افغانستان

تخار: په یوه هوټل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): د تخار ولایت په اشکمش ولسوالي کې د «قینر بازار» په سیمه کې په یوه هوټل کې چاودنه شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر رسنیو ته ویلي چې تر اوسه په دغه پيښه کې د دوه تنو د وژل کېدو او ۸ تنو نورو د ټپي کېدو حال لري.

نوموړي وویل چې په دغه چاودنه کې د «نازک میر» په نامه یو پخوانی جهادي قومندان هم وژل شوی دی.

اسیر زیاته کړې چې په هوټل کې دننه تر یوه تخت لاندي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه.

پيښه تازه ده، د مړو او ټپيانو وروستی شمېر نه دی څرګند شوی او د پيښې مسؤولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x