خبرونه

کابل: په قمبر څلور لارې کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶):د کابل ښار امنیتي چارواکي وايي، چې څو شېبې وړاندې په قمبر څلور لارې کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

د سیمې خلک وايي، چاودنه د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون په دروازه کې شوې ده.

د پنځمې امنیتي حوزې چارواکي وايي، په نننۍ چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تراوسه د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره شپه د داعش وسله والو د دشت برچې سیمې په امام زمان مسجد کې چاودنه کړې وه، چې د وروستیو راپورونو له مخې ۵۶ تنه پکې وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د نننۍ چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د نورو جزییاتو لپاره د نن ټکی اسیا سره پاتې شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x