداره،لوی ژبې-پرحرفه،ډارنه او تشریفاتي ده.ښځه د مور احساسات لري او دا احساسات پکې له ماشومتوبه ښکاري . د سړي په پرتله کور او کورني چاپېریال ته د ښځې پام ډېر وي . ښځه په استدلالي علومو او وچو عقلي مسایلو کې سړي ته نشي رسېدای؛خو په ادبیاتو او نقاشۍ کې،چې له ذوق سره یې برابر دي،تر سړي کمه نه ده.د ښځې په پرتله سړی د راز ساتلو ډېر ځواک لري او خپه کوونکي رازونه په ځان کې ساتي؛ځکه د ښځو په پرتله په سړیو کې د پټ راز ساتنې ناروغۍ ډېرې دي . د سړي په پرتله د ښځې زړه نری دی او سملاسي ژاړي او کله نا کله هم بېسده کېږي .

(د یو بل پر وړاندې) د احساساتو له نظره

سړی د شهوت بنده دی او ښځه د سړي د مینې بندیوانه ده . د سړي هغه ښځه خوښه وي،چې نوموړی یې خوښ کړی وي او ښځه هغه سړی خوښوي،چې د هغې په ارزښت پوه شوی وي او خپله دوستي یې ورسره له مخکې اعلان کړې وي . سړی غواړي د ښځې خاوند وي ‏او ښځه غواړي د سړي زړه تر خپلې ولکې لاندې راولي او د زړه له لارې پرې واکمنه شي . سړی غواړي د ښځې د سر له پاسه پرې واکمن شي او ښځه غواړي د سړي د زړه له دننه ورننوځي . ښځه له سړي مړانه غواړي او سړی له ښځې ښکلا او زړه وړنه‏ . ښځه ځان ته د سړي ملاتړ ‏تر ټولو ګران څیز بولي . د سړي په پرتله ښځه ډېره پر خپل شهوت واکمنه ده. د سړي شهوت لومړنی او یرغليز دی او د ښځې شهوت انفعالي او راپارونکی دی .

د ښځې او سړي توپېرونه(۲)

مشهور امریکايي اروايي پروفیسر”ریک” د ښځې او سړي پر حالاتو په کلونو څېړنې کړي او د ښځې او سړي په اړه یې بې شماره توپیرونه په خپل کتاب کې کښلي دي وايي : “ د سړي نړۍ له ښځې سره بشپړ توپیر لري،که ښځه د سړي په څېر فکر نشي کړای،دا ځکه،چې نړۍ یې سره توپیر لري . په تورات کې راغلي : ښځه او سړی له یوې غوښې پیدا شوي دي .”

سمه ده ،چې دواړه له یوې غوښې پیدا شوي؛خو بېل بېل جسمونه لري او د ترکیب له امله يو له بل سره توپیر لري . پردې سربېره، احساس یې هم یو شان نه دی او د پېښو پر وړاندې کله هم یو شان غبرګونه نه ښيي . ښځه او سړی د خپلو رسمي غوښتنو له مخې بېلا بېلې کړنې کوي او د دوه ستوریو په څېر په دوو بېلابېلو مدارو کې حرکت کوي . دوی کړای شي،چې یو بل وپېژني او د یو بل مکمل اوسي؛خو کله هم سره نه یو کېږي،د همدې دلیل له مخې ښځه او سړی کړای شي یو له بل سره ژوند وکړي،په یو بل مین اوسي او د یو بل له اخلاقو او صفتونو ستړي او خپه نشي .

