افغانستان

نادر نعیم د زلمي رسول په ګټه تیرېږي

نن ټکی آسیا: د زلمي رسول د انتخاباتي کمپاین د ډلې ځينې موثقې سرچینې وايي، چې کیدای شي ډېر ژر له قیوم کرزي وروسته د ولسمشر دوهم کاندید نادر نعیم هم د زلمی رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شي.
ټاکل شوې، چې نوموړی به نن دا اعلان په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړي.

له سردار نادر نعیم وړاندې د ولسمشرۍ دوه نور کاندیدان قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه تېر او رحیم وردګ له خپلې کاندیداتورۍ څخه انصراف کړی.
د نادر نعیم له تیریدو وروسته به د کاندیدانو شمېر له یوولسو څخه اتو تنو ته را ټيټ شي.
د ولسمشرۍ را روانې ټولټاکنې به لس ورځې وروسته د وري/ حمل د میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x