خبرونه

سیګار: امریکا کې ۱۵۲ افغان نظامیان له زده کړو تښتېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶):افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار او پلټنې ادارې «سيګار» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې امریکا ته د نظامي زده کړو لپاره تللي ۱۵۲ افغان نظامیان د زده کړو له بهیره تښتېدلي او لا درکه شوي دي.

د یادې ادارې د راپور سره سم، له ۲۰۰۵ز کال راهیسې په امریکا کې ۳۲۰ هغه پوځیان تښتېدلي، چې امریکا ته د نظامي زده کړو لپاره تللي وو.

د سیګار د راپور له مخې، د ۱۵۲ تښتېدلو له ډلې یې ۲۷ تنه نیول شوي او له امریکا ایستل شوي دي.

سیګار بهر کې د افغان نظامیانو د تېښتې خبر داسې مهال ورکوي، چې دوه اوونۍ وړاندې د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني هم د دولتي ادارو ویاندویانو په ناسته کې ویلي وو، چې بهر کې ډېری افغان نظامیان بېرته هېواد ته نه راګرځي او همالته د پاتې کېدو غوښتنه کوي.

غني ویلي وو، د ۵۱۹ تنو له ډلې چې بهر کې یې نظامي زده کړې کولې، ډېری یې بېرته هېواد ته رانغلل او بهر کې پاتې شول.

سیګار د افغان نظامیانو د تېښتې خبر داسې مهال ورکوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو د کندهار معروف، د غزني اندړو، د میدان وردګو په جغتو او د فراه په شېبکوه ولسوالۍ سخت بریدونه وکړل او ځینې یې ونیولې او پر ځینو تراوسه جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x