پروفیسر “ریک” د ښځې او سړي د روحیې توپیرونه داسې ښوولي دي :
“سړي ته دا ستړی کوونکى دى،چې تل له هغه ښځې سره وي،چې خوښه یې وي؛خو ښځې ته تر دې بل لوړ خوند نشته،چې تل له خپل خوښ شوی سړي په څنګ کې وي . سړی غواړي،چې هر ورځ پر هماغه همېشني شکل پاتې شي؛خو ښځه غواړي،چې تل تانده وي او هر ګهیځ په نوې څېره له کټه راپاسي . ګرانې! زړه ته مې نږدې یې، دا تر ټولو ښه غونډله ده،چې سړی یې ښځې ته وايي . درباندې ویاړم،دا تر ټولو ښکلې غونډله ده،چې ښځه یې خپل خوښمن سړي ته وايي. د نورو ښځو په اند هغه سړی ورته جالب ښکاري،چې څو معشوقې یې درلودې؛خو د سړیو هغه ښځه بدې راځي،چې په ژوند کې یې ډېر سړي تېر شوي وي . سړي،چې زاړه شي د بدمرغۍ احساس کوي؛ځکه خپله ډډه؛یعنې کار له لاسه ورکوي؛خو زړې ښځې خوښي احساسوي؛ځکه په اند یې تر ټولو ښه څیزونه لري؛لکه کور او لمسي . په ټولنه کې د درناوۍ وړ مقام او شخصیت لاس ته راوړل د سړیو په اند نېکمرغي ګڼل کېږي؛خو ښځې ته نېکمرغي؛یعنې دا چې د سړي زړه لاس ته راوړي او ټول عمر یې وساتي . سړی تل غواړي،چې خوښه کړې ښځه خپل دین او ملیت ته راواړوي،ښځې ته؛لکه څرنګه چې تر واده وروسته د خپل کورني نوم بدلول اسان دي؛نو همدا شان د خپل خوښ کړای شوي سړي له کبله ورته د خپل ملیت او دین بدلول هم اسان دي .”

د خلقت شاهکار

بې له دې،چې د ښځې او سړي توپیرونه په کورني ژوند کې یې د حقوقو او مسولیتونو د توپیر لامل ګرځي که نه، دا مسئاله له بېخه د خلقت له عجیبه شاهکارو ځنې ده او د “توحید” او خدای پوهنې زده کړه ده، د جهان د مدبرانه او حکیمانه نظام له نښو ځنې ده،ددې څرګنده بېلګه ده،چې د خلقت بهیر تصادفي- ټکرويي نه دی او طبیعت خپل بهیرونه په ړندو سترګو پر مخ نه بیايي؛نو دا ددې خبرې روڼ دلیل،چې بې د “غايي- علت” د آر له لاسوهنې ‏ د نړۍ ښکارندې – پدیدې د تفسیر وړ نه دي .

دا چې د خلقت ستره دستګاه خپلې موخې ته ورسي او نوع وساتي، د نسل د تولید ستر سیستم یې رامنځ ته کړی،له خپلې کارخانې تل د نر او ښځې جنس تولیدوي .

تر کومه، چې د نسل پایښت او د دو جنسونو( په تېره بیا انسان) دوام د یو بل ګډکار او مرستې ته اړتیا لري او دا،چې دا دواړه جنسونه د یو بل مرستې ته راوبلي؛نو د هغوی د یووالي طرح یې ورکړې . ځانمني او د ګټې غوښتنه،چې د هر ژوندي لازمه ده، په خدمت،مرستې او تېرېدنې واړوي .

دواړه یې داسې پیدا کړي،چې يو له بل سره ګډ ژوند وکړي، دا چې دا طرح پوره عملي شي او د دواړو بدن او روح په غوره توګه يو له بل سره ونښلوي؛ نو د دواړو په بدن او روح کې یې عجیبه توپیرونه ایښي او همدا توپیرونه هغوی یو بل ته لاپسې ورماتوي او پر یو بل مینېږي .

که ښځې د سړي په څېر،بدن،خلق او خوی درلودای؛ نو دا به لرې خبره وه، چې سړی خپل خدمت ته اړ کړي او د ځان په رسېدون – وصال پسې یې لیونی کړي او که سړي هم د ښځې په څېر بدن او اروا درلودای؛نو ناشونې وه،چې ښځه یې د خپل ژوند اتل وګڼي او د مېړه زړه لاس ته راوړنه ‏یې د ځان تر ټولو ستر هنر ګڼلی وای .

سړي د نړی رانیوونکی- جهانګیر او ښځه د سړي رانیوونکې- مردګیره پنځول شوې ده .

