
وروستي جزییات: په خوست کې برید د پولیسو پر مهم مرکز تر سره شوی
وروستي جزییات: د خوست ښار څخه وروستي تر لاسه شوي معلومات ښيي چې، د هغه سرتېري برید په پایله کې چې نن مازیګر څلور نیمې بجې د منګلو اډې سره نږدې د پولیسو پر یوه مهم مرکز تر سره شو، څلور پولیس او یو بل تن پکې سخت ژوبل شوي او د مړیو شمېر جوت نه دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او زیاتوي چې دا برید د دوی یوه تن سرتېري محمد یوسف بغلاني له لورې د فلنکوچ موټر په مټ د پولیسو په ستر او مهم مرکز ترسره شو او درنه مرګ-ژوبله یې اړولې ده.
خوست ښار کې چاودنه وشوه
نن ټکی آسیا:کابو نیم ساعت وړاندې د خوست په ښار کې د منګلو اډې ته څېرمه زوروره چاودنه رامنځته شوې.
د عیني شاهدانو په خبره، چاودنه خورا زوروره وه او د شاوخوا دکانونو او ودانیو ښيښې یې ماتې کړې.
احتمال دی، چې چاودنه د موټر بم برید له کبله رامنځته شوې.
د پېښي د تلفاتو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویل شوي.