د نن سرلیکنه

انتخاباتي څارونکي له افغانستانه د تیښتې په حال کې ــ سرمقاله

په داسې حال کې چې د هیواد ولسمشریزو ټاکنوته ایله ۱۰ ورځې پاتې دی په هیواد کې د خونړیو بریدونو تازه څپې تقریبا ټول هیواد نا آرمه او انتخاباتي بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

تیره ورځ په کابل، کونړ، اوکندوزولایت کې د بریدونو له کبله یوزیات شمیر کسان مړه او ژوبل شول.

په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ولایتي دفتر پرونی برید په داسې مهال کې تر سره کیږي چې امنیتي ځواکونو لا د سرینا هوټل د برید په اړه خپل تحقیقات نه دې بشپړ کړی.

د کابل په سناتوریم کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر ولایتي دفتر پرونی برید په امنیتي ځواکونو سربیره انتخاباتي کارکاوونکوته هم تلفات اړولي ، که څه هم چې نوموړی دفتر مخکي ترمخکې لا د ځانګړیو امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې نیول شوی وه ، خوبیاهم برید کوونکو وکړای شول چې په آسانۍ سره خپل ځان د دفتر تر انګړه ورسوی او هلته میشت ځواکونه تربرید لاندې ونیسي.

په سرینا هوټل باندې د پنجشنبې تر حیرانوونکي برید وروسته ټول هغه بهرني څارونکي چې د ولسمشریزو ټاکنو دنظارت لپاره افغانستان ته راغلی ول له دې هیواده بیرته وتلي دي.

د اسوشیتد پریس اژانس د رپوټ په حواله په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په تیره د سرینا پرخوندې هوټل باندې د برید له کبله ټول بهرني انتخاباتي څارونکي له کابله وتلوته اړشوي دي.

د ډیموکراتیک انستیتیوت (National Democratic Institute (NDI)) د عامه چارو سمبالوونکې کا تی جیست (Kathy Gest) وايي چې د افغان ټاکنو لپاره بهرني څارونکي دسرینا په هوټل کې میشت ول چې تر برید لاندې راغلل او یو تن یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، له هغه وروسته مونږ اړ شو چې خپل بهرني څارونکي د هغوی د امنیت په خاطر له کابل څخه ترکیې هیواد ته ولیږدوو.

د اروپاي اتحاد څارونکې ډله یواځنۍ اداره ده چې د افغانستان له ټاکنوبه څارنه کوي او د هغوی تر وتلو وروسته د انتخاباتي بهیر د مراقبت او څارنې لپاره بل کوم سازمان وجود نه لري .

په افغانستان کې د ملګروملتو د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست نیکولاس هیسم هم له کابل څخه د بهرنیو څارونکو د وتلو د تائید ترڅنګ وایي، چې وروستیو بریدونو انتخاباتي بهیر اغیزمن کړی او مونږ یې د څارونکو د امنيت لپاره نورو ډیرو مالي امکاناتوته ضرورت لرو.

د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د مراقبت او څارنې لپاره ۱۲۰۰ نړیوال څارونکي موجود ول، خو سږکال د امنیتي ستونزو له کبله د هغوی شمیره ۲۰۰ تنوته راټیټه شوې چې هغه هم د انتخاباتو ترپیلیدو له مخه بیرته له افغانستانه ووتل.
که څه هم چې د هیواد امنیتي او پوځي چارواکي خلګوته د انتخاباتي بهیر د خوندیتوب او امنیت ډاډ ورکوي ، خو د کابل په شمول د هیواد په زیاته برخه کې وروستیو خونړیو بریدونو د امنیتي ځواکونو په وړتیا باندې خلګ شکمن کړی اوښايي دا کار په انتخاباتي بهیر نور هم منفي تاثیر ولري.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x