نړۍ

جماعت الاحرار د عمر خالد خراساني د وژل کېدو خبر رد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې مشر يې عمر خالد خراساني د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

وړمه ورځ امریکايي او پاکستاني رسنيو ويلي و، چې د پاکستاني طالبانو مشر عمر فاروق او د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې له خپلو ملګرو سره وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند د عمر فاروق وژنه تاييد کړه او پر ځای يې بل مشر ټاکلی دی، همدارنګه د اسد منصور په نوم يو تن، چې ځان يې رسنيو ته د جماعت الاحرار ویاند معرفي کړی و، د عمر خالد خراساني د وژل کېدو خبر تایید کړی و.

خو د جماعت الاحرار سرچينو نن ګڼو رسنيو ته په لېږل شوو خبرپاڼو کې د خپل مشر د وژل کېدو خبر بې  بنسټه بللی و او دغه خپور شوی خبر يې د پاکستاني استخباراتو تبلیغاتي هڅه بللې ده.

ګډ حکومت او امریکايي چارواکو تر اوسه د عمر خالد د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

عمر خالد خراساني، چې اصلي نوم يې عبدالولي دی، د پاکستان د قبایلي سيمې مومندو ایجنسۍ دی، د پاکستاني طالبانو «ټي تي پي» غړی او د مومندو ايجنسۍ امیر و، چې وروسته د پېښور او درې سيمو مشري هم ورکړل شوه، خو د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته په دغې ډلې کې داخلي اختلافات زیات شول، چې د يو شمېر نورو ډلو سربېره عمر خالد خراساني د جماعت الاحرار په نوم ځانګړې ډله جوړه کړه او د پاکستان په ګڼو برخو کې يې چاودنې او بريدونه پيل کړل.

تېر کال هم د عمر خالد خراساني د وژنې خبر رسنيو خپور کړی و، خو وروسته روښانه شوه، چې نوموړی لا هم ژوندی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x