د خلقت قانون،ښځه او سړی د یو بل غوښتونکي او مینوال کړي؛خو نه هغه مینه او تړاو،چې له څيزونو سره یې لري . هغه علاقه – تړاو،چې انسان یې له څیزونو سره لري،چې له ځانمنۍ یې راټوکېدلې؛یعنې انسان څیزونه ځان ته غواړي او د اوزارو په سترګه ورته ګوري او له ځانه یې بلهاروی- قربانوي؛خو د ښځې او مېړه تړاو داسې دی،چې د یو بل نېکمرغي او سوکالي غواړي او یو بل ته له تېرېدنې او سرښندنې خوند اخلي .

تر شهوته لوړ پیوند

عجیبه ده،ځینې د شهوت او ډېرې لورنې- رافت ترمنځ توپیر نشي کړای،انګېري،څه چې ښځه او مېړه يو له بل سره نښلوي،یوازې تمه او شهوت دی،د ګومارنې او ګټنې حس دی او دا هماغه څه دي،چې انسان له خوراک څښاک،لباس او مرکوباتو سره نښلوي . دوی نه پوهېږي،چې په طبیعت او خلقت کې تر ځانمنۍ او ګټې غوښتنې نور تړاونه هم شته،چې له ځانمنۍ نه؛بلکې له نېغ تړاوه راټوکېږي . همدا تړاونه -علایق دي،چې د سرښندنو،تېرېدنې، د ځان د کړاو او د بل د سوکالۍ او هوساینې بنسټ ګرځي . همدا تړاونه د انسان د انسانیت ښکارندوی دي که نه تر کومه،چې په جوړې ‏او اولاد پورې تړاو لري؛نو دا خو په څارویو ‏کې هم تر سترګو کېږي .

دا وګړي انګېري،چې سړی تل ښځې ته په هماغه سترګه ګوري؛لکه یو غربی ځوان،چې ګوري؛یعنې یوازې شهوت دی،چې ‏ دواړه یې له یو بل سره نښلولي دي،حال دا چې تر شهوته لوړ بل پیوند دی،چې د دوی د یووالي بنسټ جوړوي او قرآن هغه د “ مودت او رحمت” په نامه یاد کړی دی.”وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَوَدَّةً وَرَحْمَةً(روم/۲۱) =او د هغه له نښو داده، چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو! په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي،چې فكر كوي .”

څومره تېروتنه ده،چې د ښځې او سړي د اړیکو تاریخ یوازې د ګومارنې او زبېښاک د حس له نظره او د تنازع بقا د آر پر بنسټ تفسیر کړو. په دې اړه څومره خوشې خبرې شوي دي . زه چې ځینې لیکنې لولم،وینم چې د ښځې او سړي د اړیکو د تاریخ په تفسیر کې یې،چې يوازېنی آر کارولی،هغه د تضاد آر دی،(داسې فرضوي،چې ښځه او سړی دوه نور ټولنیز پوړونه دي،چې تل يو له بل سره په شخړه او جګړه کې دي .) ؛نو حيرانوي مې او په ناپوهۍ یې خواشینى یم .که د پلرونو او زامنو د اړیکو تاریخ د ګومارنې او زبېښاک له مخې تفسیر کړو؛نو د مېرمنو ‏او مړونو اړیکې هم باید له دې نظره تفسیر کړو. دا سمه ده،چې تر ښځې،سړی تل زورور و؛خو د خلقت قانون سړی له غریزي نظره داسې کړى،هغه ظلمونه،چې پر مریانو،ګاونډیو او ترلاس لاندیو یې کول؛نو په مېرمن ‏او خپلو اولادو یې نشو کړای .

دا چې سړيو پر ښځو ظلمونه کړي،ترې نمښتی- منکر نه یم،ددې ظلمونو له شوي تفسیره نمښتی یم. د تاریخ په اوږدو کې سړیو پر ښځو ډېر ظلمونه کړي،دا چې خپل اولاد-کوړمه پرې خورا ګران و او د هغوی نېکمرغي یې غوښته؛خو بیا یې هم پرې تېری کاوه،چې جرړه یې په ګټه غوښتنه کې نه؛بلکې په ناپوهۍ،تعصب او روږد کې وه.

