
افغانستان په څلور ورځنۍ لوبه کې هانک کانګ ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶):افغانستان هانک کانګ ته په څلور ورځنۍ سیالۍ کې بې سارې ماتې ورکړه.
د افغانستان او هانک د ملي لوبډلو ترمنځ په څلور ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان هانک کانګ په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۷۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
تېره ورځ هانک کانګ لومړۍ توپوهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۴۲ منډې وکړې.
د لوبډلمشر اصغر ستانکزي او جاوېد احمدي سلیزو پرمټ افغانستان د پنځو لوبغاړ په سوځېدو ۴۶۵ منډې وکړې او هانک کانګ ته یې بیا د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
هانک کانګ نن د ټولو لوبغاړ په سوځېدو۱۵۰ منډې جوړې کړې، چې افغانستان دغه لوبه په یوه ایننګز او د ۱۷۳ منډو په توپیر وګټله.
په افغان توپوهونکو کې اصغر ستانکزي او جاوېد احمدي سلیزې ووهلې او محمد نبي عیسی خېل او احسان جنت ۶۳ ـ ۶۳ منډې وکړې، چې د هانک کانګ پر وړاندې یې د افغانستان هدف لوړ کړ.
په لومړۍ پاڼۍ کې په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان پنځه او دولت ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول؛ خو نن د افغانستان ورو توپ اچوونکي ظاهر خان یوازې شپاړس منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول.
راشد، محمد نبي او دولت ځدراڼ هم دوه ـ دوه لوبغاړي له میدانه بهر کړل.
د افغانستان ملي لوبډلې د بشپړ غړیتوب وروسته دا لومړۍ بریا وه، چې د هانک کانګ پر وړاندې یې وښوده او په لوی توپیر یې ماتې ورکړه.