افغانستان

اشرف غني د کابل پېښه وغندله ، طالبانو يې مسؤليت ومانه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): د کابل د پنځمي امنيتي حوزې د قمبر څلور لاري سره د مارشل فهيم دفاعي پوهنتون پر انتقالاتي موټر د تر سره شوي نني بريد مسؤليت طالبانو منلی.

د طالب ویندوی ذبيح الله مجاهد په وينا د دفاع وزارت اړوند د يوې نظامي اکاډمۍ پر اکمالاتي موټر چې نژدې ۲۷ افسران په کې سپاره وو یو تن سرتيری بريد وکړ.

دفاع وزارت او طالبان په بريد کې د وژل شويو شمېر ۱۵ تنه ښيې.

دولت وزيري د دفاع وزارت وياند وايي په بريد کې څلور تنه نور ژوبل شوي خو طالبانو بیا د ګڼ شمېر ټپيانو خبر ورکړی.

اشرف غني په کابل کې د طالبانو ننی بريد غندلی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې (( تروريستان او د دوی ملاتړي چې تر بل هر وخت د ناکامۍ په حال کې دي او د جګړې په ټولو ډګرونو کې يې ماته خوړلې ، په دې وروستيو کې د رعب او وحشت خپرولو په منظور پر مساجدو ، ملکي اشخاصو او نورو هستيو باندي د پرديو په اشاره بريدونه کوي)).

اعلاميه ليکي:(( جمهور رئيس اشرف غني په بريد کې د وژل شويو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندي کوي او ټپيانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي)).

بايد وويل شي چې طالبانو يو ځل بيا د ورته بريدونو د لا ګړنديتوب خبرداری ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x