افغانستان

د ګردیز اوسېدونکي: اشرف غني تېر ایستلي یو

نن ټکی اسيا: د پکتيا يو شمېر اوسيدونکو ويلي چې، د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټيم دوی غولولي دي او په چل و فريب يې جلسې ته راوستي دي. دغه خلک وايي چې، له څو ورځو راهيسې د پکتيا د کرهنې رياست په خپلو اعلانونو کې ويل چې، په دغه ورځ به د پکتيا اوسيدونکو ته اوړه او غنم ورکول کيږي. دوی وايي چې، کله ټاکلي ځای ته ورغلو نو د ډاکتر اشرف غني انځورونه او انتخابي شعارونه يې وليدل او هک پک حيران شول.

بخدي خبري سايټ د احمد جان په نوم د يو پکتياوال له خولې ليکلي چې، دوی څو ساعته د اوړو او غنمو په تمه تېر کړل او د جلسې له ختميدو وروسته تش لاسونه خپلو کورونو ته ستانه شول. يو شمې نور خلک هم وايي چې، دوی د پکتيا له لريو ولسواليو ګرديز ښار ته د مواد اخيستو په تمه راغلل، ځکه دوی ته ويل شوي وو چې، له پنځو تر لس زرو نغدې پیسې ، غنم او اوړه هم ورکول کيږي، ولې وروسته پوی شول چې، دوی د اشرف غني د ټاکنيزي کمپاين په موخه راوستل شوي وو.

يو شمېر نور پکتياوال وايي چې، د پکتيا والي جمعه خان همدرد هم د يو ځانګړي کانديد په ګټه دولتي امکانات کاروي.

د يادونې وړ ده چې، د حزب اسلامي يوې ډلې چې، جمعه خان همدرد يې هم غړی دی د ډاکتر زلمي رسول ملاتړ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x