افغانستان

په کابل کې د چاودنو غږ د توغندیو وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶):د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نن سهار یې په کابل کې د بهرنیانو د «قاطع ملاتړ» ماموریت او ځینې نوري نظامي برخي تر توغندیز برید لاندي نیولي او په وینا یې پر ټاکلو اهدافو لګېدلي.

له دې وړاندي د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمي کې د چاودنې خبر ورکړل شوی و خو نور یې په اړه هیڅ معلومات نه وه.

د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د نهمي امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې یوه توغندۍ لګېدلې چې له امله یې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي وویل چې توغندۍ په یوه شاړه سیمه کې لګېدلې.

خو ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپل خبري پيغام کې ویلي چې بهرنیانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو هم رسنیو ته ویلي چې توغندۍ د امریکا سفارت او ایساف قومدانۍ ته څېرمه د وزیر اکبر خان سیمي په مربوطاتو کې لګېدلې ده.

باید وویل شي چې بهرنیانو ته د اوښتي مرګ ژوبلي معلومات یوازي بهرنیان خپله خپروي، خو لا يې تر اوسه پوري په دې اړوند څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x