افغانستان ته اسلام څنګه راغی؟ (دوهمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په عراق کې مسلمانان او فارسیان په یوه لوی جنګ معرکة القادسیه کې سره مخامخ شول فارسیانو ماتې وخوړه او د هغوی مشر بادشاه په تېښته شو بیا له یوه ښار نه بل ښار ته تلو او مجاهدین ورپسې وو تردې چې د خراسان (اوسني افغانستان) خاورې ته را ورسېدل او مجاهدین هم ورپسې راغلل او پدې توګه یې د خپلو قربانیو په قیمت مونږ ته داسلام رڼا راوړه الله تعالی د دوی ته زمونږ له اړخه اجر ورکړي پدې لیکنه کې دا کیسه له معتمدو تاریخي کتابونو را اخلم او له ګرانو لوستونکو سره یې شریکوم په تېره برخه کې مونږ ولوستل چې مسلمانان د معرکة القادسیة ځای ته له فارسیانو سره جنګ ته رسېدلي وو او جنګ ته تیار وو د خپل دښمن د راتلو انتظار یې کاوه د هغې په تعقیب …

حضرت سعد رضی الله عنه امیر المؤمنین ته تفصیلي خط ولېږلو د قادسې سره خوا کې د ځایونو په اړه ، د جنګ د تیاري په اړه او د فارسیانو د لوی لښکر په اړه یې ورته معلومات ورکړل او ورته یې ولیکل چې هغوی غواړي چې مونږ له بیخه ورک کړي او مونږ غواړو چې دوی ورک کړو او کار به هغه کیږي چې الله تعالی یې غواړي .

حضرت عمر رضی الله عنه چې مهربان ، ماهر ، هوښیار ، تکړه امیر المؤمنین وو حضرت سعد بن ابی وقاص ته یې مسلسل خطونه لېږل او داسې یې ساتلی وو لکه دا جنګ چې ټول حضرت عمر رضی الله عنه پخپله اداره کوي او دا چې هغوی لوی لښکر را ویستی پدې اړه یې ورته ولیکل : هغه څه چې تاته له دوی څخه را رسیږي وارخطا د نه کړي زما په زړه کې دا خبره غورځېدلې ده چې کله تاسې له هغوی سره مخامخ شئ تاسې به هغوی ته ماتې ورکړئ دا چې تاسې به ماتې وخورئ دا شک مو له زړه څخه لرې کړئ په زړونو کې یقین واچوئ چې هغوی به ماتې خوري له الله تعالی نه مرسته وغواړئ او په هغه باندې توکل وکوئ چې کله مو له چا سره تعهد کولو ټینګ ورباندې دریږې او خیانت مه کوئ او په خپلو ملګرو کې څو په خبرو او بیان کې تکړه کسان را ټول کړه او د فارسیانو مشر ته یې ور ولېږه چې له هغوی سره خبرې وکوي او هغه ته د اسلام مبارک دین لور ته دعوت ورکړي .

حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه یوه ډله ملګري ور ولېږل یزدجرد سره یې خبرې وکولې او هغه یې اسلام ته دعوت کړو او حضرت نعمان بن مقرن المزني رضی الله عنه د فارسیانو له مشر یزدجرد سره په نرمې خبرې وکولې او هغه یې په ډېره خوږه لهجه اسلام ته دعوت کړو او څه خبرې چې هغه ورته وکولې هغه د اسلام فضائل وو ورته بیان یې کړل او ورته یې وویل : مونږ راغلی یو تاسې ته مو داسې دین راوړی دی چې هر ښه ته ښه او بد ته بد وايي که تاسې دا ومنئ مونږ لتاسې سره هېڅ غرض نه لرو د الله تعالی کتاب درته پرېږدو چې نورې فیصلې په همدې باندې کوئ او مونږ بېرته لتاسې څخه ځو تاسې پوه شه ، ستاسې وطن او ستاسې واکمني او که تاسې اسلام نه راوړئ نو بیا به اسلامي دولت ته جزیه ورکوئ او کنه نو بیا جنګ ته تیار شئ .

