
په پاکستان تور لګول د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه علاقات اغیزمنولای شي
نن ټکی آسیا: د پاکستان وزارت خارجه پرون د سې شنبې په ورځ وویل چې دوي د افغانستان د استخباراتو او حکومت له خوا هغه تورونه ردوي، چې د هغوی لخوا د پاکستان پر استخباراتو لګيږي، او وايي چې د کابل د سیرینا هوټل په برید کې د پاکستان استخباراتو لاس درلود.
د پاکستان وزارت خارجه وویل چې بېله تحقیقاتو دغسي ړانده تورونه لګول ددواړو هیوادونو په دوه اړخیزو دوستانه علاقاتو بد اغیز کولای شي.
او زیاته کړې چې د افغانستان طرف دې د تحمل او حوصلې څخه کار واخلي، او باید تر هر رنګه تور لګولو مخکي پوره تحقیقات وکړي، او د هغه وروسته فیصله وکړي.
د پاکستان وزارت خارجه په خپل بیان کې ویلي چې دوی هر قسم ترهګري غندي، هغه که په هر ځای او هر شکل کې وي.
تیره پنج شنبه د کابل په سیرینا هوټل کې څلور سرتیرو طالب بریدګرو د توفنګچې په واسطه بریدونه وکړ، چې له کبله یې نهه تنه مړل شول، چې په هغو کې د سردار احمد په نامه خبریال او د هغه کورنۍ د یو شمېر بهرنیانو په ګډون ووژل شول.
طالبانو د برید مسؤولیت واخیست، او د خبریال او کورنۍ په وژنه یې خواشیني وښودل، او زیاته یې کړه چې دا کار ددوی دښمن قصدا کړی.
ځینو شنونکې په دې اند دي چې شواهد هم د طالبانو د ادعا تصدیق کوي، ځکه چې ماشومان له لږي فاصلې څخه په شلو مرمیو ویشتل شوي وه، چې د کتونکو په نظر طالبانو نه دومره وخت درلود، او نه هم دومره مرمۍ.
تر اوسه په دې اړه مستقل تحقیقات هم نه دي شوي، خو د ماشومانو انا ویلي چې د بدن غوښي ټوټه وې، او د را اخیستل کېدو نه وه.
د برید وروسته د افغانستان استخباراتي ادارې دغه برید په پاکستان ور واړاوه، او ووې ویل چې څو ورځي وړاندي په هوټل کې یو پاکستانی ورزشکار اوسېدلی وو.