خبرونه

ولسمشر اشرف غني پکتیا ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): په پکتیا کې د تېرې اوونۍ له برید وروسته ولسمشر اشرف غني پکتیا ته ولاړ.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پکتيا ولسونو او مشرانو سره د غمشريکۍ په موخه پکتيا ته ورسېد.

د پکتیا چارواکي وايي، چې غني اوسمهال د ۲۰۳تندر قول اردو کې دی او د پکتیا له چارواکو سره د دې ولایت په امنیتي وضعیت خبرې کوي.

تېره اوونۍ طالبانو په ګردېز کې د پولیسو په روزنځای او امنیه قومندانۍ سرتېري بریدونه وکړل، چې ۲۷۷ پولیس پکې وژل شول او ۱۶۲ نور پکې ټپیان شول.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني پکتیا ته داسې مهال سفر کوي، چې په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته یې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون پنځلس افسران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

طالبانو تېره اوونۍ د کندهار د معروف او د فراه شېبکوه ولسوالۍ ونیولې او د غزني د اندړو او د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ یې کلابندې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x