افغانستان

د تاجکستان جمهور ریس کابل ته راورسید

نن ټکی آسیا:د تاجکستان جمهو ریس امام علی رحمان د نوروز د حوزې په نړیوال جشن کې د ګډون په موخه نن چهارشنبه کابل ته راورسید. ویل کېږي چې امام علی رحمان به له ولسمشر حامد کرزي سره هم ځانګړې ناسته ولري.
ټاکل شوې وه چې د نوروز نړیوال جشن به په پغمان کې ترسره کېږي، خو د کابل ادارې د امنیتي ګډوډۍ له امله دغه مراسم ارګ ته انتقال کړل.
یاد جشن چې دنوروز دحوزې د یوولسو هېوادونولوړپوړي استازي به په کې ګډون کوي، سبا په ارګ کې ترسره کېږي. تېرکال همدا جشن په ترکمنستان کې ولمانځل شو، چې د حامدکرزي په غوښتنه سږ کال په کابل کې لمانځل کېږي.
دا په داسې حال کې دی چې په تېرو اوو ورځو کې کابل د مرګونو بریدونو شاهد و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x