د یو بل پر وړاندې د ښځې او سړي د احساساتو دوه ګونیتوب‏

نه یوازې دا چې د ښځې او سړي کورنی تړاو له څیزونو سره له تړاوه توپیر لري؛نو له یو بل سره یې تړاو هم ورته نه دی؛یعنې له ښځې سره د سړي د تړاو ډول، له سړي سره د ښځې له تړاوه توپیر لري . په دې چې تجاذب- ورماتېدنه دوه اړخیزه بڼه لري؛خو د بې ځانه اجسامو پر عکس،دلته کوچنی جسم،غټ جسم ځان ته راکاږي . خلقت،سړی د غوښتنې،مینې او طلب ښکارندوی او ښځه یې د محبوبیت او معشوقیت ښکارندوی کړې ده. د سړي احساسات اړتیایزه- نیاز امیز او د ښځې نازخېزه دي . د سړي احساسات طالبانه او د ښځې مطلوبانه دي .

په یوه ورځپاڼه کې راغلي ول،چې یوې روسۍ پېغلۍ ځان وژلی و، ورڅخه په پاتې لیک کې یې لیکلي و،تراوسه کوم هلک موچې کړې نه یم؛نو ‏ژوند راته ‏ تریخ دی .

یوې انجلۍ ته له دې اړخه دا ستره ماتې ده،چې د سړي نه ده خوښه شوې،موچې کړې یې نه ده؛خو زلمى کله له ژونده نهیلى کېږي؟دا چې کومې انجلې نه دی موچې کړی؟ نه! هغه وخت چې انجلۍ یې نه وي موچې کړي .

“ویل دورانت” وايي :که د انجلۍ والي ګټه یوازې په پوهه ‏کې وي او په طبیعي زړه وړنه او نیمه پوهېدنې چالاکۍ کې یې نه وي؛نو په مېړه موندنه کې به بریالۍ نشي، د پوهنتون شپېته سلنه ښځې بې مېړه پاتې کېږي،زیاتوي: “ مېرمن “مونیا کوالوسکی” ستره پوهانده ‏وه او ګیله یې کوله،چې چا ورسره واده نه دی کړی او ویل یې: (ولې د چا نه خوښېږم؟زه تر ډېرو ښځو غوره یم؛خو بیا هم له ډېری کم اهمیته ښځو سره مینه کېږي او خوښېږي او زه نه یم. ) ګورﺉ،چې ددې ښځې د ماتېدنې احساس د سړي د ماتېدنې له احساس سره توپیر لري . وايي : ولې د چا نه خوښېږم؟”
سړی هله د مېړه او ښځې په ژوند کې ماته خوري،چې زړه ته نژدې ښځه یې نه وي موندلې او که موندلې یې هم وي،پخپل موټي کې په نیولو یې برلاس شوى نه وي .

دا ‏هر څه فلسفه لري : ژوراو مضبوط یووالی او پیوند . نو دا پیوند ولې؟ ‏دا ځکه چې سړی او ښځه له ژونده نور خوند هم واخلي؟ نه،یوازې دا بده؛بلکې ‏د انساني ټولنې نچوړ او د راتلونکي کهول د روزنې بنسټ پر همدې ایښول شوی دی .

د یوې ارواپوهې مېرمن څرګندونه

ارواپوهه مېرمن “کلیودالسون” وايي: “ د مېرمنې ارواپوهې په توګه، تر ټولو ستر تړاو-علاقه مې د سړیو د ‏روحیي څېړنه ‏ده،څه موده مخکې راته دنده راکړه شوه،چې د ښځې او سړي د اروايي لاملو په اړه څېړنه وکړم او دې پاېلې ته ورسېدم :
۱- ټولې ښځې مینوالې ‏دي،چې د بل سړي تر څارنې لاندې کار وکړي او دا چې د یو رئیس تر څارنې لاندې کار وکړي،دا یې ډېر ښه راځي.
۲- ټولې ښځې غواړي،احساس کړي،چې وجود یې اغېزمن او د اړتیا وړ دی .

زما په ګروهه د ښځې دا دوه روحي اړتیاوې له دې واقعیته سرچینه اخلي،چې ښځې د احساساتو او سړي د عقل تابع دي . ډېر لیدل شوي،چې ښځې د هوښیارتیا له مخې له سړیو سره برابرې او کله هم په دې برخه کې ترې پورته هم دي . د ښځو د کمزورۍ ټکی یوازې احساسات یې دي .

