افغانستان

اشرف غني هند ته ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت مشر اشرف غنی په راتلونکو لنډو ورځو کې يو ځل بيا هند ته په رسمي سفر ځي.

د ارګ يوې سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي، چې اشرف غني به له هندي چارواکو سره د ترهګرۍ ضد جګړې سربېره د کابل او نوي ډيلي تر منځ په سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو هم خبرې وکړي.

ګډ حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي، خو د سرچينې په باور اشرف غني به د راتلونکې اونۍ د سې شنبې په ورځ نوي ډيلي ته سفر وکړي.

اشرف غني په داسې حال کې هند ته سفر کوي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغانستان او پاکستان له ترينګلو اړيکو وروسته ګډ حکومت د پاکستان له پوځي چارواکو سره بيا نږدې شوی او د مخالفينو پر ضد يې د ګډو عملياتو غوښتنه کړې ده.

ګډ حکومت لپاره د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو توازن تر ټولو ستونزمن کار دی، چې د ګډ حکومت چارواکي يې له کړاوونو سره مخ کړي دي.

هر کله، چې اشرف غني له پاکستان يا هند سره نږدې شوی، د بل لوري اندېښنې يې راپارولي دي.

اوس هم د اسلام اباد او کابل له نږدې کېدو سره شونې ده چې هند يو ځل بيا اندېښمن شوی وي او ولسمشر غني د دوه اړخیزو اړیکو سربېره د هند اندېښنو ته د ځواب او سپیناوي لپاره نوي ډيلي ته سفر کوي.

تېره اوونۍ پاکستاني رسنيو خبر ورکړی و، چې ، د ګډ حکومت مشر په راتلونکو لنډو ورځو کې پاکستان ته ځي، خو ارګ تر اوسه دغه راپورونه نه دي تاييد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x