خبرونه

د داعش له وېرې د خوږیاڼیو سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د داعش او طالبانو د خپلمنځي نښتې له وېرې د جلال اباد ښار، د چمتلې ښارګوټي، د خوږیاڼیو ولسوالۍ مرکز«کږې» او نورو سیمو ته کډه شوي.

د تېرو درېو ورځو راهیسې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په «پیره خېلو»، د وزیر تنګي، زاوې او نورو سیمو کې د داعشیانو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د وزیرو ځايي خلکو نن ټکی اسیا ته ویلي، چې د سیمې سلګونه کورنۍ اوس هم نورو سیمو ته روانې دي او جګړه ورځ تربلې خونړۍ کېږي.

د اشرف الله په نامه د وزیرو یو اوسېدونکي نن ټکي اسیا ته وویل، طالبان لا هم مقاومت کوي او خوږیاڼیو ته د طالبانو د مرستې لپاره د نږدې سیمو قطعې راروانې دي.

د ده په خبره، د وزیرو په سیمه کې د امریکا بې پېلوټه الوتکې هم ګرځي او کېدای شي د داعشیانو پرځای طالبان بمبار کړي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي هم مني، چې له خوږیاڼیو سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کوچېدلي؛ خو په خوږیاڼیو کې د جګړې په اړه یوازې د چمتووالي خبره کوي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، سیمې ته یې دولتي ځواکونه لېږلي، چې د دواړو ډلو پرضد عملیات وکړي او سیمه ترې پاکه کړي.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ذبیح الله زمري د ننګرهار په امنیتي چارواکو تور ولګاوه، چې دوی یوازې خبرې کوي؛ خو د داعشیانو پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.

د زمري په خبره، که خوږیاڼي د داعش لاس ته ولوېدل، نو جلال اباد ښار سقوط هم نږدې کېدونکی دی.

داعش درې کاله وړاندې لومړی حضور د ننګرهار په شینوارو کې وکړ او د ننګرهار هسکه مېنه، کوټ او اچین ولسوالیو ځینې سیمې یې ونیولې، چې اوسمهال یې ځینې سیمې تر ولکې لاندې دي او له ځینو سیمو شاه تګ ته اړ شول.

داعش له دې وړاندې هم په خوږیاڼیو څو ځلې پرله پسې بریدونه وکړل؛ خو په خوږیاڼیو کې یې طالبانو مقاومت وکړ او دې سیمې ته یې پرېنښودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x