سړي تل عملي فکر کوي،غوره ورمند-قضاوت کوي،ښه تنظيموونکې ‏دي او ښه لارښوونه کوي؛نو پر ښځو د سړیو روحي لوړوای ‏هغه څه دي،چې ‏طبیعت یې طراح دی .که ښځې څومره هم وغواړي،چې له دې واقعیت سره مبارزه وکړي؛نو بې ګټې به وي . دا چې ښځې له سړیو ډېرې حساسې دي؛نو باید دا حقیقت ومني،چې په ژوند کې د سړیو څارنې ته اړتیا لري . په ژوند کې د ښځو ستره موخه “تامین- برابرول” دى او چې دې موخې ته ورسېدې؛نو له فعالیته لاس اخلي .دې موخې ته په رسېدو کې ښځه له خطرونو وېرېږي . وېره،یوازې هغه احساس دی،چې ښځه یې په لرې کولو کې مرستې ته اړتیا لري . هغه چارې‏،چې مداوم تفکر ته اړتیا لري،ښځه ستړې ستومانه کوي .”

بېړنې خوځښت

هغه خوځښت،چې په اروپا کې د ښځو تر پښو لاندې شویو حقوقو د بیا اخستنې لپاره پیل شو، دا چې ناوخته یې په دې اړه فکر کړی و؛نو دا خوځښت په بېړه ترسره شو. احساساتو مهلت ورنه کړ،چې علم په دې اړه خپل نظر ورکړي او لارښود یې شي؛نو له دې مخې له وچو سره لامده هم وسوځېدل. دې خوځښت له ښځې یو لړ بدمرغۍ لرې کړې او ډېر حقوق یې ورته ورکړل او بندې دروازې یې ورته پرانستې؛خو په بدل کې ښځې او بشري ټولنې ته یې نورې بدمرغۍ هم رامنځ ته کړې . دا څرګنده ده که په دې هکله بېړه نه وای کارول شوې ؛نو د ښځې دا حقوق په غوره ډول هم ترلاسه کېدای شول او د روانې ناسمې وضع او له وحشتناکې راتلونکې به د دردمنو غږونه تر اسمانه نه پورته کېدل؛خو دا هیله شته،چې علم او پوهه خپله لمن وغوځوي او د ښځې خوځښت ددې پر ځای،چې له احساساتو سرچینه واخلي،له علم او پوهې سرچینه واخلي . په دې اړه د اروپايي پوهانو څرګندونې‏ مو هیلمنوي .

داسې ښکاري،چې د ښځې او سړي د اړیکو په هکله د لویدیځو پېښې کوونکي،چې نوې نیشه شوي،خپله لویدیځوال یې اوس د خمار پېر تېروي .

د ویل دروانت څرګندونه

ویل دورانت د “د فلسفې د خوندنو” د کتاب په څلورمه برخه کې د جنسي او کورني مسایلو په اړه پراخه ویینه کړې،موږ یې دلته غورچاڼ راوړی،څو لوستونکي د لویديځو پوهانو له فکري بهیرونو خبر شي او له بېړه ییزو قضاوتو ډډه وکړي .

“ویل دورانت” د “عشق” د کتاب په اووم څپرکي کې وايي :
“ د عشق لومړی څرګنده ‏سندره د بلوغ په رارسېدو پېلېږي .” پیوبرټي” چې په انګرېزۍ کې د بلوغ مانا ورکوي؛خو د لاتینۍ اصل ته په پاملرنې سره د “ویښتانو د راختو” په مانا دی؛یعنې هغه عمر چې د هلک پر بدن ویښتان راشنه کېږي، په تېره بیا پر سینه او مخ،چې زلمي پرې ویاړي او خروي یې .

