fbpx
Facebook-Shares-For-Your-Content-500x375

هر څه د شیرکولو نه دي؛ د فیسبوک«سټیټس» مو له ۸۰ زره ډالرو محرومولای شي

وايي راز به راز پاتې شي خو که ښځې ته ونه ویلای شي. په روان دور کې ټولنیزو رسنیو ښه  زور اخیستې په ځانګړي ډول  په ځوانانو کې  د ملګرو او خپلوانو تر منځ د اړیکو ساتلو لپاره ټولنیزې رسنۍ استعمالیږي.

د ټولنیزو وېبپاڼه له لارې ځوانان یو بل د خپلو کارونو  او د اینده د پلانونو څخه نور خبروي،  خو کله نا کله دا خبرول ډیر قیمته پریوځي، لکه  د امریکا په میامي ایالت کې د ډينا نومې ښځې او کورنۍ سره چې وشول.  

په فیسبوک  کې ډینا نومې انجلۍ یو «سټيټس»  ددغې کورنۍ  له ۸۰زره ډالرو محرومه کړه.

کیسه داسې ده چې د ډینا نومې انجلۍ پلار پيټرک له څو کلونو راهیسې د (ګلیور) نومې مکتب کې سرمعلم و، په ۲۰۱۰ کې  د  نوموړي تړون ختم شو او د مکتب ادارې له نوموړي سره نوې تړون ونه کړ. د مکتب ادرې ویل چې پيټرک عمر خوړلی او دی نور نشي کولای چې په دې څوکۍ کار وکړي.

۶۹کلن پټرک  د مکتب ددغې کړنې په خلاف په ۲۰۱۱ کې په محکمه کې د مکتب خلاف دعوه وکړه،  دعوه په محکمه کې  څو میاشتې چلېدله،  وروسته محکمې حکم د پيټرک په حق کې صادر کړ او زیاته یې کړه چې  د مکتب اداره به پيټرک ته ۸۰ زره ډالر تاون  هم ورکوي.

خو؛ د محکمې په احکاماتو کې یو جزء داسې هم شامل و چې ددې دعوې تفصیل به څوک بهر نه ښکاره کوي، راز به ساتل کیږي او نه به هم عامو خلکو ته ددې دعوې  او پریکړې په اړه خبرې اترې کیږي. لیکن د پیټرک  په لور ډینا باندې دا خوشحالي بوج شوه، په زړه يې نشوای ساتلی نو په فیسبوک په صفحه يې نوی «سټيټس» ورکړ چې « مور او پلار مې د( ګلېور) په خلاف دعوه وګټله او اوس به زما د ګرمۍ رخصتیانو د چکر  مصارف (ګلېور) ورکوي».

ډینا په فیسبوک کې ۱۲۰۰ ملګري لري، په دې کې ځينې د (ګلیور) د مکتب شاګردان هم پاتې شوي او ځينې لاهم اوس په کې زده کړې کوي، دا خبر د مکتب وکیلانو ته ورسېد،  دوی د ډینا «سټيټس » خپل قوي دلیل ونیولو او په محکمه کې یو ځل بیا دعوه وکړه، محکمې ددوی خبره سمه وګڼله او ويې منله او پریکړه یې وکړه چې  د ډینا په دغه کار سره راز افشا شوی او هم د تړون  مخالفت شوی نو د ګلیور مکتب  د ۸۰زره ډالرو د وروکولو څخه خلاص شو.

پيټرک په محکمه کې خبره ډيره واړوله راواړوله، چې لور يې دماغي مشکل لري، تر نفسیاتي فشار لاندې راغلې او د نوموړې خبرول اهم و.  نوموړې ته له پیله مالومات و چې زه په محکمه کې دعوه  چلوم، نو ددې خبرول ضروري و. محکمه د پيټرک موقف رد کړ او خپله پریکړه يې برقراره پریښودله.

اوس پيټرک یوه بله لاره لري چې د په ستره محکمه کې خپله دعوه مخ پر وړاندې بوځي، خو د راز افشا کولو وروسته دا ډیره ستونزمنه ده چې نوموړی دې دعوه وګټي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د