
غزل
شرافت ویاړ
د بنګړو شرنګ د سترګو جنګ له کلي ورک کړ ملنګ
د مینې بنګ پر جانان ننګ له کلي ورک کړ ملنګ
د یو چا ناز د زړه اواز او د سرکو شونډو ساز
پاسته پلنګ د جانان څنګ له کلي ورک کړ ملنګ
هغه سړي هه تورپیکي هغه شپونکي غرني
هغه لونګ او غنمرنګ له کلي ورک کړ ملنګ
زړه کې مدغم د جانان غم سپېرې کوڅې سپېره چم
د زړګي زنګ د وینو رنګ له کلي ورک کړ ملنګ
کاږه باڼه ستا تور لېمه ویاړ! یې دی ویشتی پر زړه
په ونه دنګ هغه خشنګ له کلي ورک کړ ملنګ