افغانستان

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر د اشرف غني په امر له دندې ګوښه شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر امام محمد وریماچ د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ځانګړي امر له دندې ګوښه کړی شوی دی.

د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ځينو سرچينو ويلي، چې وريماچ د داخلي رقابتونو او په خپلو کارونو کې د پرمختګ او بدلونونو نه راوستو له امله له دندې ګوښه کړی شوی دی.

د ګډ حکومت د نورو څوکیو سربېره د انتخاباتو د خپلواک کميسیون د کمشنرانو او د دارالانشاء مشري هم د اشرف غني او عبدالله تر منځ کړکېچنه موضوع ده، چې دواړه لوري تل په دې لټه کې وي، چې خپل کسان پر دغو څوکيو وټاکي.

د وزیرانو او نورو لوړو دندو لپاره د ټاکلو لپاره د ګډ حکومت مشر اشرف غني په خپله له کانديدانو امتحان اخلي، خو له څه مودې تېرېدو وروسته په خپله ولسمشر ترې ناراضه وي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني يوې غونډې ته وويل، چې د ده وزیران په دې نه پوهېږي، چې خپل کاري راپورونه څنګه ولسمشر ته وړاندې کړي، نو په کارونو به څنګه پوه شي.

محمد ايمان وريماچ هم له هغو کسانو څخه و، چې اشرف غني د نورو کانديدانو په پرتله غوره بللی و او له مخامخ انټرويو اخيستو وروسته يې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء مشر ټاکلی و.

د دغې تشې د ډکولو لپاره به بيا څو مياشتې انتظار کول وي او د ګډ حکومت دواړه مشران به هڅه کوي، چې خپل کس وټاکي، په داسې حال کې پارلماني ټاکنو ته هم له يوه کال څخه لږ وخت پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x