د ویښتانو څرنګوالى او څومره والی ( له نورو چارو سره په برابرۍ) د توالد او تناسل په قدرت پورې اړه لري او په دې وخت کې د ژوند د خوښۍ احساس ډېر لوړ وي . د ويښتو دا ناڅاپه راشنه کېدل او ورسره د اواز ډبلوالی هغه دويمني جنسي صفتونه دي، چې د بلوغ پر مهال په هلکانو کې رامنځ ته کېږي؛ خو طبیعت په دې عمر کې انجونو ته نرموالى وربښي،چې سترګې حیرانوي،لګن خاصره یې پراخېږي،څو د موروالي چارې یې لاپسې اسانه شي او سینې یې غټېږېږي،چې ماشوم ته تی ورکونه یې اسانه شي. ددې ثانویه علتو د راښکارېدو لامل څه دی؟ څوک نه پوهېږي؛خو د پروفیسر “ستارلینګ” څرګندونې ‏په دې اړه پلویان موندلي دي،ددې نظریې له مخې تناسلي حجرې د بلوغ پر مهال نه یوازې هګۍ ‏او څاڅکى جوړوي؛بلکې یو ډول هورمون هم وینې ته ننباسي،چې د روحي او بدني ‏بدلون لامل ګرځي . په دې عمر کې نه یوازې بدن له نويو قواوو برخمنېږي؛بلکې روح او خوی هم په زرګونو ډول اغېزمنېږي.

“رومن رولاند” وايي : “د ژوند په اوږدو کې داسې وخت رارسي،چې د سړي په بدن ‏کې ورو بدلونه رامنځ ته کېږي او د ښځو په وجود کې هغه بدلونونه رامنځ ته کېږي،چې ومو ویل،زړورتیا او ځواکمني ‏نرم زړونه راخوټوي او نرمي او لطافت د زورورو لېوالیتا او هوس راپاروي .”

“دموسه” وايي : “ټول سړي، دروغجن،مکار،لاپو شاپو والا او دوه مخي دي او ټولې ښځې ځان خوښې، ظاهر سازه او خیانتکارې دي؛خو په نړۍ کې یوازې یو څیز ستر او سپېڅلی دی او هغه ددې دواړو نیمګړو موجوداتو یو له بل سره یوځای والی دی .”

په لویانو کې د جوړې لټونې اداب دا دي،چې سړي،نیونې ته برید کوي او ښځې د زړه وړنې-دلبرۍ او غلونې لپاره په شا تګ کوي( که څه هم په ځینو ځایو کې استثناګانې شته) دا چې د سړي طبع جګړیزه او ښکاري ده؛نو عمل یې مثبت او یرغلیز دی او ښځه ورته هغه انعام دی،چې باید ویې تښتوي او مالک یې شي .جوړه لټونه جګړه او نښته ده او واده تصاحب او واکمني ده.

د ښځې ډېره پاکلمني ښځه په دې وسمنوي،چې په خپل مین پسې لا په لټه کې شي؛یعنې هغه،چې د هغې د اولادونو د پلار ویاړ یې په برخه شي او دا پاکلمني ددې لامل ده،چې د خپلو اولادونو په چوپړ کې شي . د ښځو د ډلې ګټې د ښځې په ژبه خبرې کوي او د سړي ګټې د سړي په ژبه . په عشقي کاروبار ‏کې ښځه تر سړي پوه ده؛ځکه لېوالتیا یې دومره سخته ‏ نه ده،چې د عقل سترګې یې وتړي .

“داروین” لیدلي،چې په ډېرو انواعو کې ښځینه ‏د عشق ‏له نړۍ سره بې علاقې ده .

“ابینګ” وايي : ښځې د سړیو په مطلقو او مبهمو ستاینو پسې دي او غواړي سړي یې غوښتنو ته پاملرنه وکړي او دا چار پکې تر جنسي خوندو هم ډېر دی . د ښځې د طبیعي مینې بنسټ د هغه د موروالي یو دويمنى صفت دی او ټول هغه احساسات،چې ښځه له سړي سره تړي، له بدن ‏یې نه؛بلکې د سر ایښوونې( او د سړي تر ملاتړ‏ لاندې راتلو) یې راټوکېږي او دا غرایز له وضع او حالاتو سره د اړخ لګونې په موخه رامنځه ته شوي دي .”
ویل دروانت د “ښځو او سړیو” په څپرکي کې وايي : “ د ښځې ځانګړی کار د نسل د پایښت خدمت دی او د سړي ځانګړی کار د ښځې او ماشوم خدمت دی . ممکن نور کارونه هم وي؛خو هغه ټول د حکمت او تدبیر له مخې ددې دوو بنسټیزو چارو تابع دي . دا موخې بنسټیزې دي؛خو نیمه ناخبري دي او د انسان د طبیعت مانا او نېکمرغي په کې پرته ده.د ښځې طبیعت جګړه ماري نه؛بلکې پناه غوښتنه ده. داسې ښکاري،چې په ښځینه ځینو ډولو کې بیخي د جګړې غریزه نشته او که په جګړه هم شي؛نو دا کار به یې د خپلو ماشومانو په پار وي .

