افغانستان

د کابل په چاودنه کې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون ۱۵ زده کوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): نن د شنبې په ورځ ماپښين دری نیمې بجې د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې د قمبر څلور لاري ته څېرمه د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون مخکې چاودنه وشوه چې له امله یې لږ تر لږ ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې د دفاع وزارت اړوند د مارشال فهیم د پوهنتون پر محصلینو باندي د قمبر څلور لاري سره نيژدې چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۵ تنه پوځي محصلین مړه او څلور نور ټپیان شول.

نوموړي ویلي چې بریدګر پلی وو او د پوځي پوهنتون د محصلینو د موټر سره یې ځانته چاودنه ورکړه.

وزیري وویل چې د پيښي ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ماښام هم د لمانځه پر وخت د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې د وروستیو معلوماتو سره سم ۵۹ تنه وژل شوي دي او ۶۵ نور ټپيان دي.

د شیعه ګانو پر جومات د چاودنې مسؤولیت داعش اخیستی دی خو د دفاع وزارت د پوهنتون پر محصلینو د برید پړه تر اوسه چا نه ده اخیستې.

باید وویل شي چې نن ذبیح الله مجاهد په کابل کې د ایساف او امریکا پر سفارت د توغندیز برید مسؤولیت منلی وو او زیاته کړې وه چې توغندی یې پر هدف لګېدلی او تلفات یې اړولي دي خو امنیتي چارواکو د نوموړي خبره رد کړه او وې ویل چې توغندی په شاړو ځمکو کې لګېدلی او هیڅ تلفات یې نه دي اړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x