نړۍ

د طالبانواو حکومت مرکچيان د پاکستاني طالبانو شورا سره د ليدو لپاره شمالي وزیرستان لاړل

نن ټکی اسيا: د حکومت او طالبانو مرکچيان نن سهار له پيښوره شمالي وزيرستان ته د پاکستاني طالبانو شورا سره د ليدو په موخه شمالي وزيرستان ته ولاړل. نن سهار د حکومتي کميټې غړي رستم شاه مومند، حبيب الله خټک، ارباب عارف الله، او د لومړي وزير ميانوازشريف سکرتر فوادحسين فواد او د طالبانو د کميټې غړي، مولانا سميع الحق، پروفيسر ابراهيم، او مولانا يوسف شاه له پيښوره د حکومت په چورلکه کې شمالي وزيرستان يو پټ ځای ته ولاړل او هلته به د طالبانو د شورا له غړيو سره خبرې اترې کوي. تمه ده چې، دغه ليده کاته به تر دوو ورځو پورې روان وي. د طالبانو د کميټې غړي پروفيسر ابراهيم ويلي چې، دغه ليده کاته به په يو پټ ځای کې وي. د دواړو ډلو لومړۍ غوښتنه به اور بند وي. ابراهيم زياته کړه چې، دواړو ډلو خپلې اجنډاوې او غوښتنې ليکلي چې، د ناستې پر وخت به يې شورا ته وړاندې کړي. پروفيسر ابرهيم وايي چې، د طالبانو د شورا استازيتوب به قاري شکيل، اعظم طارق، مولوي ذاکر او مولانا بشير کوي. پرفيسر ابراهيم و ويل چې، دوی يوازې د دومره وکړل چې، مذاکراتو لپاره يې لاره هواره کړه، اصل خبره به د طالبانو شورا او حکومت سره مخامخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x