تر سړي،ښځه صبرناکه ده،که څه هم د ژوند د کړکېچنو او خطرناکو کارو پر وړاندې د سړي زړوتیا ډېره ده؛خو د لږو بې شمېره خپګانو پر وړاندې د ښځې همېشنى او ورځنى زغم ډېر دی . د ښځو جګړه ماري د نورو په وجود کې ده،له سرتېرو سره د ښځومینه وي او ځواکمن سړی یې ښه ایسي. د واک په ليدو،د خوښۍعجیبه لامل (مازوشیستک) یې راپارېږي،که څه هم پخپله ددې واک بلهار ده .

چې ښځه په سړي کې داشان واک ووینی؛نو په ښځه کې عجیبه خوښي رامنځ ته شي،چې کله نا کله د نننۍ ښځې په اقتصادي احساساتو هم واکمنېږي او کله ورته دا غوره ښکاري،چې له لېوني سره واده وکړي. هغه سړی،چې قومانده ورکونه یې زده وي،ښځې ورته په اسانې سر ټیټوي .که نن د ښځې غاړه ایښوونه کمه شوې؛نو لامل یې دا دی،چې سړي په اخلاقو او واک کې کمزوري شوي دي .د ښځې پام د کورنیو چارو ته وي او چاپېریال یې خپل کور وي . هغه د طبیعت په څېر ژوره ؛ خو د خپل محدود کور په څېر راګېره هم ده. غریزه یې له پخوانیو دودونو سره تړي . ښځه نه په ذهن کې او نه هم په عادت کې د ازمېښت نه ده(د ځینو سترو ښارونو ښځې دې استثنا شي). که ازادې مينې ته مخه کوي؛نو له دې کبله نه دي،چې آزادي په کې لټوي؛بلکې په خپل ژوند کې له یو مسئوول سړي سره له واده کونې نهیلې شوې ده. که د ځوانۍ په کلونو کې د سیاسي اصطلاحاتو او عباراتو په فتنو کې غورځېږي او خپل ټول انساني احساسات په کې غورځوي،تر پتمن مېړه موندنې وروسته له هغو ټولو فعالیتو سترګې پټوي او په چټکه ځان او مېړه له دې عمومي فعالیتو راباسي او مېړه ته ښيي،چې د وفا شدید حس دې په خپل کور پورې محدود کړي . ښځه بې له دې،چې تفکر ته اړتیا ولري،پوهېږي،چې سالمې سمونې یوازې له کوره را اوچتېږي . ښځې ددې په څنګ کې،چې له خیالي او سرګردانه سړي، سرښنده او کور او ماشومانو ته ژمن سړي جوړوي، د انسان ‏د پایښت او ساتنې لامل هم دی .طبیعت د دولتونو او قوانینو څه پروا نه لري، د هغې مینه له کور او ماشوم سره ده، که ددې په ساتنه کې بریالۍ شي؛نو د دولتونو پر وړاندې بې علاقې ده او په هغوی پورې خاندي،چې د دا شان بنسټیزو قوانینو په بدلون بوخت دي .که نن طبیعت د ماشوم او کورنۍ په ساتنه کې کمزوری ښکاري،دا ځکه څه موده کېږي،چې ښځې طبیعت هېر کړی؛خو د طبیعت ماتې تلپاتې نه وي .هر وخت،چې وغواړي له خپلو سل ګونو ګټو سره راګرځي .

داسې قومونه او خېلونه ‏شته،چې د ژمنې په پراختیا کې له موږه ډېر دي او طبیعت کړای شي له دوی خپل دوام او غوڅوالي برابر کړي .”

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.