مدني فعالان

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۱۹/۲۰۱۷
ستاکھولم سویدن

چې په ولس باندې بمبارد وي، دی سوچونه وھي
د کوم چارواکي په مجلس کې کبابونه وھي

یا غلی ناست وي مفکر ته پرتوگونه گنډي
یا د ټرمپخیلو ستراتیجۍ باندی شخوندونه وھي

چې کوم طالب چرته شھید شي دوی خوشاله وې پرې
زړ‎ہ یی سینه کې له خوښۍ ځنې ټوپونه وھي

خو د عسکرو او پولیسو په مرگ ویر شروع کړ‎ي
سم د شیعه پشان په چغو وي ځانونه وھي

بیا انسانیت ور یاد شي، اور چې یی لمن ته ورشي
ھغه بمونه غندي زور چې یی لندن ته ورشي

بشردوستي ھله مني چې یی وي گټه پکې
ولس پالنه وي تر څو وي تنخواہ غټه پکې

دغه ملي اردو خو څو ځل امریکا بمبارد کړ‎ہ
پټه یی نه دہ کړ‎ې، ښه یی برالا بمبارد کړ‎ہ

خو د مدني فعال په خولې باندې قلفونه پراته
سترگې یی خړ‎ې وي، په جیب کې ډالرونه پراته

دا مدني بوتلان ټول د مفکر بندگان
د اشغالگرو پلانو ته فرھنگي دلالان

د دوی فکرونه په پیسو دي، اجرتي ټټو گان
دا سقیم خیل او قرار خیل او یو څو نور بوتلان

دوی په اسلام او په وطن او په غیرت څه خبر؟
افغانیت خو یی لا څه په بشریت څه خبر ؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د