ددې نرمو خبرو څخه یزدجرد د خپلې کم عقلي په بنیاد غلطه استفاده وکوله هغه فکر وکاوه چې دوی نرمې خبرې ددې امله وکولې چې دوی کمزوري دي ، او د هغه وخت د ژوند پیغورونه یې صحابه وو ته ورکړل چې تر اسلام وړاندې د دوی څنګه ژوند وو ، او په غصه کې یې خبرې وکولې او دوی ته یې وویل چې تاسې هېڅ هم نشی کولی یو څو کسان راغلی یاست اوس د فارس د امپراطوري سره ډغره وهل غواړئ د اسلامي وفد نه یوه غړي حضرت مغیرة بن زرارة رضی الله عنه په غصه کې د هغه خبرې ور پرې کړې او ده مبارک هم سختې خبرې ورته وکولې بیا حضرت مغیرة رضی الله عنه ټولې هغه خبرې ور تکرار کړې چې د صحابه وو د ژوند په اړه له اسلام څخه وړاندې وې او ورته یې وویل ددې خبرو وروسته بیا الله تعالی په مونږ باندې د اسلام انعام وکولو اوس د زمکې په مخ ترهر چا غوره خلک مسلمانان دي ، تر هرچا یې غوره عقیده ده ، تر هرچا غوره وروڼه دي اوس تاته راغلی یو مونږ ته زمونږ الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم دا امر کړی چې تاته دعوت درکړو یا اسلام قبول کړه او ځان وساته ، یا د جزیې ورکولو ذلت قبول کړه او یا جنګ ته تیار شه ، یزدجرد کم عقل وو ، نه یې خپل عقل درلود او نه یې د بل چا سره مشوره کوله وفد ته یې وویل چې ځئ لاړ شئ که تاسې استاذي نه وای ټول مې وژلئ .

او امر یې وکولو چې رستم بن فرخزاد الارمني د له فوج سره د مسلمانانو مخې ته ورشي هغه له ۱۲۰۰۰۰ (یو لک شل زره) کسانو سره را مخې ته شو او په همدې تعداد کسان يې په ځان پسې په دفاعي لیکه کې شا ته وساتل معنی دا چې ټول جنګیالي یې دوه لکه څلوېښت زره وو او جنګ ته یو لک شل زره را مخې ته شوي وو دا چې کله قادسیې ته راغلو او د مسلمانانو په مقابل کې یې مرکز جوړ کړو چې ښه دمه شو نو حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه ته یې احوال ولېږلو چې څه کسان را ولېږه چې لما سره خبرې وکوي.

حضرت سعد رضی الله عنه څه کسان ور ولېږل چې تاسې ورشئ خبرې به هم ورسره وکوئ او اسلام ته به یې دعوت کړئ پدې ډله کې حضرت ربعي بن عامر رضی الله عنه هم وو دوی چې ورغلل رستم ورته وویل :
تاسې د څه لپاره راغلي یاست؟
حضرت ربعي رضی الله عنه ورته وویل : بېشکه الله تعالی مونږ را لېږلي یو چې چاته د الله تعالی خوښه شي هغه مونږ د خلکو له بندګي څخه د خلکو د معبود (الله تعالی) بندګي ته وباسو ، د دنیا له سختي څخه یې د دنیا راحت ته وباسو ، د باطلو دینونو له ظلم څخه یې د حق دین عدل ته وباسو ، مونږ د الله تعالی دین د هغه مخلوق ته راوړی دی مونږ د الله تعالی بندګان د هغه دین ته راغواړو .

رستم ورته وویل : ما ستاسې خبرې واورېدې خو پدې کار کې څه صبر تاسې کولی شئ چې مونږ مشوره وکوو؟

حضرت ربعي رضی الله عنه ورته وویل : هو مونږ تاسې ته دری ورځې وخت درکوو یوه خبره خوښه کړه یا اسلام ، یا جزیه او یا جنګ خو والله چې د استاسې سره څومره مال دی چې دا ټول مونږ په غنیمت ونیسو تردې لا زیات مونږ دېته خوشحالیږو چې تاسې ا سلام قبول کړئ.

پدې دریو ورځو کې رستم ډېر کسان حضرت سعد رضی الله عنه ته را ولېږل ، مختلف ډول ستونه یې ورته وکول ، ورته یې وویل : که قدرت غواړئ ، که مال غواړئ … په هر ډول یې کوښښ وکولو چې مسلمانان له جنګ څخه تېر کړي لکن ونه شول او مسلمانانو همدا ویل چې په دریو شیانو کې یو خوښ کړه : اسلام جزیه جنګ .

پدې خبرو کې هېڅ ونه شول صرف یو لوی کار وشو چې مسلمانانو خپله غاړه خلاصه کړه په هر ډول لهجه یې هغوی ته د اسلام دعوت ورکړو لکن هغوی قبول نه کړو لښکرې سره مخامخ شوې حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه پدې وخت کې له هغه زخم نه په تکلیف وو چې دده په پښه کې وو او په پښو باندې د ډېر وخت لپاره نشوای درېدلی د عرق النساء تکلیف یې هم درلود خو بیا یې هم لکه د غره دومره همت درلود د دوشنبې ورځ وه د ۱۵ هجري کال د شوال د میاشتې ۲۷ مه نیټه وه د ماسپښین مونځ یې مجاهدینو ته ورکړو ښکلی تقریر یې ورته وکولو بیا یې قاریانو ته امر وکولو چې په مجاهدینو کې د سورة الانفال (چې زیات جهادي آیتونه لري) په لوړ اواز سره تلاوت کړي ، ددې د تلاوت سره په مجاهدینو کې د جهادي جذباتو موجونه په حرکت راغلل حضرت سعد رضی الله عنه څلور ځله په لوړ اواز سره تکبیر وویلو د مجاهدینو د تکبیر بدرګې داسې کیفیت درلود لکه دا ټول کائنات چې ورسره تکبیر وايی او جنګ شروع شو سعد رضی الله عنه په یوه زوړ کور کې په لږ لوړ ځای ودرېدو او د مجاهدینو څارنه یې کوله او حضرت خالد بن عرفطة العذري رضی الله عنه یې جنګی لارښود مقرر کړو جنګ شروع شو حضرت سعد رضی الله عنه ته د جنګ اړخونه ښکاره کېدل چې څه به یې مناسبه ګڼله هغه به یې د یو کس په واسطه حضرت عرفطه رضی الله عنه ته را لېږل او ده مبارک به هغه عملي کول پدې توګه یې جنګ روان ساتلی وو .

پدې جنګ کې فارسیانو یو نوی کار کړی وو چې مخکې مسلمانانو جنګیالیو نه وو لیدلی هغه دا چې ۳۳ ډېر لوی لوی جنګي فیلان یې را مخې ته کړل چې د مسلمانانو آسونو به هغه لیدل ورڅخه ډارېدل او مخامخ ورباندې نه ورتلل او ددې فیلانو په سر باندې بکسونه جوړ وو په هغې کې به جنګیالي ناست وو او د غیشو وارونه به یې کول او د مسلمانانو سره داسې څه نه وو چې د فیل په سر په بکس کې د ننه کس ورباندې وولي .

پدې جنګ کې ډېرې عجیبې واقعې مینځ ته راغلې چې زما د ا مختصره لیکنه یې نشي را ټولولی خو پدې جنګ کې دری ورځې تېرې شوې له دواړو اړخونو مقابله ډېره سخته کېده په څلورمه ورځ داسې سخت جنګ شو چې په جنګ کې شریکو اړخونو یې کله تصور هم نه وو کړی پدې ورځ باندې مسلمانان د فیلانو په وژلو و توانېدل ، د هغوی سترګې یې ورباندې راوویستې ، په هغوی یې ګذارونه وکول او د مسلمانانو جنګی قوماندان حضرت عرفطه رضی الله عنه او څه نور مشهور جنګی رهبران په شهادت ورسېدل او له دواړو اړخونو څخه زیات ځاني تلفات وا وښتل چې د ماسپښین وخت شو یوه هوايي او الهي باد هم د مسلمانانو مرسته وکوله او په فارسیانو باندې را والوت فارسیان وارخطا شول رستم چې د فارسیانو مشر وو د ځان لپاره یې یو لوړ تخت جوړ کړی وو له هغه ځایه یې د جنګ څارنه کوله هغه هم را وغورځېدو یوې قچرې ته یې ورمنډه کړه چې ورباندې سپور شي او و تښتي هغې هم ځواني ورسره ونه کوله او ورڅخه لاړه ، د فارسیانو لښکر ماتې وخوړه او په تېښته شو رستم مجاهدینو ته په لاس ورغلو او ژوندی یې ونیولو او ځای په ځای یې وواژه او د دوی مشهور جنګي لارښود جالینوس هم ووژل شو او د فارسیانو څخه لس زره کسان ووژل شول او د مسلمانانوله جُملې څخه ۲۵۰۰ کسان په شهادت ورسېدل او د قادسیې جنګ د مجاهدینو په کامیابي پای ته ورسېدو .

پدې جنګ کې د مسلمانانو له کامیابي څخه ډېر زیات خلک متاثر شول او په اسلام مشرف شول یوازې د رستم له پاتې لښکرو څخه ۴۰۰۰ کسانو خپل اسلام اعلان کړو او ورسته لدې چې یو ځل له مسلمانانو څخه په تېښته بریالي شوي وو بېرته راغلل د مسلمانانو په مخ کې یې اسلام قبول کړو ، لدې جنګ نه وروسته الله تعالی د عراق د خلکو په زړونو کې د اسلام رعب او هیبت نور هم زیات کړو . نور بیا انشاء الله

مراجع :
تاریخ الطبری
البدایة و النهایة
التاریخ الاسلامي
ویکپيډیا پوهنغونډ
قصة الاسلام دکتور راغب سرهانی

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د